جلال اباد کې د ملي اردو پر موټر چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۲۷ نور ټپیان کړي
د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په دغه موټر کې د ملي اردو د جلب او جذب سرتېري سپاره و چې د پوهنتون روغتون سره نزدې پرې نن مازدیګر څلور نیمې بجې چاودنه وشوه.
د هغه په وینا په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
ښاغلي خوګیاني وویل چې چاودېدونکي توکي په یوه زرنج کې ځای پرځای شوي وو.
د ننګرهار ولایتي روغتون چارواکي وایي چې ددغې پېښې یو مړی او ۲۹ ټپیان دوی ته وروړل شوي دي.
تراوسه چا ددغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.
