چارواکي د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د بیا نیولو خبر ورکوي
د نوموړې قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالهادي جمال نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ د بېرته نېولو په هدف عملیات پیل کړي وو او په نتیجه کې یې وتوانېدل چې تېره شپه دغه ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو ونیسې.
ښاغلی جمال زیاتوي چې دغه عملیات به ترهغه وخت پورې په سیمه کې جریان ولري، ترڅو چې په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له وجوده پاکه شوې نه وي.
د کندز دشت ارچي ولسوالي یوه میاشت وړاندې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړی و.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
