د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالي کې لږترلږه ۳ ښځې وژل شوي او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.
په کونړ کې د ازادي راډیو خبریال ته د دې ولایت د امنیه قوماندان مرستیال حاجي محمدیوسف وویل، د یکشنبې په مازدیکر پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د ناړۍ ولسوالي د سمندر د سیمې سرحدي پوسته ونیسي خو په بریکوټ او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای افغان ځواکونو او همداراز د سیمې اوسېدونکو په ګډه د پاکستاني ځواکونو حمله په شا وتمبوله.
حاجې يوسف د تلفاتو په اړه څه ونه... Читать дальше...
ټرمپ وویل، زياته کړه، د عملياتو پر مهال ابوبکرالبغدادي منډه کړه او کله چې د غار اخري سر ته ورسېد نو په ځان پورې تړلی بارودي واسکټ يې وچولو چې په نتیجه
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې د ابوبکر الغدادي د وژنې خبر تأیید کړ.
د خیبر پښتونخوا په پېښور او نورو ضلعو کې هم د جمیعت علمای اسلام مشرانو او پلویانو د اکتوبر پر ۲۷مه د حکومت ضد او له کشمیریانو سره د یووالي په موخه لاریون وکړ. د جمیعت مخکښو مشرانو مشال راډیو ته وویل، تر احتجاجي لاریون مخکې یې یو ګوندي مشر مفتي کفایت الله نیول شوی. د اسلام اباد پولیس وايي، نوموړی یې نه دی نیولی، خو د مانسهرې انتظامي مشر په یو لیک کې پولیسو ته امر کړی وو چې د عامه امن زیانمنېدو مخنیوي لپاره مفتي کفایت الله ونیسي. د پېښور لاریون په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اکتوبر پر ۲۶مه په پېښور کې د راتلونکي حج د پالیسۍ جوړولو په موخه یوه مشورتي غونډه وشوه. د ګډونوال وايي، په غونډه کې د حاجیانو پر ستونزو هم بحث وشو. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې پر وخت د راتلونکي حج پالیسي اعلان کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلانوي.
دا کډوال چې د افغانستان، شام او افریقايي هېوادونو د جنګونو لوجې يورپي هېوادونو ته تلل غواړي، د بوسنیا په دې پندغالو کې ایسار دي. هغوی وايي هیڅ ډول سهولتونه نلري او د یورپ نورو هېوادنو ته له ورتګه هم منع کړل شوي دي.
تفصیل د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې په دې رپورټ کې چې منورشاه جوړه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات په مالم جبه کې د سیلانیانو لپاره یو نوی تفریحي پارک پرانېستی چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه ورته خلک ورځې او له قدرتي ښایستونو خوندونه اخلي. په هم دې اړوند په مالم جبه کې د موسېقۍ یو محفل هم جوړ شوی وو چې پکې هنرمندانو د فن مظاهره وکړه.
نیاز احمد خان پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
په کابل کې یو شمېر بزګرانو د دوی کرنیزو توکو ته د مناسب بازار د نشتوالي له امله د یوه نمایشي حرکت په ترسره کولو د کرنیزو توکیو تابوت خاورو ته وسپاره.
د جمیعت علما اسلام (ف) مشرانو او پلویانو، د اکتوبر پر ۲۷مه، د پاکستان د نورو برخو په څېر په صوابۍ کې هم د کشمیر د یووالي او د حکومت پر ضد مظاهرې وکړې.یادې غونډې ته د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مرکزي نایب امیر مولانا فضل علي حقاني وینا وکړه.
ځلاند یوسفزي په صوابۍ کې د جلسې او لاریون په اړه دغه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی نیکولاس کي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د سولې، ټاکنو او له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ پر دوام خبرې کړې دي.
د ازادۍ راډیو خبریال مصطفی سرور په بروکسل کې له ښاغلي کي سره خبرې کړې دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزه کوونکي وايي، د ساهیوال د پېښې فیصلې ته په کتو په پاکستان کې د قانون د حکمرانۍ حالت د اندېښنې وړ دی.
د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندز کې یوشمېر سوداګر وايي، په دغه ولایت کې د تاجکستان قونسلګرۍ تړلې پاتې کېدو سره دوی ددغه هېواد د ویزې په اخیستو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳ سوو ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي.
د دې خونې د پراختیا رئيس میر زمان پوپل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس د یوې کیلو جلغوزیو بیه د افغانستان په بازارونو کې ۲۵۰۰ افغانۍ او په نړېوالو بازارونو کې ۳۰ ډالر ده.
د ښاغلي میر زمان په خبره، چین ته د جلغوزیو صادارت له دې هېواد سره د هوايي دهلېز تر پرانيستې وروسته ښه شوي دي.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د جلغوزیو بازار په هند، عربي متحده اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د پام وړ دی.
د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند یو مشر، يخوانی وزیر او پخوانی سېنېټر حافظ حمدالله وايي، د پاکستان د شناختي کارتونو ادارې [نادرا] د هغه هیواد د استخباراتي ادارې
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال په دغه ولایت کې د اینځرو حاصلات ۲۵ زره ټنو ته رسېدلي دي.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس حفیظ الله سعیدي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ښاغلي سعیدي په خبره، د کندهار اینځر نړیوال شهرت لري او په دې وروستیو کې یې په بېلابېلو هېوادونو کې بازار هم ښه شوی دی.
د دې ولایت د کرنې رئيس دغه شان وايي، سږکال د اینځرو له صادراتو څخه ۹ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی.
د افغانستان د ۳ مهمو خو ناامنو لویو لارو موټرچلوونکي او خلک وايي، ناامنیو د دوی چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د جمیعت یوه ویاند جلیل جان د اکتوبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اسلام اباد او خیبر پښتونخوا پولیسو مفتي کفایت الله د اتوار (یکشنبې) پر سهار
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن د ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو او شل اوریزو سریزونو د لوبېدو په هدف هندوستان ته لاړه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه د راتلونکې نومبر میاشتې په شپږمه، دوهمه لوبه په نهمه او درېیمه او وروستۍ لوبه په ۱۱مه نېټه وشي.
د شل اوریزو لوبو لومړی لوبه بیا د نومبر په ۱۴مه، دوهمه په ۱۶مه او درېیمه لوبه په ۱۷مه نېټه وشي.
دغه شان د دواړو لوبډلو تر منځ به یوازنۍ ټېسټ لوبه د همدې میاشتې په ۲۷مه پیل او د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام ومومي. Читать дальше...
د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د حکومت خلاف د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند په مشرۍ کې مظاهرې پیل شوې دي.
د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډلې بنګله دېش ښځینه لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه.
د بنګله دېش او پاکستان ښځینه لوبډلو ترمنخ د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ چې په لاهور کې د اکټوبر له ۲۰ مې ڼېټې پیل شوي، د سریز لومړۍ هغه یې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۴ منډو وګټله.
په یاده لوبه کې د پاکستان ښځینه لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته ۱۲۷ منډې هدف وټاکه.
د بنګله دېش لوبډلې له لوري جهانارا اسلم ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول،... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یوه نااعلان شوي سفر پرون کابل ته تللی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې لیدلي دي.
چارواکي وايي چې په زابل او ارزګان کې ۱۲وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحیی علوي ازادي راډيو ته وويل، د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د زابل ولایت په مېزانه ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي چې له امله یې ۹ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
علوي وایي، وژل شوي او ټپي شوي وسله وال ټول د ملا دادالله او قاري سیف الله د ډلې اړوند دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند همداراز وایي چې د ملي اردو ځواکونو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې هم د وسله والو پر... Читать дальше...
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې تېره ورځ مازیګر مهال د مرکز اړوند په ګاروو سیمه کې هوایي برید شوی چې په پایله کې یې څلور تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې یاد کسان د حقاني شبکې اړوند دي چې له وژل شویو کسانو له جملې یې د دوو تنو جسدونه هم د دوی لاسته ورغلي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن په داسي حال کې يو مهم بيان جاري کوي چې د راپورونو ترمخه امريکايي ځواکونو د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په پټنځای عمليات کړي دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net