طالبان: د ١١ طالبانو په بدل کې ۳ برمته شوي هندي وګړي خوشې شول
د دوى په خبره، په دغو خوشې شويو طالبانو کې د دوى ځيني مهم غړي هم شامل دي.
د طالبانو دوو مسؤلانو پرون ازادي راډيو ته وويل، دا تبادله پرون وشوه، خو دوى د دې تبادلې د ځاى په اړه څه ونه ويل.
د طالبانو دغو مسؤلانو د موضوع د حساسيت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط دا خبرې کړي دي.
دوى نه دي ويلي چې دغه طالبان له افغان چارواکو سره بنديان وو، که په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره؟
د افغانستان يا هندوستان چارواکو سم د لاسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
په بغلان ولايت کې اووه تنه هندي انجنيران چې د برېښنا په يوه پروژه کې يې کار کاوه، د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې وتښتول شول.
د هغې تښتونې مسؤليت چا نه و منلى.
له هغې ډلې يو برمته شوى انجنير خوشې کړاى شو، خو د نورو د برخليک په اړه معلومات نه وو.
