چارواکي: په غزني کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملتيا د اندړو ولسوالۍ په ناني او د ګېرو ولسوالۍ په موسی خېل سيمو کې عمليات ترسره کړي.
نوري زیاتوي چې په ترڅ کې يې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او له چاودېدونکو موادو يو ډک موټر يې له منځه وړی شوى دى.
په ترسره شويو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو په وړاندې ځمکني او هوايي بریدونه زیان شوي دي.
