مایک پنس او مایک پامپیو نن انقرې ته ورسېدل
دوی د سوریې په شمال کې د ترکیي د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اوربند د خوندي کولو په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته سفر کړی.
دا سفر داسې مهال کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د سوریې له شماله د خپلو سرتېرو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې ده.
ولسمشر ټرمپ ویلي، دا د امریکا پولې نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په الوتکه کې دننه رویټرز خبري اژانس ته وویل، ماموریت یې دا دی چې وګوري هلته اوربند کېدای شي که نه.
ټاکل شوې ده چې دا امریکایي لوړ پوړي چارواکي نن په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري، خو معلومه نه ده چې ولسمشر اردوغان ورسره ګوري که څنګه.
ولسمشر ټرمپ ویلي، باور لري چې پنس او پامپیو به په ترکیې کې بریالۍ خبرې اترې ولري.
په همدې حال کې د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل یو ځل بیا پر ترکیې غږ کړی چې په سوریه کې پوځي عملیات ودروي.
مېرمن مېرکل نن د جرمني پارلمان ته ویلي چې د ترکیې عملیات په سیمه کې د روسیې او ایران رول پیاوړی کوي او زیاتوي چې د دې پایلو په اړه نن قضاوت نشي کېدای.
نن نهمه ورځ ده چې ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو په مشرۍ د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو پروړاندي عملیات پیل کړي دي.
