"د پاکستاني پوليسو لخوا شکنجه کول بايد جرم وګڼل شي"
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په يو بيان کې ويلي چې د پوليسو شکنجه کول بايد يو جرم وګڼل شي او په دې کې دې ککړو کسانو ته قانوني سزا ورکړل شي.
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په يو بيان کې ويلي چې د پوليسو شکنجه کول بايد يو جرم وګڼل شي او په دې کې دې ککړو کسانو ته قانوني سزا ورکړل شي.
د بلوچستان په لورالايي کې د پوليسو په ډزو د وژل شوي ځوان ظاهر خان اوتمانخېل ورور فاضل خان اوتمانخېل وايي، پوليسو ورته منلې چې ورور يې بېګناه و خو بيا هم د هغه د سپينولو بيان نه خپروي.
دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مني چې د دې کمیسیون د آی ټي یا د تخنیکي چارو مشر څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
ډونالډ ټرمپ وايي وخت یې راغلی چې امریکايي پوځیان بېرته له افغانستانه امریکا ته ستانه شي. د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد د نوبل د سولې جایزه وګټله. په ایران کې پرون لومړی وار ښځې په سټډیوم کې د فوټبال لیدلو ته پرېښودل شوې. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
دا خبره د سمندر پار پاکستانيانو فاونډېشن يو مشر ډاکټرعامر شېخ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ د اوورسيز پاکستانيانو قايمه کمېټۍ ته کړي ده.
د پاکستان لپاره د افغانستان سفارت وايي په پېښور کې د افغانستان قونسلګري د احتجاج په ډول تر نامعلومې مودې وتړل شوه. سفارت وايي دا پرېکړه يې وروسته له هغې وکړه، چې د پاکستان پوليسو په پېښور کې پر ”افغان مارکېټ“ چاپه ووهله. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت نن په اعلاميه کې ويلي: له افغان مارکېټ څخه د افغانستان د بيرغ ليرې کول، د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف عمل دى. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپله اعلاميه کې دغه چاپه وغندله او د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت يې د دغه مارکيټ د مالکيت په لانجه کې په يوطرفه پرېکړه تورن کړ. Читать дальше...
په خېبر پښتونخوا کې د یوې غیرې سرکارې ادارې مشره نسیم ریاض چې خپله یې هم د ۱۴کالو په عمر کې واده شوې وه وايي، د کم عمرۍ د ودونو خلاف قانون لا تر اوسه نه دې عملي شوی. نوموړې وايي، نو باید د هلکانو غوندې د نجونو عمر هم د واده لپاره ۱۸کاله لازمي کړل شي.
په سوات کې د اکتوبر پر اتمه نېټه د خېبر پښتونخوا پرایمري سکولونو استادانو اتحاديې (ايپټا) د نويو حکومتي پاليسو خلاف احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وویل چې د تعليم څانګې لخوا په صوبه کي د استادانو د تبادلو او د ماشومانو د جاج اخیستو مجوزه پالیسي نه مني. له سواته د نیاز احمد خان ویډيو راپور
په پېښور کې افغان کونسل جنرل محمد هاشم نیازي د افغان مارکیټ د ملکیت لانجې او له دغه مارکیټ د افغانستان بیرغ لیرېکولو پر سر په پېښور کې افغانستان خپله کونسلګري وتړله. په پېښور کې له خبري کانفرنس وروسته د مشال راډیو خبریال غلام غوث له ښاغلي نیازي سره مرکه کړې ده.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو موټري بم له منځه وړل شوی دی. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملتيا د اندړو ولسوالۍ په ناني او د ګېرو ولسوالۍ په موسی خېل سيمو کې عمليات ترسره کړي. نوري زیاتوي چې په ترڅ کې يې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او له چاودېدونکو موادو يو ډک موټر يې له منځه وړی شوى دى. په ترسره شويو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...
د پاکستان احتساب ادارې د اکتوبر پر۱۱مه د مسلم ليګ (ن) ګوند مشر نواز شريف چوهدري شوګر ملز کې په نامه يوه بله مقدمه کې د لاهور کوټ لکپت زندانه ګرفتاره کړل او نېب عدالت ته يې وړاندې کړ.
د خیبر پښتونخوا د نورو برخو په څېر په کواټ کې هم د ډاکترانو کاربندیز روان دی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې نوي اصلاحاتي اقدامات او قانون دې لغوه کړي چې د دوی په وینا، روغتیايي خدمات به ورسره ګران شي. د صوبې د روغتیا وزیر وايي، له اقداماتو سره به د سرکاري هسپتالونو نظام سم شي. هلته په کواټ کې یو شمېر خلک وايي، شخصي علاج کولای نشي او په حکومتي روغتونونو کې د کاربندیز له وجې له ستونزو سره مخامخ دي. ممتاز بنګښ له کواټه.
د پروان ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې يو غړى نيول شوى دى. د شينوارو ولسوال اکوګل محمدي نن ازادي راډيو ته وويل، د طالبانو دغه مشر عزيز محمد نومېږي چې امنيتي ځواکونو په دراز ګرد سيمه کې نيولی دى. ښاغلى محمدي وايي، نيول شوي مشکوک کس د غوربند درې په ناامنيو کې لاس درلود. د ازادي راډيو خبريال وايي، دغه دره د پروان ولايت په سطحه له ناامنو سيمو ګڼل کېږي چې د وسله والو طالبانو فعاليتونه په کې محسوسېږي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر يو وار بيا ټينګار وکړ چې امريکايي پوځيان به له افغانستانه وباسي. ډونالد ټرمپ پرون په ميناسوتا ايالت کې د خپلو پلويانو يوې ډلې ته په خبرو کې وويل: ټاکل شوې وه چې موږ د لنډې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شو، خو اوس مو هلته د حضور تقريباً ١٩ کاله کېږي، د دې وخت دى چې خپل پوځيان بېرته کورونو ته را ستانه کړو. ښاغلي ټرمپ ونه ويل چې خپل څومره شمېر پوځيان به کله له افغانستانه وباسي. خو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګست مياشتې په لومړيو کې هم له افغانستانه د شااوخوا ٦٠٠٠ امريکايي پوځيانو د ايستلو خبره کړې وه. Читать дальше...
د پکتيا ولايت امنيه قومانداني وايي، په مرکز ګردېز کې د وسله والو طالبانو يو ماين ښخوونکى د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم نن جمعه ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله وال غوښتل تېره شپه په مومن خېلو سيمه کې پر عام سړک ماين ځاى پر ځاى کړي. ده وویل: د شبير په نوم طالب وسله وال غوښتل چې يوه کړۍ ماين له يوې سيمې څخه بلې ته انتقال کړي، تر څو پر عام سړک يې د ولسي وګړو د وژنې په موخه ځاى پر ځاى کړي، خپل ماين ورباندې انفجار کړى چې په نتيجه کې يې دى ځاى پر ځاى وژل شوى دى. Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي، په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې ٦ تنه وسله وال وژل شوي دي. د والي وياند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله وال تېره شپه په سليمانخېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي دي. دی وایي: د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره ورځ بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکې هوايي بريد کړى چې په نتيجه کې يې د داعش ٦ وسله وال وژل شوي دي. ښاغلي خوګياڼي ويلي چې په دې حمله کې د داعش ډلې يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. ... Читать дальше...
ایراني رسنۍ وايي، په سور سمندرګي کې د سعودي عربستان په سواحلو کې د ایران د تېلو په لېږدوونکې یوې بېړۍ کې چاودنه شوې او اور یې اخیستی دی. راپورونه وايي، په دې ایراني ټانکر کې چاودنه د جمعې په ورځ د سعودي له بندري ښار جدې څخه نږدې سل کیلومتره لېرې شوې ده. د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا وايي، دې چاودنې د تېلو دې ایرانۍ بېړۍ ته دروند زیان اړولی دی او تېلو ترې په سره سمندرګي کې لارې کړي دي. دې خبري اژانس زیاته کړې، د پېښې په اړه څېړونکو دا احتمال نه دی رد کړی چې چاودنه به د یو ترورېستي برید له کبله وي. Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې نن د قرغزستان پخوانی ولسمشر المازبېک اتمبایف د فساد په تور محکمې ته حاظر شي. د قرغزستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د ښاغلي اتمبایف ابتدايي محاکمه به په پلازمېنې بېشکک کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي. د بایرنچي مي سیمه ییزې محکمې ویلي، پر ۶۳ کلن المازبېک اتمبایف لګېدلو تورونو کې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مجرمانو د یوې ډلې د مشر عزیز باتوکایف د غیر قانوني خوشې کولو تور شامل دی. د اتمبایف وکیل ویلي، موکل یې د قتل د تنظیم، عامه ګډوډۍ او په خپل هستوګنځای کې د امنیتي ځواکونو د برمته کولو په شمول په ۱۳ نورو مواردو کې هم تورن دی.
په مقاله کې راغلي چې هغه افغان هلک چې د خپلې پنځلس کلنې جرمنۍ ملګرې په وژلو تورن شوی و، په زندان کې مړ موندل شوی دی.
له تېرو درې ورځو راهیسې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د انتقال سرعت له ستونزو سره مخ و.
ټاکل شوې چې نن جمعه به د ۲۰۱۹ میلادي کال د سولې د نوبل د جایزې ګټونکی اعلان شي. په هغو کسانو کې چې ګومان کېږي د سولې د نوبل سږنۍ جایزه به ورکړل شي، یوه هم د ژوند د چاپېریال د ساتلو ځوانه فعاله ګریټا تونبرګ ده. که چېرې دا سویډنۍ فعاله د نوبل جایزه وګټي، نوموړې به د نوبل د جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې وي چې په ۱۶ کلنۍ کې د نوبل جایزه ګټي. که څه هم ځیني کارپوهان وايي، په اوسلو کې په نننیو مراسمو کې ډېر احتمال لري چې د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد چې په سوډان کې یې د سولې په جوجاړي کې مرسته وکړه او یا... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو د خپلو اک کمېسيون مشره وايي، ډاډ لري چې د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې به له مهالوېش سره سم اعلان کړي. حوا علم نورستانۍ پرون د اکټوبر په لسمه ازادي راډیو ته وویل چې په دې تړاو هېڅ پرېکړه به له خلکو پټه نه پاتې کېږي. حوا علم نورستانۍ وایي: تر اوسه داسې څه نشته چې د اندېښنې وړ وي، دا پروسه ډېره ستره ده ، تخنیکي بحثونه شته، اوس خو موږ بالکل تیار یوو، خو که خداي مه کړه کومه ستونزه وه، موږ به یې د افغانستان له ملت سره شریکوو. د انتخاباتو ابتدايي پایلې باید د تلې په اووه ویشتمه اعلان شي. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون د اکټوبر په لسمه د عمان په وړاندې لوبه په درېیو ګولونو وبایلله. دا مسابقه د کابل په وخت د مازیګر په پنځو بجو د عمان په سطان قابوس لوبغالي کې وشوه. افغان لوری صفر و. افغانستان غواړي چې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې کېږي او تر هغه یوکال وروسته د اسیا د فوټبال کپ سیالیو ته لاره پیدا کړي. د افغانستان لوبډلې له قطره هم ماته خوړلې، خو له بنګله دېشه یې یوه مسابقه ګټلې ده.
پاکستاني چارواکو پرون د اکټوبر په لسمه وویل چې د افراطي اسلامپالو د مشر حافظ سعید څلور ملګري یې نیولي دي. حافظ سعید تورن دی چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د هند پر ممبی ښار یې ترورېستي حملې پلان کړې وې. په پاکستان کې د ترورېزم ضد پولیسو ویلي چې د حافظ سعید پر څلورو همکارانو چې تازه نیول شوي، د ترورېستي فعالیتونو د تمویل تور لګېدلی دی. دا خبر روېټرز خبري اژانس خپور کړی دی. حافظ سعید هم د جولای له میاشتې راهیسې په توقیف کې دی. له دې امله د امریکا متحدو ایالاتو د پاکستان حکومت ستایلی و. حافظ... Читать дальше...
د ترکیې حکومت د سوریې په شمال کې پرون د اکټوبر په لسمه پوځي عملیاتو ته شدت ورکړ. رپوټونه وايي چې د جګړې له سیمې لسګونه زره خلک تښتېدلي دي. جګړه د دواړو هېوادونو د ګډ سرحد په امتداد کې روانه ده. د ترکیې د ځمکنیو قواوو او د سوریې په شمال کې د کرد وسله والو ترمنځ د جګړې د شدت له امله د ملکي تلفاتو رپوټونه هم ورکول کېږي. نړیوالې ټولنې د سوریې په خاوره کې د ترکیې پوځي عملیات په شدت غندلي دي. خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون د نړیوالې ټولنې په ځواب کې وویل چې د خپل سرحد پر امتداد د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره عملیات کوي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.