د کورنیو چارو وزارت: طالبانو د مالیې وزارت یو کار کوونکی وژلی
د مالیې وزارت د بودجې ریاست سکرتر زینت الله د چهارشنبې په ناوخته د کابل په ارغندې سیمه کې وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازاډیو ته وویل: "تېره ورځ د افغانستان د خلکو دښمنانو د مالیې وزارت یو کارکوونکی په ارغندي سیمه کې له ځان سره بیولی و، لومړی یې په ډزو وژلی او بیا یې په راکټ ویشتی دی، له بده مرغه کورنۍ ته یې یوازې ايرې پاتې دي، طالبانو یو ځل بیا خپل انساني وحشت څرګند کړ."
د کورونیو چارو وزارت وایي، د نومړي د قتل عاملین یې وژلي دي.
بل خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته وویل چې د مالیې وزارت کارکوونکی د دوی کسانو نه دی وژلی.
دا د وژنې لومړنۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې په کابل کې د میدان وردګ د جغتو ولسوال راز محمد وزیري هم د طالبانو له لوري ووژل شو چې طالبان یې لاسته راوړنه بولي.
په روانه اوونۍ کې د کابل په دوو بېلابېلو سیمو کې د دوو ښوونځيو مدیران هم تېره اوونۍ په جنایي پېښو کې هدف وګرځول شول چې د غفور ندیم ښوونځي مدیر ووژل شو او د سواد حیاتي ښوونځي مدیر ټپي شو.
