فراه کې د جګړې او سېلابونو له امله بېځایه شویو کورنیو اعتراض وکړ
د فراه په خاک سفید، پشت رود، بالابولک او بکواه ولسوالیو کې د جګړې او سېلابونو له امله بې ځایه شوو کورنیو اعتراض وکړ.
د یوشمېر بې ځایه شوو کورنیو استازو پرون (میزان ۱۹مه) خبریالانو ته وویل چې د فراه ښار ته ور کډه شوي او هېچا یې د ژوند ناوړه وضعیت ته پام نه دی کړی.
په فراه کې د سرې میاشتې ټولنې چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې دوی له ټولو بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې توان او مسئولیت نه لري.
د فراه د کډوالو چارو رياست ویلي چې ۱۰۵ کورنیو ته یې مرستې رسولي دي.