د بغلان په دوشي کې د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي
تېره شپه د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي دي.
د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه څو وسله وال کسان د زارعه په کلي کې یو کور ته ننوتي او د کورنۍ په ټولو غړو یې ډزې کړي.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې څلور ماشومان، یو ځوانه نجلۍ د مور او پلار سره یې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دا پېښه د شخصي دښمنیو له کبله بللې او زیاته کړې یې ده چې قاتلان تښتېدلي او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.
ځايي چارواکو د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودلی دی.