د پاکستان صدراعظم عمران خان ایران او سعودي عربستان ته ځي
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې سعودي عربستان یې ستراتیژيک شریک دی، خو ایران یې دوست او ګاونډی دی.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې سعودي عربستان یې ستراتیژيک شریک دی، خو ایران یې دوست او ګاونډی دی.
جوګیان څوک دي؟ څه ستونزې لري؟ او ایا د دوی د ستونزو د هواري لپاره څه کار هم شوی؟ د ازادي راډیو خبریاله لیمه هادي په کابل کې د دوی استوګن ځایونو ته ورغلې، ورسره یې خبرې کړي او پر بنسټ یې دا راپور چمتو کړی دی.
د شبرغان په ښار کې د سیمه ییزې موسیقۍ پر وړاندې له دودیزو محدودیتونو سره سره یو ځوان ګیتار غږوونکی هڅه کوي چې په دغه ښار کې مدرنه موسقي پراخه کړي. راپور: عالم رحمانیار اېډېټ: ذکریا صفري
د افغانستان د ولسي جرګې ځني غړي د یو شمېر وکیلانو د موټرو د پلټنې او له دوی سره د امنیتي ځواکونو د چلند په غبرګون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین د ګوښه کېدو غوښته کوي.
د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله په انتخاباتو خپلواک کمېسيون کې د درغلیو له امله اندېښمنه ده.
په ارزګان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د ګیزاب ولسوالۍ په نېک اباد سیمه کې له نن سهار راهیسې ۱۵۰ سرتېري د طالبانو له خوا کلابند شوي دي. د دغې ولسوالۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه له تېرو اتو ورځو راهیسې روانه ده. سرچینې وویل، په نننۍ جګړه کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي. د هغه په خبره، که ولسوالۍ ته هوايي او ځمکنۍ مرسته ورنه رسېږي، نو ګېزاب به د طالبانو لاس ته ولوېږي. ولایتي چارواکي هم په ګېزاب کې پر امنیتي پوستو... Читать дальше...
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتي ټکنالوژۍ د رئیس په تړاو دوی ته کومه دوسیه نه ده رسېدلې. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په يوه غږیز پيغام کې نن ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دې تړاو له دوی سره لا څه نه دي شریک کړي. بل خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفتر صلاحیت نه دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر کوم رئیس دې لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني. د دې کمېسیون يوې ویاندې شیما عالم سروش... Читать дальше...
په کندز ولایت کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو چارواکي د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د بېرته نېولو خبر ورکوي. د نوموړې قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالهادي جمال نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ د بېرته نېولو په هدف عملیات پیل کړي وو او په نتیجه کې یې وتوانېدل چې تېره شپه دغه ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو ونیسې. ښاغلی جمال زیاتوي چې دغه عملیات به ترهغه وخت پورې په سیمه کې جریان ولري، ترڅو چې په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له وجوده پاکه شوې نه وي. Читать дальше...
په بدخشان ولایت کې (۳۰) کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: دا (۳۰) کیلو ګرامه هیروئین په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې له درایم ولسوالۍ څخه یې ارګو ولسوالۍ ته قاچاق کړي. د دې موادو په شک موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې د میزان د میاشتې په ۱۵مه نېټه پولیسو د جلال اباد ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې د استوګنې په یوه کور کې څه د پاسه شپږ کیلو ګرامه هیروئین او (۳۰) کیلو ګرامه چرس نيولي دي، دغه ډول پولیسو په دوهمه پېښه کې په غني خېلو ولسوالۍ کې څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه هیروئین او نږدې څلور کیلو ګرامه چرس ونیول. د دې موادو د ساتنې او قاچاق په شک څلور کسان نیول شوي دي.
په نیمروز ولایت کې څه د پاسه (۱۵۰) قاچاق کوونکي او سلګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي. د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احسان الله احسان د میزان د میاشتې په ۱۶مه نېټه رسنیو ته وویل چې دوی په تېرو څلورو میاشتو کې (۲۱۷) کیلو ګرامه هیروئین، (۱۵۲۴) کیلو ګرامه تاریاک، (۹۳) کیلو ګرامه چرس، (۳۱۱) لېټره شراب او څه د پاسه لس کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه لس زره لېټره کېمیاوي مواد نیولي دي. دی وایي: د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو (۱۶۴) دوسیې لرو او (۱۵۵) مشکوک... Читать дальше...
په جوزجان ولایت کې څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د میزان د میاشتې په ۱۴مه نېټه په یوه موټر کې (۴۰) کیلو ګرامه تاریاک ونیول او په دې شک يې موټر چلوونکی هم نیولی دی. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له شمالي ولایتونو څخه کابل ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.
یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې په زور له اروپايي هېوادونو را ویستل شوي، وايي چې د افغان کډوالو د پوښتنې څوک نه شته.
اته تنه هغه مهال ونیول شول چې د حامد کرزي او کندهار له هوايي ډګرونو څخه یې نشه يي مواد قاچاق کول. د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د میزان د میاشتې په ۱۴مه نېټه پنځه تنه هغه مهال ونیول چې په خپلو خېټو کې یې یو کیلو او (۴۵۹) ګرامه هیروئین د کندهار له هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کول. په دوهمه پېښه کې پولیسو درې کسان هغه مهال ونیول چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه یې ډيلي ته (۷۵۵) ګرامه هیروئین قاچاق کول. دا قاچاق کوونکي چې نشه يي مواد يې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو، له... Читать дальше...
په کندهار کې سږکال د انارو حاصلات ډېر شوي دي. د سوداګرۍ خونو اداره وايي چې په روان کال کې به د ۲۳ ميلیونو ډالرو په ارزښت انار، بهرنیو مارکېټونو ته ولېږدول شي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
له تېرو دوو اونیو راهیسې په کندهار کې د ابجوشو د تولید کار پيل شوی چې تر راتلونکې یوې میاشتي پوري به دوام وکړي. سږکال د یو کیلو ابجوشو بیه۲۵۰ افغانۍ ده. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کندهار او بلخ مدني فعالانو په مزارشریف کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترځ کې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو د اوربند غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې جوګیان د تابعیت سند نه لرلو له امله له ټولو اسانتیاوو بې برخې دي.
واشنګتن ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یوه مقاله لیکلې چې اوس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی.
د کابل چاپ اکثره ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتو کمېسیون په مرکزي سرور باندې د هکرانو د حملو په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.
د افغانستان استخباراتو ویلي، په پروان کې د برښنا یوې ستنې الوزولو په تور یې څلور کسان نیولي دي. د ملي امنیت ریاست پر خپلې ټویټرپانې لیکلي چې ځانګړو ځواکونو د میزان په ۱۹ د شپې لخوا په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو دغه غړي نیولي دي. دوی د پروان ولایت د سالنګ په اهنګرانو کې د تېرې چهار شنبه په شپه د برښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې وه له امله یې په کابل او یوولس ولایتونو کې د برښنا جریان دوې ورځې قطع و. بلخوا د پروان امنیه قوماندان، محمد محفوظ ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، په سالنګونو کې د برېښنا ستنې غیر مسئوله وسله والې ډلې او غله تخریبوي. Читать дальше...
د فراه په خاک سفید، پشت رود، بالابولک او بکواه ولسوالیو کې د جګړې او سېلابونو له امله بې ځایه شوو کورنیو اعتراض وکړ. د یوشمېر بې ځایه شوو کورنیو استازو پرون (میزان ۱۹مه) خبریالانو ته وویل چې د فراه ښار ته ور کډه شوي او هېچا یې د ژوند ناوړه وضعیت ته پام نه دی کړی. په فراه کې د سرې میاشتې ټولنې چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې دوی له ټولو بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې توان او مسئولیت نه لري. د فراه د کډوالو چارو رياست ویلي چې ۱۰۵ کورنیو ته یې مرستې رسولي دي.
امریکا ویلي چې سعودي عربستان ته به نور پوځیان او پوځي تجهیزات واستوي. د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر په څوارلسمه حملې وشوې. واشنګټن او ریاض ویلي ددغې حملې تر شا د ایران لاس دی، خو تهران دا تور رد کړی دی. د امریکا د دفاع د وزارت د سرچینو په حواله په خپرو شوو رپوټونوکې ویل شوي چې سعودي عربستان ته به اضافي ځواکونه، د هوايي دفاع د پټرویټ سیسټم دوې بطرۍ او یو بشپړ هوايي دفاعي سیسټم واستول شي.
پاکستاني چارواکي وايي چې صدراعظم عمران خان به تهران ته ولاړ شي. تقریبا دوه اونۍ مخکې امریکا له عمران خان څخه غوښتنه کړې وه چې د تهران او ریاض ترمنځ د هغه کړکېچ په هوارۍ کې مرسته وکړي چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو تر حملې وروسته را ولاړ شوی دی. د عمران خان د دفتر یوه لوړ رتبه چارواکي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي چې عمران خان به د شنبه یا یک شنبه په ورځ تهران ته لاړ شي. دواړو سرچینو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي ځکه ټاکل شوې چې... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي راتلونکې اونۍ په مسکو کې سره وګوري. د روسیې دولتي خبري اژانس تاس، د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله خبر ورکړی چې غونډه راتلونکې اونۍ جوړېږي خو دقیقه نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې. کابلوف ویلي چې بحث به په افغانستان کې د "ملي روغې جوړې" په اړه وي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.