د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بلخ کې د ملي اردو د يوې MI-17 ډوله څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د ٤ پيلوټانو په ګډون ٧ تنه سورلۍ وژل شوې ده.
د هوايي ځواکونو دغه څرخي الوتکه د حیرتان سوداګریز بندر ته څېرمه رالوېدلې ده.
دغه وزارت پرون په يوه اعلاميه کې وويل، دا څرخي الوتکه ملي اردو د ٧٧٧ مې قطعې مربوط وه.
بلخوا، په شمال کې زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د دې پېښې په اړه پرون ازادۍ راډيو ته وويل:
"دا يوه روزنيزه الوتنه وه، چې پرون د مازيګر پنځه بجې او ٣٠ دقيقې له تخنيکي... Читать дальше...
د طالبانو یوه سرچینه وایي، له امریکا متحده ایالتونو سره د دې ډلې د خبرو د بیا پیلیدو نښې نښانې لیدل کیږي او دوی هم دې تیاردي چې دغه خبرې بیرته په قطرکې پیل شي.
د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو لوبو پرمهال د لانجو د مخنیوي لپاره د کرکټ په نړیوالو اصولو کې ځینې مهم بدلونه کړي دي
د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر ۲۷مه د حکومت پرضد د اسلام اباد پر لور لاریون پیلوي
روغتیا پالان وايي، پر صابون لاس نه مینځل د اسهالاتو، سینه بغل، خوارځواکۍ او نورو خطرناکو ناروغیو لامل کیږي او د زده کوونکو د تعلیمي نتیجو پر کموالي هم اغېز لري.
په اسلام اباد کې ميشت د شانګلې زده کوونکیو د يوې مظاهرې پرمهال له حکومته غوښتي چې د اکتوبر پر۱۲مه په کوهستان کې د تعليم محکمې د وژل شوي افسر نواب علي د وژنې پلټنې دې وکړي.
د نوموړي وژنې پرضد په سوات او شانګله کې مظاهرې شوې دي.
په دې اړه د احمدالله ویډیويي رپورټ وګورئ.
ویډیو: عمران یونس
د کوټې سیول هسپتال ویاند وسیم بیګ رسنیو ته ویلي دي چې له پېښې وروسته یې په هسپتال کې بېړني حالت اعلان کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال وزیره الیس ویلز کابل ته تللې او له افغان ولسمشر سره یې د ټاکنو او سولې په اړه خبرې کړي.
د امریکاولسمشرډونالډ ټرمپ په سوریه کې د سمدستي اور بند غوښتنه کړې ده.
په اسټرالیا کې د سولري موټروسیالي وشوه.
ازادي سټوډیو د شپې په۸بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو کاندید رحمت الله نبیل وايي، د ټاکنو کمیسیون په سیستم کې د یو میلیون تقلبي رایو د داخلیدو مخه نیول شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یوناما) وايي، د میزان ۶مې ولسمشریزو انتخاباتو په ورځ د طالبانو په حملو کې ۲۸ ملکیان وژل شوي دي.
د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون نوی راپور څرګندوي چې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۱۷۰ قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.
د برتانيې شهزاده وليم او شهزادګۍ کېټ مېډيلټن د پاکستان سفر پر مهال د هغه هېواد له ولسمشر او وزير اعظم سره ملاقاتونه کړي دي. دوی به پنځه ورځې په پاکستان کې وي او د هېواد مختلفو برخو ته به ځي.
ويډيو: رويټرز او فرانس پریس اژانس
رپورټ او ايډيټ: عبدالحی کاکړ
د نابینایانو نړیواله ورځ هر کال د "سپینې امسا" تر نامه لاندې په بیلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي. په افغانستان کې یو شمېر نابینایان د لوړو زده کړو او کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت لري.
نن سبا اکثر د امتحانونو نتیجو وروسته زده کوونکیو د خودکشۍ یا ځان وژنې راپورونه راځي. د دې تر شا علتونه څه دي؟
امریکا د ترکیې پر دفاع وزیر خلوصي اکار، د کورنیوچارو وزیر سلیمان سویلو او د انرژۍ پر وزیر فتح دونمیز د بندیزونو اعلان کړی دی.
پر دغو ترکي چارواکو دا بندیزونه د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرګون کې لګول شوي دي.
هغوي د امریکا د خزانې وزارت په تور لست کې شامل شوي، پانګې یې کنګل شوي او له هغوي سره د امریکايي ادارو او د امریکا په تړاو د شرکتونو پر بانکي معاملو ممانعت اعلان شوی دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون (اکټوبر ۱۵مه) د ترکیې له جمهور رئیس سره په... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتیننن (اکټوبر ۱۵مه) متحده عربي اماراتو ته ورسېد.
دا په وروستۍ یوه لسیزه کې متحده عربي اماراتو ته د پوتین لومړی رسمي سفر دی.
پوتین د سعودي عربستان له پلازمېنې، ریاض څخه د ابوظبۍ پر لور روان شو.
هغه ته د هرکلي لپاره د ابو ظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان هوايي ډګر ته ورغلی و.
ولادیمیر پوتین په سعودي عربستان کې له پاچا او ولیعهد سره وکتل.
مسکو هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې خپل نفوذ زیات کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې سرپرستې، الېس وېلز ویلي چې په افغانستان کې د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ او پرېکړو ته باید درناوی وشي.
مېرمن وېلز په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې بریالۍ بللې دي. د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر ویلي چې نوموړې نن (اکټوبر ۱۵مه) له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره کتلي دي.
په بیان کې د ولسمشر غني په حواله لیکل شوي چې هېڅ کاندید باید د کمېسیون تر اعلان مخکې د بري ادعا ونه کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه وشوې.
په کابل کې د ملګرو... Читать дальше...
د شنو، تورو او شیدو چایو ترڅنګ اوس په کوټه کې ۲۱ ډوله چای موندل کېږي. شاهي، کشمیري، زعفراني او تندوري چای یې خلک ډېر خوښوي. د چایو څښلو لپاره د کوټې په ګډون له لېرې لېرې سیمو خلک دې چای خانې ته ورځي. نور د صمد شبنم په ویډیو رپورټ کې.
د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې امنیتي چارواکي وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې ۷ طالبان په هوايي عملیاتوکې وژل شوي دي.
د فراه د پولیسو ویاند، محب الله محب نن (اکټوبر ۱۵مه)، ازادي راډیو ته وویل چې په بالابلوک کې هوايي عملیات ګډو ځواکونو کړي دي.
ښاغلي محب زیاته کړه، د فراه ښار په مرکزي سیمو او شااوخوا ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي، دا عملیات به تر هغه روان وي چې د فراه ښار په شاوخوا کې ټول کلي تصفیه او تلاشي شي.
طالبانو په بالا بلوک کې د خپلو ۷ وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د پروان د بګرام ولسوالۍ په قلعه خواجه سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي دي.
په ټپيانو کې دوه ښځې، دوه نارینه او یو ماشوم دی.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن (اکټوبر ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې ماین په یوه سایکل کې ځای پرځای شوی و او هدف یې په بګرام کې د ښځو د ابتدایه محکمې د رئیسې موټر و.
قدوسي وویل چې په چاودنه کې د ابتدايه محکمې د رئیسې یو ساتونکی هم زخمي شوی دی. خو څرګنده نه ده چې پخپله رئیسې ته زیان رسېدلی که نه.
د حملې مسئولیت تراوسه چا نه دی اخیستی.
د دوشنبې په ورځ ۲۲ تنه افغان پیلوټانو د چک په جمهوریت کې د یوې روزنیزې دورې له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل چې د چارواکو په وینا ژر به د افغانستان په هوايي ځواک کې خدمت ته ستانه شي.
په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي چې د چک د دفاع د وزارت له مرستیال سره یو ځای یې د افغان پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې وویل، د افغان پیلوټانو په روزنه کې چک مهم رول لوبولی.
د روزنې دا پروګرام د امریکا متحده ایالتونو او ناټو په مالي مرسته له څو کلونو راهېسې پر مخ بیول کیږي چې تردې مخکې یې هم... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن (سه شنبه، اکټوبر ۱۵مه) له سعودي چارواکیو سره د ریاض او تهران ترمنځ پر رامنځته شوي کړکېچ او ځینو نورو مسایلو د خبرو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
د بلوچستان سوداګرو تور لګولی دی چې د کسټم چارواکیو له لوري د کوټې تفتان لارې په اوږدو کې ځورول کېږي. د دوی په وینا چې د کسټم ادارې د دغه رویې پرضد تجارو له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ماڼه (احتجاج) کې له ایران سره خپل تجارت تړلی دی. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین رپوټ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ترکیې ته خبرداری ورکړ چې پر سوریې پوځي یرغل سمدستي پای ته ورسوي. ښاغلي ټرمپ ویلي، که انقره له دغې جګړې لاس وانه خلي، نو دی آماده دی چې د دغه هېواد اقتصاد په چټکۍ ویجاړ کړي.
د بنو ډومیل سیمې ۱۹کلن ځوان تخنیک کار وحید الله چې زده کړې یې تر دولسم ټولګي کړې خو د تخنیکي کارونو پوهه یې تر مسلکي تعلیمه لوړه ده. نور د عمر وزیر په ویډیويي رپورټ وګورئ.
Спорт в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Александрова проиграла Жабер в первом круге турнира WTA в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
"Самое опасное" начнётся в пятницу: Синоптик предупредил об аномальной погоде в России
Путин в России и мире
Москва
Кремль: в Москве 22 апреля состоится встреча Путина с Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Лоза
Лоза объяснил, почему Лепс выбил телефон из рук фанатки
Москва
Путин и Алиев встретятся с ветеранами-строителями Байкало-Амурской магистрали
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net