د ټاکنو کمیسیون د دارلانشاء رئیس د ډیټا سنټر مهرولاک ماتېدل رد کړل
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ هغه ادعاوي ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز (ډیجیټال سنټر) مهرولاک مات کړی او ور ننوتي دي.
ښاغلي ننګ پرون ناوخته (میزان ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې یو قفل هم نه دی مات شوی.
"بلو باکسونه او قفلونه له ټولو څارونکو سره شته، له هغوی سره هېڅ قفل نه دی خلاص شوی. موږ د طرز العمل مطابق کارونه ترسره کوو. هېڅ داسي څه نه دي شوي چې د خلکو د تشویش سبب شي."
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د دوشنبه په ورځ (میزان ۲۹مه) ادعا وکړه چې د ټاکنو کمیسیون ډیجیټال سنټر مهرولاک مات شوی.
ددغه ټیم یوه غړي علي احمد عثماني وویل، په دې کار کې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم کسان هم شامل وو. ښاغلي عثماني د ټاکنو کمیسیون د امنیتي سلاکار او همداراز د دارالانشاء د مشر حبیب الرحمن ننګ د دندې د ځنډیدو غوښتنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت په ټاکنیز بهیر کې د پولیسو هرډول مداخله رد کړې ده.
د ټاکنو کمیسیون هم پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې د ټاکنو کمیسیون د نتایجو جمع بندۍ مرکز د قفل ماتېدل رد کړل او هغه یې د ټولنیزو رسنیو شایعات وبلل.
ددغه کمیسیون په اعلامیه کې ویل شوي چې امنیتي ساتونکي د سړې هوا له کبله د ټاکنیزو زده کړو ودانۍ دهلیز کې ځای پرځای شوي او "ددې کار لپاره یوازې د ودانۍ عمومي دروازه د مسئول کس او ملي پولیسو د مسولینو په شتون کې پرانستل شوې ده."