له کاگلي کور وړانګې خپرېږي
د میزان دیارلسمه په افغانستان کې د ښوونکي له ورځې سره برابره ده. دا ورځ په دغه هیواد کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغان ښوونکي له لسګونو ستونزو سره مخ دي. لیمه هادي په دې راپور کې د یو ښوونکي ژوند ته تم شوې.
د میزان دیارلسمه په افغانستان کې د ښوونکي له ورځې سره برابره ده. دا ورځ په دغه هیواد کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغان ښوونکي له لسګونو ستونزو سره مخ دي. لیمه هادي په دې راپور کې د یو ښوونکي ژوند ته تم شوې.
دا د مارشال محمد قسیم فهیم د اکاډمۍ له پوځې څانګې فارغ و او ټاکل شوې وه سږ واده وکړي. خو په هغه موټر بم کې چې هدف یې د ملي اردو د کماندو نظام قراول و ووژل شو.
د افغانستان ولسمشر په هېواد کې د ملکيانو مرګ ژوبله د خواشينۍ وړ وبلله. محمد اشرف غني چې نن يې په کابل کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د زرو اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې خبرې کولې، وويل: ملکي تلفات واقعاً د خواشينۍ وړ دي، خو زموږ امنيتي او دفاعي قوه متعهده ده چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي، د خداى په فضل زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول قانونمند دي چې که خداى کول په مطلق ډول به د ملکي تلفاتو مخنيوى وشي. تر دې مخکې په افغانستان کې په بېلابېلو حملو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه ښوول شوې وه. Читать дальше...
د سیدا ګل دوه زامن څلور کاله وړاندې د وسله والو په یوه چرکي برید کې وژل شوي او دوه نور یې بیا د طالبانو په یوه بله وسله واله حمله کې ووژل شول. سیدا ګل وايي دولت ورسره د پوليسو له اکراميې پرته نوره مرسته نه ده کړې. نور له کندهاره د صادق رېښتیني په دې ویډیویي راپور کې:
د پوهنې وزارت سرپرست وايي سږکال به د لوړو زده کړو وزارت په مرسته د ١٠٠٠ تنو ښوونکو ظرفيتونه لوړ شي. محمد ميرويس بلخي نن په کابل کې د ښوونکي ورځې په مناسبت په غازي عالي لېسه کې د وينا پر مهال دا خبره وکړه. ښاغلي بلخي وويل، د ښوونکو د معاشونو لوړولو او کورونو ورکولو پر طرحه کار روان دى. دی وایي: د استوګنې د سرپناه طرحه مو داسې جوړه کړې چې په اوږد مهال کې د قسطونو په ډول وکړاى شو د سپينې نومرې پر ځاى د يوه ابتدايي کور کيلي خپلو ښوونکو ته وسپارو، طرحه بشپړه شوې او د خپلې بودجې په مرسته به دا پروګرام پيل کړو. Читать дальше...
د غزني چارواکي وايي، نن د ورځې په اوږدو کې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۱۴ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د والي ویاند محمد عارف نوري نن په دې اړه رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې ویلي، په دې ولسوالۍ کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي عمليات اوس هم روان دي. ده وویل: په دغو پوځي عمليات کې تر اوسه ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي. نوري زیاتوي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکيانو ته زیان نه دی اوښتی او عملیات اوس هم روان دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د عراق په پارلمان کې د بشري حقونو کمېسيون نن وويل چې په بغداد او د عراق د جنوب په نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى دى. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې ناکراري پنځمې ورځې ته ورسېدله. کمېسيون وايي، د اوزګارتيا، کمزورو عامه خدماتو او پراخ اداري فساد له کبله په دغو مظاهرو کې چې تېره سې شنبه پيل شوې، نږدې ٤٠٠٠ کسان ټپيان شوي دي. د عراق چارواکو انټرنټي خدمات بلاک کړي او په جنوبي ولايتونو کې د مرګ ژوبلې شمېر سوکه تأييدوي. د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي پرون... Читать дальше...
نن سهار د رومانيا په جنوب ختيځ کې د يوه ميني بس او باروړونکي موټر د ټکر په نتيجه کې ١٠ کسان مړه شوي. د رومانيا د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي رئد عرفات وويل، په ٧ ټپيانو کې څلور تنه يې په روغتون کې بستر شوي دي. په اروپايي ټولنه کې رومانيا هغه هېواد دى چې ډېرې خونړۍ ټرافيکي پېښې په کې کېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد نوی ولسمشر به درې اوونۍ وروسته د لوړي مراسم پرځای کړي.
د بلوچستان های کورټ په ودانۍ کې د اکتوبر پر پنځمه په یوه غونډه کې جسټس جمال خان مندوخیل د دې صوبې د چیف جسټس
په افغانستان کې د حملو په ډېرېدو سره د امریکا دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د امریکايي ځواکونو حملې زیاتې شوې دي.
د افغانستان د فوټسال د ملي ټيم دوه لوبغاړي د لبنان د فوټسال د غوره ليګ سیالیو ته غوره شوي دي. د افغانستان د فوټبال فدراسيون په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې دا افغان لوبغاړو فرزاد محمودي او سيد حسين موسوي ته ښه زېرى بللى دى. د فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، دواړه افغان لوبغاړي د لبنان الغبيري ټيم ته د يوه کال لپاره انتخاب شوي دي. دوى به د اسيايي ټيمونو تر شل کلنۍ د کم عمره لوبغاړو د فوټسال په هغو مسابقو کې چې په جون مياشت کې په ايران کې ترسره کېږي، برخه واخلي.
د ميدان وردګ ولايت چارواکي ادعا کوي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په پوځي عملياتو کې څه باندې ٦٠٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ميدان وردګ امنيه قوماندان ازادي راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ګډو پوځي عملياتو کې اوښتې ده. مل پاسوال محمد ويس صميمي ازادي راډيو ته وويل: په ميدان وردګ ولايت کې دښمن تر ٦٠٠ زيات تلفات لري چې ملي امنيتي ځواکونو ګډ پوځي عمليات کړي، زموږ همکارانو هم په ځينو مواردو کې په هوايي ضربو کې زموږ له ملي امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده. د ښاغلي... Читать дальше...
ځایي چارواکي وایي چې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي. د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یادې ولسوالۍ ته تازه دمي اضافي ځواکونه رسېدلي او د وسله والو طالبانو بریدونه يې په شا تمبولي دي. د ولایت مقام ویاند زړګي عبادي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه ځواکونه تېره شپه ورسېدلي او عملیات يې پیل کړي دي. دوی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال تر دامهاله ۲۰ وسله وال طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. ده دا ونه ویل چې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه. Читать дальше...
حکومتي چارواکي وايي، د سېلابونو له کبله د پروان- باميان لار تړل شوې ده. د پروان چارواکي وايي، د ورښتونو او سېلاب په نتيجه کې دغه لار له نن سهاره د ټرافيکو پرمخ بنده شوې ده. د پروان د شينوارو ولسوال اکوګل محمدي ازادي راډيو ته وويل، نږدې پنځه کيلومتره ساحه تړل شوې او د سړک په دواړو خواوو کې سلګونه موټر بند پاتې دي. د پروان- باميان لويه لار له شينوارو ولسوالۍ تېرېږي.
له واشنګټنه په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا د کارکوونکو د پام وړ شمېر د کمولو امر کړى دى. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د استيضاح د پلټنې په وړاندې مبارزه کوي چې د ملي امنيت شورا د فعاليت په تړاو د يوه افشاګر پر شکايت متمرکزه ده. بلومبرګ پرون ناوخته راپور ورکړ چې د کارکوونکو شمېر به په تدريجي ډول کمېږي. بلومبرګ وايي، ځينو سرچينو ويلي چې د کارکوونکو د شمېر کمېدل د سپينې ماڼۍ د هڅې برخه ده چې غواړي د ملي امنيت د نوي سلاکار رابرټ اوبراين... Читать дальше...
د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان واييچې ګوند به یېپه هر حال کې د روانې میاشتې پر ۲۷مه د اسلام اباد لوري
په غور ولايت کې چارواکي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په پسابند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته حمله کړې ده. د پسابند سرپرست ولسوال عبدالاحد نن ازادي راډيو ته وويل، جګړه د شپې په نهو بجو پيل او تر يوې بجې يې دوام وکړ. د ده په وينا، په دې جګړه کې ٥ افغان پوځيان وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي. د دوو ټپيانو وضعيت نازک ښوول شوى دى. د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. بل خوا د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، په پسابند ولسوالۍ کې د شوې جګړې په اړه راپور نه دى ور رسېدلى. Читать дальше...
په غور ولايت کې نږدې د ٩٠ ميليونو افغانيو په لګښت درې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د غور د کليو پراختيا رئيس محفوظ الله فکور نن ازادي راډيو ته وويل، په دغو پروژو کې د سړکونو، کانالونو او محافظتي دېوالونو جوړول شامل دي. ښاغلى فکور وايي، دغه پروژې په پسابند او لعل سرجنګل ولسواليو کې بشپړې شوې دي. د غور چارواکي وايي، له دغو پروژو به ١٦٠٠ کسان ګټه پورته کوي.
د امريکا ولسمشر وړانديز کړی چې سپينه ماڼۍ بايد خپله خبري شبکه پيل کړي چې د ده په خبره د امريکا ضد مرکزي رسنيو د کرکې مخه ونيسي.
د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې څلوېښت کسان مجازات کړل. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د میزان د میاشتې په لسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې د (۲۹) پېښو په تړاو یې (۳۷) کسان نیولي او بیا د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له شپږو میاشتو څخه نيولې بیا تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي. د یادونې وړ ده چې امنیتي ادارو په دې وروستیو کې (۱۲) نور تورن کسان هم نیولي او تر هغه وروسته يې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.
پولیسو په څوارلسو ولایتونو کې څه د پاسه اته سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په څوارلسو ولایتونو کې (۸۵۱) کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې هیروئین، تاریاک، چرس، کېمیاوي مواد او وراسته شوي کشمش پکې شامل دي. دی وایي: له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په (۱۴) ولایتونو کې (۳۵) عملیات وکړل چې د نشه يي موادو په شک یې (۳۴) کسان نیولي، په دوی کې دوه تنه یې ملي پولیس دي. Читать дальше...
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې څلور قاچاق کوونکي د هیروئینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا څلور کسان په داسې حال کې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ونیول شول چې په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې یې درې کیلو ګرامه هیروئین قاچاق کول. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د درې میاشتني راپور پر اساس په تېرو درېيو مياشتو کې (۵۵) نور کسان هم نیول شوي چې د هوايي ډګرونو له لارې یې بهر ته نشه يي مواد قاچاق کول.
د استراليا حکومت وايي، د دغه هېواد دوه وګړي چې په ايران کې د جاسوسۍ په تور نيول شوي وو، خوشې کړاى شوي دي. مارک فيرکين او جولي کينګ چې په جولاى مياشت کې نيول شوي وو، ټول تورونه ورڅخه لېرې شوي دي. د استراليا د بهرنيو چارو وزيرې مارايس پېن نن سهار په کانبېرا کې وويل: دغه دوه کسان له تهران سره تر حساسو بحثونو وروسته خوشې کړاى شول. هغې زياته کړه، دوى چې روغتيايي وضعيت او روحيه يې ښه ده، خپل کور ته پر لاره دي. د استراليا د بهرنيو چارو وزيره مارايس پېن وايي، د اسټراليا درېيم وګړى چې کال مخکې د ايراني... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.