امنیتی چارواکي د پکتیکا په ارګون کې د پنځو طالبانو د وژلو ادعا کوي
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قولو اردو مطبوعاتي مسؤل ازادي راډیو ته وویل چې برید هغه مهال وشو چې یادو وسله والو غوښتل په پیرکوتي سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، خو له برید څخه وړاندې په نښه شول.
تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
