د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته کوم طالب مشران په موقت ډول ایستل شوي؟
طالبانو او ملګرو ملتونو د هغو طالب مشرانو نوملړ خپور کړی چې په موقت ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د....
طالبانو او ملګرو ملتونو د هغو طالب مشرانو نوملړ خپور کړی چې په موقت ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د....
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزيي، د اپريل په ۱۲مه، مشال راډيو ته وويل چې په راتلونکې ورځو کې به په قبايلي ضلعو کې د پوليسو افسران تعنياتي عمل شروع شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان په جګړه کې د احتمالي جنګي جرمونو د پلټولو په اړه د دې محکمې د څارنوالۍ غوښتنه رد کړې ده. د جرمونو نړیوالې محکمې نن په یوه بیان کې وویل، قاضیانو د شواهدو د نشتوالي او د دولت د کمزورې همکارۍ له امله دا غوښتنه رد کړه. د محکمې په حکم کې ویل شوي دي چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات به عدالت تامین نه کړي. د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بینسودا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دې محکمې له قاضیانو وغوښتل چې د هغو ادعاو په اړه تحقیقات پیل... Читать дальше...
په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ له سيلګرۍ سره تړلې کاروبارونو ته بې ساری زيان رسولی چې پکې د کیسه خوانۍ د میسګرانو بازار هم نږدې ختم شوی دی. خواجه صفر علي د پېښور په کیسه خوانۍ بازار کې خانداني میسګر (د میسو د لوښو جوړونکی) دی او وايي، دا کسب یې اوس نږدې پرېښی خو ځیني شاګردان یې هم میسګري کوي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د الفتح په نامه د عملیاتو اعلان یوه پروپاګند ګڼي او وايي، دغه ډله...
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې یوه هوايي برید ۴ وسله وال طالبان وژلي دي. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید د ګډو ځواکونو له خوا شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د ګردېز د هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.
د کوټي د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د اپرېل پر ۱۲مه سهار په هزارګنجي سیمه کې په سبزي منډۍ کې شوې.
د کونړ له چپې درې وروسته د وټه پور ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې هم د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ شخړې...
د اپرېل پر اتمه په مومندو کې د ګوزڼ محکمې یو کارکوونکی واجد علي مومند یوه داسې تن ووژلو چې د هغه لور ته یې د پولیو څاڅکې ورکولو. د هغه تر مرګ وروسته یې ځايي خلک پلار ته د دعا لپاره ورځي او غمرازي کوي. د واجد علي پلار وايي، زوی یې هغه ماشومانو ته څاڅکې ورکولو چې کورنۍ یې خپلو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو له ورکولونه انکار وو. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان دفاع وزارت د پسرلنیو عملیاتو د پیل په اړه د طالبانو اعلامیه یوازې پروپاګند بللې ده. د دفاع د وزارت ویاند قیس منګل فرانس پرېس اژانس ته ویلي دي چې طالبان به د نوموړي په وینا خپل شوم هدف ته ونه رسېږي او پوځي فعالیتونه به يې ماتې وخوري. طالبانو نن په داسې حال کې د پسرلنیو عملیات د پیل خبره کړې ده چې متحده ایالات له دې ډلې سره په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي. طالبانو خپل پسرلني عملیات د فتح په نوم یاد کړي دي.
په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو له ودرېدو سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښنه ښيي او ...
د کابل د بګرام د امنیه قومانداني وايي، وسله والو طالبانو نن سهار پر بګرام هوايي اډې راکټي برید کړی دی. عبد الرقیب کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، وسله والو د قره باغ ولسوالۍ له موسی خېلو سیمې څخه پر بګرام اډې راکټي حمله کړې چې د نړیوالو ځواکونو له خوا په هوا کې خنثی شوې ده. خو د طالبانو ویاند ذبیخ الله مجاهد ادعا کړې ده چې په دې برید کې نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په بګرام کې مېشتو نړیوالو ځواکونو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اوکراین چارواکي وايي، ددې هېواد په ختیځ کې له روسي پلوه بېلتون پالو سره په یوې نښته کې یو سرتېری وژل شوی او اته نور ټبیان دي. د اوکراین دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل، بېلتون پالو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شل ځله د درنو وسلو په کارولو سره له اوربنده سرغړونه کړې ده. د اوکراین د ختیځ د جګړې په اړه د مینسک د اوربند د موافقې له مخې حکومتي ځواکونه او روسي پلوه بېلتون پال د ماشینګڼو، توغندیو او ټانک ضد راکټونو له استعماله منع شوي دي. د اوکراین دفاع وزارت وايي، په دې نښته کې ۹ بېلتون پال وژل شوي او اته نور ژوبل دي. Читать дальше...
د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست ولایتي شورا غړو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې مشورتي لويې جرګې ته يې د رڼو ټاکنو له لارې په ټولو لیرې او نږدې ولسوالیو کې استازي ورپيژندلي دي.
د کورمې په علي شېرزو کې د جمعې پر ورځ ځايي ولس او مشرانو د خپلو څلورو کسانو د تری تمولو (ورکېدو) پرضد پرلت وهلی دی.
د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې دا چاودنه نن سهار په یوه سرخلاصي بازار کې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وه، شوې،،،
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ازبکستان کې د دې هېواد له مشرتابه سره د سیمې د سولې او ثبات په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په روان بهیر او په کې د ازبکستان د ونډې په اړه خبرې کړي. زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر کاملوف سره یې کتلي او دایمي سولې ته د رسېدو په برخه کې د سیمې پر مهم رول او له هغې وروسته د سیمه ییز اتصال په چټکولو ورسره غږېدلي دی. خلیلزاد وايي، له ازبکستاني مشرتابه... Читать дальше...
نړیوال روغتیايي سازمان وايي، په لیبیا کې د شپږ ورځنیو نښتو په پایله کې لږترلږه پنځوس کسان وژل شوي او ۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د WHO یا نړیوال روغتیايي سازمان په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې ډېرې نښتې پلازمېنې طرابلس ته نږدې شوي چې زرګونه کسان یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د لیبیا هغه ځواکونه چې د نړېوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي، د قوماندان خلیفه حفتر له ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په لیبیا کې کې سمدستي د جګړو د پای... Читать дальше...
د امریکا د اسخباراتي سازمان مشره پټه خوله کابل ته راغلې او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ...
د پاکستان د کوېټې صوبې په هزارګنجي نومي سیمه کې پر شیعه هزاره ګانو بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا، لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دا چاودنه د جمعې په ورځ سهار د کوېټې د هزارګنجي سیمې په سبزۍ منډيي کې شوې چې د امنیتي چارواکو په وینا، تر دې دمه پکې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د کوېتې ښار د پولیسو یوه مشر عبدالرزاق چیمه له رسنیو سره په خبرو کې په بمي چاودنه کې د ۱۶ کسانو د مړینې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې چاودېدونکي مواد د الوګانو په یوه بورۍ کې ځای پرځای شوي وو. Читать дальше...
د کوټې ښار په هزارګنجۍ سیمه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي او شاوخوا دېرش تنه نور ټپیان دي.
ډيلي مېل ورځپاڼې د هالیووډ د مشهورې فلمي لوبغاړې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې انجلینا ...
طالبان ادعا کوي چې له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د دوی یو شمېر مرکچیان په موقت ډول د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ایستل شوي دي. د طالبانو یوې سرچینې تأیید کړه چې په دې لېست کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شېر محمد عباس ستانکزي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون د ۱۴ کسانو نومونه شامل دي. په پاتې کسانو کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني چې اوس مهال د افغان حکومت په زندان کې دی، خیرالله خیرخواه، امیرخان متقي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا... Читать дальше...
د مهاجرت نړیوال سازمان IOM وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو ۴ میاشتو کې له سل زرو زیات افغان کډوال له ایران او له پنځو زرو زیات له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دا سازمان په خپل وروستي راپور کې وايي، د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تراوسه له ایرانه ۱۰۰۳۴۷ او له پاکستانه ۵۵۸۲ کسان هېواد ته راستانه شوي دي. د IOM د عامه اړیکو د څانګې مرستیال محمد حدیث پردېس له ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي ستونزې هغه مهم عامل بولي چې تېرکال یې هم په زیات شمېر افغان کډوال له ایرانه وتلو ته اړ کړل. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې په راروانه جون میاشت کې به فرانسې ته ولاړ شي، څو په نورماندي سیمه کې د ډي ورځې په نوم مراسمو کې ګډون وکړي. ډي ورځ د ۱۹۴۴ کال د جون په شپږمه هغې ورځې ته ویل کېږي چې د متحده ایالاتو، بریتانیا او کاناډا شااوخوا ۱۵۶ زره سرتېري د نورماندي سواحلو ته راکښته شول او هغه مهمه جګړه یې پیل کړه چې په نتیجه کې یې نازي جرمني او متحدانو یې ماتې وخوړه. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د وینا پرمهال څرګنده کړه چې په دې مراسمو کې به ګډون وکړي. ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.