د لوګر په څرخ کې د طالبانو له خوا یو کیندل شوی تونل له منځه وړل شوی
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ازادی راډیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ۱۲ وسله والو مخالفین هم وژل شوي دي.
ښاغلي احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل: "د تصفیې او تلاشۍ پر مهال یو تونل چې طالبانو جوړ کړی و او غوښتل یې چې ولسوالۍ ته یې وباسي او ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، هغه کشف او له منځه یوړل شو."
د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په همدې عملیاتو کې افغان کماندو ځواکونو د طالبانو له خوا د ماین جوړولو درې سیمې، ۲ پوځي قرارګاوې او یو تعلیمي مرکز له منځه وړي او د زیات شمېر مهماتو د ترلاسه کولو خبر یې ورکړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
