د بلوچستان حکومت صوبې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو منظور پښتين، علي وزير او محسن داوړ په ورتګ بندېز لګول سم کار بولي. د صوبې کورنيوو چاو وزير ضياالله لانګو د اکتوبر په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې د سپتمبر په څلورويشتمه يې حکم کړی چې دغه کسان د ۶۰ ورځو لپاره د صوبې هيڅ ضلعې ته ورپرېنږدي.
د ماشومانو د ساتنې موسسې (سېف ده چلډرن) پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د برید اتلسمې کلیزې په مناسبت په یوه تازه راپور کې ویلي چې ۱۸ کلنو ماشومانو خپل ټول عمر په جګړه کې تېر کړی دی.
له ننه ۱۸ کاله اګاهو، د اکتوبر پر اوومه امریکايي الوتکو په افغانستان کې د القاعدې ډلې او طالبانو ضد بمبارۍ پیل کړې. وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته دوام ورکړ. په ویډیو کې مو په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان د جګړې او نظام لوړو ژورو ته کتنه کړې
نن د اکتوبر اوومه د طالبانوپرضد د امریکا د بریدونو د پيل ۱۸کاله پوره شول.
په عراق کې د حکومت ضد مظاهروپرمهال په یوه اوونۍ کې له سلوزیات کسان وژل شوي او څه باندې شپږزره تنه ټپیان دي.
اوپه لاتینه امریکاکې لومړی وار برقي بس په فعالیت پیل وکړ.
ازادي سټوډیو په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې له شمالي سیمو چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي.
د ننګرهار ولایتي روغتون چارواکي وایي چې د پېښې له ځایه یې یو مړی او ۲۹ ټپیان وروړي دي.
د ۲۰۱۴ز کال د ولسمشریزو انتخاباتو پر ورځ چې رضا خوشنود خرامي رایه ورکړه نو وسله والو طالبانو ونیو. هغوی ورڅخه وپوښتل چې رایه یې چا ته ورکړې؟ ده ځواب ورکړ: اشرف غني ته. د ده په وینا، طالبانو ورته وویل چې اشرف غني دې یې اوس ورڅخه خلاص کړي او بې له دوا ورکولو یې ورڅخه د شهادت او منځنۍ ګوتې پرې کړې. خرامي پر دې سربېره په سږنیو ولسمشریزو انتخاباتو کې رایه ورکړه، ولې؟ ځواب یې په ویډیو کې وګورئ.
د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي اردو پر یوه کاسټر موټر چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په دغه موټر کې د ملي اردو د جلب او جذب سرتېري سپاره و چې د پوهنتون روغتون سره نزدې پرې نن مازدیګر څلور نیمې بجې چاودنه وشوه.
د هغه په وینا په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
ښاغلي خوګیاني وویل چې چاودېدونکي توکي په یوه زرنج کې ځای پرځای شوي وو.
د ننګرهار ولایتي روغتون... Читать дальше...
د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې له شمالي سیمو چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي.
په افغانستان کې د امریکا تېر ۱۸ کلن حضور د خلکو په ژوند څه اغېز کړی دی؟
د کابل ښاریان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
په افغانستان کې د امریکا تېر اتلس کلن حضور د خلکو په ژوند څه اغېز کړی دی؟
کابل ښاریان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د بشري حقونو نړيوال سازمان یا هیومن رايټس واچ د بلاروس له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو تاجکستانی فعال فرهاد اودينايف دې خپل هېواد ته بیرته نه لیږي.
د دغه سازمان په وینا، اودینایف په خپل هېواد کې د شکنجې او بدچلند له خطر سره مخامخ دی.
د بشري حقونو نړيوال سازمان د مرکزي اسیا د برخې لوړپوړي څېړونکي سټیف سوېردلو په وینا، د تاجکستان حکومت په ځپلو مشهور دی او بهر میشتي سوله ییز فعالان تهديدوي او تورونه یې سياسي انګېزه لري.
د بلاروس حکومت د تاجکستان په غوښتنه اودينايېف د سپټمبر په ۲۵مه په داسي حال... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو اعلان وکړ چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ۸۵۵۶ محلونو پایلې تر ارزونې او تصفیې وروسته چمتو دي چې د معلوماتو جمع بندۍ مرکز سیسټم ته ورزیات شي.
د بلاول بوټو او اسفنديار خان په اسلام اباد کې د لیدو پرمهال ویلي د مولانا فضل الرحمن د ازادي مارچ نه وړاندی ګڼ ګونديزه غونډې يا د رهبر کمېټۍ غونډې په رابللو سلا شوي
د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د پکتیا د پولیسو ویاند سردارولي تبسم ویلي چې جګړه د ډنډ پټان ولسوالۍ په کارېز سیمه کې شوې ده.
خو یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي.
تراوسه طالبانو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
د بهرنیو چارو وزارت ګوښه کړل شوی ویاند صبغت احمدي وايي، جمهوري ریاست یې له دندې د لېرې کولو واک نه لري او دی به خپل کار ته دوام ورکړي.
د اکتوبر پېنځمه د ښوونکي یا استاد نړیواله ورځ ده. دا ورځ له لسیزو راهیسې په افغانستان کې لمانځل کېږي. د کابل یو استاد ۲۵ کاله نورو ته تعلیم ورکړی خو خپل بچي یې ورڅخه بې برخې پاتې شوي. لیمې هادي د محمد عالم ژوند ته کتنه کړې.
د افغانستان پوځي سرچینې وايي، په لوګر کې د نړیوالو ځواکونو هوايي برید ۸ طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
په لوګر کې د ۲۰۳ تند قول اردو څلورمې پلې لوا په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې طالبان د مرکز پل علم اړوند کمال خېلو کې په نښه شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي کسان په لوګر کې د طالبانو مهم غړي وو.
په ورته وخت کې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي، څلور وسله وال په میوند ولسوالۍ کې په داسې حال کې ووژل شول چې موټر یې پر خپل ښخ کړي ماین وخوت.
د اتل قول اردو ویاند خواجه یحی علوي... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بایومټریک او نابایومټریک رأیو پر سر د بېلابېلو غبرګونونو په اړه لیکلي دي.
افغان طالبان وايي چې د ١١ طالبانو د ازادۍ په بدل کې يې درې برمته شوي هندي وګړي خوشې کړي دي.
د دوى په خبره، په دغو خوشې شويو طالبانو کې د دوى ځيني مهم غړي هم شامل دي.
د طالبانو دوو مسؤلانو پرون ازادي راډيو ته وويل، دا تبادله پرون وشوه، خو دوى د دې تبادلې د ځاى په اړه څه ونه ويل.
د طالبانو دغو مسؤلانو د موضوع د حساسيت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط دا خبرې کړي دي.
دوى نه دي ويلي چې دغه طالبان له افغان چارواکو سره بنديان وو، که په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره؟
د افغانستان يا هندوستان... Читать дальше...
د بدخشان ولايت چارواکي وايي، د شهدا او بهارک ولسواليو لپاره د طالبانو پوځي مسؤلان وژل شوي دي.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر تېره شپه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل مولوي محمد داود خالد او د بهارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل برکت الله ارشد په هوايي حمله کې وژل شوي دي.
د اعلاميې په حواله، د افغانستان هوايي ځواک د طالبانو دغه دوه پوځي مسؤلان په بلې ولسوالۍ وردوج کې په نښه کړي دي.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر ويلي چې د طالبانو دغو دوو پوځي مسؤلانو له کلونو راهيسې پر خلکو ظلمونه کړي دي. Читать дальше...
د افغانستان اجرائيه رياست وايي، صبغت احمدي د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.
دغه رياست تېره شپه د احمدي د لېرې کېدو په تړاو په يوه اعلاميه کې وويل: په دې وخت کې انتصابونه او برطرفۍ کېداى شي له انتخابات سره ارتباط ولري.
په اعلاميه کې ويل شوي چې صبغت احمدي د سولې د پروسې په ملاتړ د بهرنيو چارو وزارت موقف بيان کړى دى.
د افغانستان جموري رياست پرون ماسپښين په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې احمدي په رسنيو کې د غير مسؤلانه څرګندونو په خاطر له دندې لېرې کړاى شوى دى.
صبغت احمدي... Читать дальше...
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې په اسلام آباد کې د طالبانو له استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرو ته کتنه کړې.
په امريکا کې دوهم افشاکوونکي چې وايي د اوکراين له ولسمشر سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د معاملې په اړه د لومړي لاس معلومات لري، د استخباراتي ادارو له داخلي څارونکو سره خبرې کړي دي.
دا خبره د لومړي افشاکوونکي مدافع وکيل کړې ده.
لومړي افشاکوونکي تېره مياشت رسمي شکايت وکړ چې هغه شکايت د ولسمشر ټرمپ پر خلاف د استيضاح لپاره د څېړنې سبب شو.
مدافع وکيل مارک زيد پرون نيوز ټلويزيون ته وويل، دوهم تن هم استخباراتي مامور دى چې څارنوال ورسره خبرې کړي دي.
اسوشېټېډ پرېس د زيد خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي،... Читать дальше...
د کوسوو په پرونيو تر وخت مخکې انتخاباتو کې د اپوزيسيون دوه عمده ګوندونه تر واکمن ګوند مخکې شوي دي.
پر ځايي وخت د شپې تر يوولسو بجو او ١٦ دقيقو پورې د ٨٠ فيصدو شمېرل شويو رأيو له مخې د کوسوو ډموکراتيک واکمن ګوند چې له يوې لسيزې يې پر پالېسيو واکمني کوله، په سلو کې يوازې ٢٢ رأيې ګټلي دي.
خو کيڼ اړخي ملتپال ګوند ويتي وين دوسې په سلو کې ٢٦ او ښي اړخي د کوسوو ډموکراتيګ ليګ په سلو کې ٢٥ رأيې خپلې کړي دي.
تمه کېږي چې د اپوزيسيون دغه دوه عمده ګوندونه يو ائتلافي حکومت جوړ کړي.
د دغو پارلماني ټاکنو نهايي نتيجه به نن دوشنبه اعلان شي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Москвичам назвали пять мест, где можно полюбоваться цветущей сакурой
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Песня
Совместная Песня со Звездой.
Москва
Яркие события мая: куда сходить в Москве в праздники
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net