اروپایي ټولنې له بریتانیا سره له اروپایي ټولنې د وتلو موافقه وکړه
دا سند باید په دې ټولنې کې ټول شامل هېوادونه لاسلیک کړي.
د اروپایې کمېسیون مشر ژان کلاود جنکر نن وویل، د بریګزیت په نوم دا توافق عادلانه او معتدل دی، خو لا هم د اروپایي ټولنې د ټولو هېوادونو او د هغوی پارلمانونو ملاتړ ته اړتیا لري.
د اکټوبر په۳۱مه دې توافق ته د رسېدو لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاکل شوې وه، خو دواړه لوري وتوانېدل چې تر ټاکلې نېټې دمخه توافق ته ورسېږي.
د اروپایي کمېسیون مشر نن پر ټوېټر ولیکل: "که غوښتنه وي، توافق شته، اوس یوه توافق ته ورسېدو."
ښاغلي جنکر له اروپایي شورا هم غوښتي چې د دې توافق ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو مشران نن ناوخته پر دې توافق بحثونه وکړي.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن دا تفاهم لیک د نوي بریګزیټ ښه توافق بللی، خو نوموړی اوس په بریتانیا کې دننه له ننګونو سره مخامخ دی، ځکه د شمالي ایرلنډ ګوند ټینګار کړی چې د دې توافق ملاتړ نه کوي.
دا توافق د بریتانیا د پارلمان تأیید ته هم اړتیا لري.
