قزاقستان کې ۱۴ کسان د داعش ډلې د ملاتړ په تور محاکمه شول
له مشکوکو کسانو ۱۳ تنهیې نن (اکټوبر ۲۲مه) د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د محکمې خونې ته ولېږدول شول.
یو مشکوک وګړی چې زخمي و، له روغتونه د وېډیو له لارې محاکمې ته حاضر شوی و.
څارنوالانو هغوی په ترورېستي فعالیتونو کې په ونډه اخیستو، د وګړو په استخدام، د ترورېزم لپاره په تبلیغ او د جنایتونو په ترسره کولو تورن کړي دي.
د راپورونو پر اساس، د قزاقستان سلګونه اتباع سږ کال د "ژوسن" په نوم په خاصو عملیاتو کې له سوریې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شول.
