د ټاکنو کمیسیون یوځل بیا له بیومټریک پرته کارول شوې رایې بې اعتباره وبللې
د دغه کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ ازادۍ راډيو ته وويل، له بيومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري.
اغلې نورستانۍ زیاته کړه: "د بايومټريک رايه موږ ته د منلو وړ ده. په ټاکنو کې مو دا روشد همدې لپاره ونه مانه چې هلته درغلي وه او د درغلۍ د مخنيوي يوازنۍ لاره همدا ټکنالوژي وه. دا استثنا د ټولو کمېشنرانو د ګډې پرېکړې پر اساس په پام کې نيول شوې ده".
پرون د مشرانو جرګې رئيس عبدالهادي مسلميار وويل، د کميسيون مشرتابه به اړ کړي چې غيربايومټريک رايې هم وشمېري.
په عين حال کې د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي کابل ته به د رايو د صندوقونو او انتخاباتي موادو انتقال تر راروانې شنبه ( تلې ١٣مه) بشپړ شي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتيجې به د تلې په ٢٧مه او نهايي نتيجې د لړمپه١٦مه اعلان شي.
