د افغانستان دفاع وزارت وایي، په غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۶ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د دغه وزارت پر ټویټرپاڼه راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني د ګېرو، اببند او د غزني له مرکز څخه د وسلهوالو مخالفینو د تصفیې عملیات کړي دي.
د خبر له مخې د وسلهوالو طالبانو یو شمېر نقیله وسایط د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مبارز ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ ویلي، ورور يې ځکه ووژل شو چې د خپل او سیمې د ولسونو د حقونو غوښتنه يې کوله.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي د دوحې د ناستې تر لغوه کېدو وروسته اوس د سولې په مشورتي لویې جرګې تمرکز زیاتوي. په شمالي ایرلند کې یوه وسله وال کس یوه خبریاله وژلې او په تبت کې نږدې ۳ زره کلنې لرغونې سیمې پیدا شوي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې په هرات ولایت کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له کبله درې امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل، د ملي امنیت کارکوونکي یو مشکوک موټر پیژندلی و چې چاودیدونکي مواد پهکې ځای پرځای شوي وو.
د ښاغلي رحیمي په خبره تخنیکي ډلې د دې موادو د شنډولو هڅه کوله چې چاودنه وشوه.
نوموړي وویل چې پهدې پېښه کې د ملي امنیت ریاست دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي هم دي.
دا پیښه نن مازدیګر په هرات کې د ملي امنیت ریاست ته څېرمه شوې ده. Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي تأییدوي چې نن د دې ولایت یو قومي مشر د وسلهوالو لهخوا په ډزو ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل:
"د جلال آباد ښار دوهمه ناحیه انګور باغ سیمه کې د الفتح په نوم جومات کې وسلهوالو تروریستانو د هسکې مینې یو قومي مشر داسې مهال چې د جمعې لمانځه ته تللی وو، په ډزو وژلی دی."
د دې پېښې اصلي دلیل معلوم نهدی، خو د ننګرهار چارواکي وایي، تر دې وړاندې هم وسلهوالو تروریستانو د دې ولایت په جوماتونو کې ورته بریدونه کړي دي او ملکي خلک یې په نښه کړي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
عمران خان وویل له قبایلو بهر هېچا ته مالومه نه شوه چې پر قبایلو څه تېر شول. په دې کې د پوځ قصور نه دی بلکې قصور د هغو واکمنانو دی چې د امریکا په خوله یې داسې وکړل.
د شمالي ایرلنډ په لندندري ښار کې د تېرې شپې تاوتریخوالي له کبله یوه خبریاله وژل شوې ده.
پولیس واېي، د نوي ای آر اې په نوم یوې ناراضي ډلې باندې شک لري چې پر ۲۹ کلنې لیرا مککي یې ډزې کړي دي.
مککي د بلوا پر مهال په لنډرو ورز سیمه کې وه، هغه ځای کې پټرولي بمونه، خښتې او بوتلونه د پولیسو پر لور ویشتل کېدل.
دغې خبریالې په خپل وروستي ټویټ کې د پولیسو او بلواګرو ترمنځ نښته یو لیونتوب بللی وو.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست ویلي، هغه وروستۍ وسله چې د شمالي کوریا لهخوا آزمویل شوې، بالسټیک توغندۍ نه و.
پاتریک شاناهان د پنجشنبې په ورځ د دفاع وزارت په مقر کې دا خبره خبریالانو ته وکړه.
ښاغلي شاناهان دغه راز ویلي چې امریکایي ځواکونو په جنوبي کوریا کې خپل تیارسی حالت نهدی بدل کړی.
هغه د شمالي کوریا لهخوا د نوي ازمویل شوې وسلې په اړه نور جزئیات ورنهکړل.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دې هېواد مشر کېم جونګ اون د یوې نوي تاکتیکي وسلې چې په یوې پیاوړې سرګلولې سمبال ده، د ازموینې څارنه وکړه.
د پي ټي ايم مخکښ ملا بهرام وويل چې د رياستي ادارو له لوري له پښتنو سره غير ائيني کارونه روان دي او دوی په هېڅ يوه ځای کې خوندي نه دي.
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۱۸ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د نورستان امنیه قوماندان جنرال محمد صابر ارین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د نورګرام په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په متقابلو نښتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ښاغلي ارین په خبره په وژل شویو طالبانو کې د دې ډلې یو شمېر قوماندانان هم شامل دي:
"د جنت ګل په نوم د نورګرام پخوانی ولسوال يې وژل شوی، سلطان جان يې نظام مسؤل، فقیر او د ګوجر... Читать дальше...
ټاکل شوې د اوکراین د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوهمې دورې دوه نوماندان نن په یوې مناظرې کې ګډون وکړي.
دغه مناظره چې د اوکراین په سیاسي تاریخ کې بېسارې بلل کېږي، د اوکرایني هنرمند او کمېډین ولادیمیر زیلنسکي او اوسني ولسمشر پترو پروشنکو ترمنځ د کیف په یوه سټډیوم کې ترسره کېږي.
دا سټډیوم د اویا زره کسانو د ګډون ګنجایش لري.
ټاکل شوې د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهمه دوره د اپریل پر ۲۱مه ترسره شي.
پترو پروشنکو په یوې ټلوېزوني وینا کې له رأيې ورکوونکو غوښتي چې د ده ملاتړ وکړي.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې.
د کندهار د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه الوتکه تېره شپه د تخنيکي ستونزو له امله د پنجوايي ولسوالۍ د «ريګ» په سيمه کې لويدلې.
ښاغلی اسحاقزی وایي، بهرنيو ځواکونو تر دې پېښې وروسته نن سهار دا الوتکه له هوا وویشتله او لهمنځه یې یوړه.
په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه تر ډېره له بې پيلوټه الوتکو څخه د استخباراتي معلوماتو او د وسلهوالو مخالفينو د ويشتلو لپاره کار اخلي.
ناټو ځواکونو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د بینالافغاني خبرو په ځنډېدو خواشینی ښودلې...
د فاریاب امنیه قوماندانۍ وایي، تېره شپه وسلهوالو طالبانو پر دوو ولسوالیو بریدونه کړي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندان ویاند عبدالکریم یورش نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه په دولتاباد او قیصار ولسوالیو کې شوي دي چې د حکومتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
د ښاغلي یورش په خبره وسلهوالو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ته پهدې بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
"تېره شپه یو ځل بیا طالبانو پر دوو ولسوالیو تهاجمي بریدونه وکړل چې د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ په شا وتمبول شول. Читать дальше...
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ۵ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د نورګرام ولسوالۍ اړوند په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو د مقاومت سره مخامخ شول.
د نورستان والي وویل:
"په نورګرام ولسوالۍ کې سهار وختي د وسلهوالو مخالفینو لهخوا حمله شوې چې دا حمله په شا تمبول شوې. د طالبانو ۵ کسان تر اوسه معلومه ده چې وژل شوي دي. د جنت ګل په نوم د طالبانو پخوانی ولسوال چې یو پوځي قوماندان و هغه... Читать дальше...
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د خپلسرو وسلهوالو یو مهم قوماندان ونېول شو.
د دغه ولایت د والي ویاند عصمت الله مرادي نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا قوماندان ارباب حمیدالله نومېږي او تېره ورځ د امنیتي ځواکونو لهخوا ونیول شو.
د ښاغلي مرادي په خبره دغه قوماندان د انسان ځورونو، خپلسریو، وژنو، انسان تښتونو، باج ګیریو او د قانون ماتونې په ګڼو پېښو کې ښکېل وو.
مرادي زیاتوي چې ارباب حمیدالله نه یوازې په امام صاحب ولسوالۍ کې بلکې د شاوخوا نورو سیمو کې هم په خپلسرو تخریبي فعالیتونو بوخت... Читать дальше...
پښتون ژغورنې غورځنګ نن د بلوچستان صوبې په پښتون میشته سیمه چمن کې لاریون وکړ. لاریونوالو په چمن او د بلوچستان په نورو پښتون میشتو سیمو کې د زیاتې شوې بدامنۍ پرضد او د امن په حق کې شعارونه ورکول.
د امریکا ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر په ۲۰۱۶م کال کې په امریکايي ولسمشریزو ټاکنو کې د روس د لاس وهنې تورونو په اړه رپوټ کانګرس ته وړاندې کړی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د قطر ناستې له لغوه کېدو وروسته یې اوس لومړیتوب د سولې مشورتي لویه جرګه ده.
د اپرېل پر ۱۸ ماخوستن د وزیر اعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د مالي چارو وزیر اسد عمر د استعفا له کبله عبدالحفیظ شیخ د مالي چارو مشاور ټاکل شوی دی.
افغان حکومت وایي، د قطر ناسته له لغوه کېدو سره اوس د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل يې لومړیتوب دی.
د خېبر پښتونخوا د سوات سيدو شريف د طبي کالج زده کوونکو کلنۍ مېله پیل شوي چې پکې د عکسونو سیالۍ او هم دا شان د انځورو نموني هم ایښوول شوې وې.
په دې اړه نياز احمد خان ويډيو راپور وګورئ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر ځنډېدو خواشینی ښودلې او ویلي یې دي چې له ښکېلو اړخونو سره په تماس کې دی او هغوی هڅوي چې خبرو اترو ته ژمن پاتې شي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د ولسي جرګې د نویو غړیو دوه ثلثه له دې وړاندې اعلان شوي او که حکومت وغواړي...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د بینالافغاني خبرو په ځنډېدو خواشینی ښودلې او ویلي یې دي چې له ښکېلو اړخونو سره په تماس کې دی او هغوی هڅوي چې خبرو اترو ته ژمن پاتې شي.
زلمي خلیلزاد تېره شپه ناوخته وروسته له هغې چې افغان حکومت د قطر د غونډې د لغوه کېدو اعلان وکړ، پر خپل ټویټر ولیکل چې خبرې اترې د سیاسي هواري او دوامدارې سولې یو مهم ټکی دی او بل بدیل نهلري.
نوموړي پر ټولو خواوو غږ کړی چې له فرصته دې استفاده وکړي او د غونډې د ګډونوالو په یو داسې لېست... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net