د اسراییل نوي حکومت جوړولو لپاره د بنیامین نتانیاهو هڅو نتیجه ورنهکړه
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دغه هېواد تر پارلماني انتخاباتو وروسته د ایتلافي حکومت په جوړولو کې ناکام شو.
نتانیاهو چې د ښۍ اړخي لیکود ګوند مشر دی ویلي چې خپلې هڅې دروي او د نوي حکومت د جوړولو واک د دغه هېواد ولسمشر رووین ریولین ته بیرته سپاري.
ریولین ویلي چې دی به اوس له بېلابېلو سیاسي ګوندونو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو ورته ووایې چې په پام کې لري دا دنده د نتانیاهو عمده سیال او د مرکزي "شین او سپین ګوند" مشر بینې ګانتس ته وسپاري.
د اسرائیل د ولسمشر تر دې اعلان دمخه نوموړي روانه اونۍ دوه ځله له نتانیاهو او ګانتس سره ولیدل.
دواړه ګوندونه ونه توانیدل د تېرې میاشتي په پارلماني انتخاباتو کې لوی اکثریت وګټي.