د غیر قانوني توکو قاچاق هراتي سوداګر اندېښمن کړي
د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائيوي امر خلیل احمد یارمند د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د دې غیر قانوني قاچاق د مخنیوي لپاره له حکومت سره اندېښنې شریکې شوي، خو تر دا مهاله حکومت اغېزمن ګام په دې برخه کې نه دی پورته کړی.
د ښاغلي یارمند په خبره، غیر قانوني سوداګریز توکي لکه درمل په ورځني ډول د ایران او ترکمنستان له لارو هرات ته وارېدېږي چې دغې چارې په هرات کې یو شمېر فابریکې زیانمنې کړي دي.
که څه هم ښاغلی یارمند په دې اړه دقیق شمېر نه ورکوي، خو وايي چې سوداګریز توکي په غیر قانوني ډول په ورځني شکل زیات هرات ولایت ته راوړل کېږي.
