د اذربایجان پولیسو پلازمېینه باکو کې ګڼ اعتراض کوونکي نیولي
دغه کسان د خلکو د راټولېدنې د ازادۍ په ملاتړ راوتلي وو. دغه اعتراض د ډيموکراتيکو قوتونو د ملي شورا له خوا تنظيم شوى و.
د دې شورا تر چتر لاندې د اذرباييجان د اپوزيسيون ځواکونه راټول شوي دي.
د اپوزيسيون څو غړي په باکو کې د ښاروال د دفتر مخې ته راټول شوي وو، د هغه څه په وړاندې يې اعتراض څرګند کړ، چې دوى يې په يوه مرکزي سټوډيوم کې يوه لاريون ته اجازه نه ورکول يادوي.
د ښار چارواکو د ډيموکراتيکو قوتونو د ملي شورا مظاهرې ته د اجازې ورکولو لپاره شين څراغ ښوولى، خو شرط يې دا ايښى چې تر ٥٠ زيات کسان دې په کې برخه نه اخلي.
د اپوزيسيون د دغې ډلې غړو دغه اعتراض د ښار د چارواکو پر هغې پرېکړې د اعتراض څرګندولو لپاره رابللى چې دوى ته يې اجازه ورنه کړه د ماشول په نوم سټوډيو کې لاريون وکړي.
چارواکو دوى ته ويلي چې له پلازمېنې باکو دباندې دې په بل کوچني ښار لوکباتان کې اعتراضيه غونډه وکړي.
د باکو پوليس وايي ١٧ کسان د عامو مظاهرو له قانون څخه د سرغړونې په تور مجازات شوي او د څلورو کسانو اداري پروتوکولونه تنظيم شوي دي. پوليسو په يوه اعلاميه کې ويلي چې پنځه کسان به محکمې ته بوتلل شي.
ناتاييد شوي راپورونه وايي چې پوليسو شا و خوا ٣٠ کسان نيولي دي.
