د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د کابل- کندهار لاره یې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي ازادي راډيو ته وویل، دغه لویه لاره چې د تېري شپې راهیسي وسله والو طالبانو د سید اباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، نن ماسپښین مهال يې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.
نوموړی وايي، په یاده سیمه کې د عملیاتو پرمهال درې تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
د پولیسو دغه مشر دغه راز ازادي راډيو ته وایي چې په یاده سیمه کې امنیتي
پوستې... Читать дальше...
د حزب اسلامي ګوند رهبر ګلبدین حکمتیار وایي، سره له دې چې له افغان حکومت سره د سولې د تړون ۹۵ سلنه شرایط مې پلي شوي نه دي، خو بیا هم راضي یم.
د ازادي راډيو خبریالې فېروزې عزیزي په دې اړه له ښاغلي حکمتیار سره خبرې کړي.
ویډیو او اېډېټ: تمیم اخګر
دوهمه برخه:
زرګونه کسانو نن بیا هم د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ د مرکزي قرارګاه مخې ته خپل پرلت ته دوام ورکړ او په دې هېواد کې یې د واک د سوله ییز انتقال غوښتنه وکړه.
د عیني شاهدانو په وینا، دوی اعتراضیه سندرې ویلې او شعارونه یې لېږدول.
د سوډان پوځ د اپرېل په ۱۱مه نېټه د عمر البشیر د نږدې درېیو لسیزو د واکمنۍ له ختمولو وروسته واک ته ورسېد.
د اپوزیسیون ګوندونو او مدني فعالانو ترهغه وخته د اعتراضونو د دوام ژمنه کړې چې پوځي شورا یې غوښتنې ومني.
پوځي شورا چې جنرال عبدالفتاح البرهان یې مشري کوي، ویلي... Читать дальше...
ایراني چارواکي وايي چې په وروستیو سېلابونو کې ۷۶ کسان مړه شوي او دې هېواد ته څه باندې ۲،۲ میلیارده ډالر زیانمن اوښتی.
د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې لپاره د ایران دولتي ادارې نن په یوه بیان کې وویل، په جنوب لوېدیځ خوزستان ولایت کې د پنځو کسانو او په ایلام ولایت کې د یوه کس له مړینې وروسته د مارچ له نولسمې راهیسې د سېلابونو له کبله د ټولو مړو کسانو شمېر ۷۶ ته ورسېد.
دا دوه ولایتونه د وروستیو سېلابونو په وروستي پړاو کې ځپل شوي دي.
چارواکي وايي، د ټولو ۳۱ ولایتونو له ډلې ۲۵ او د ټول هېواد په کچه له... Читать дальше...
وروسته له هغې چې د افغانستان د مخابراتو وزیر د فېسبوک د تړلو په اړه څرګندونې وکړې، په افغانستان کې ...
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په لومړي وار په یکشنبه له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د یوشمېر نورو ګاونډیو هېوادونو تر څنګ پاکستان هم د افغانستان سیاسي مسایلو سره اړیکې لري او د طالبانو ملاتړ کوی.
فېروزې عزیزي له حکمتیار سره مرکه کړې.
ویډیو او اېډېټ: تمیم اخګر
د حزب اسلامي ګوند رهبر ګلبدین حکمتیار په لومړي ځل د پاکستان په اړه خپل دريځ څرګند کړ.
حکمتیار دا هم وویل چې په سولې مشورتي لویې جرګې او په هېواد دننه او بهر کې به د سولې په مذاکراتو کې به برخه واخلي.
په دې اړه فېروزې عزیزي له ښاغلي حکمتیار سره مرکه کړې.
ویډیو او اېډېټ: تمیم اخګر
افغان پانګوال او سوداګر وايي، سږکال په هېواد کې د پانګوالو د تښتولو او ګواښلو پېښې د تېرو کلونو په پرتله ...
یوه ایرانۍ ښځه چې په ایران کې د اعتراض په دود په عام محضر کې د خپل حجاب د لېرې کولو په خاطر نیول شوې وه، نن په یوه کال بند محکومه شوه، خو جزا یې لوی مذهبي مشر بښلې ده.
د ویدا موحد په نوم د دې مېرمنې مدافع وکیل پیام درفشان نن وویل، محکمې دا مېرمن په خلکو کې د فساد په خپرواوي مجرمه وپېژندله او په مارچ میاشت کې یې د یوه کال حبس سزا ورکړه، خو لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د هغې سزا وبښله.
ښاغلي درفشان وویل، د مېرمن موحد نوم د عفوې په فهرست کې شته، خو له زندانه د هغې د خوشې کولو رسمي چارې روانې دي. Читать дальше...
د فاریاب ولایت چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د فاریاب مستوفي احمدشاه سخا او د مستوفیت دوه مامورین ونیول.
د فاریاب ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس احمد فرید غوري نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی سخا او دواړه مامورین یې د یوه کاماز ټانکر د اختلاس د قضیې په تړاو نیول شوي دي.
ښاغلي غوري په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.
د ارزګان ولایت چارواکي په ګیزاب ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې د دوو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ګیزاب امنیه قوماندان لالي اڅکزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ د دره سنجد سیمې پر یوې امنیتي پوستې د ډله ییز برید پرمهال دوه سیمه ییز پولیس ووژل او یو بل یې ټپي کړ.
ښاغلي اڅکزي وویل چې په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نشته.
طالبانو تراوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د غزني والي وايي، په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات پیل شوي دي.
وحیدالله کلیمزي نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د خونديتوب او د وسله والو مخالفینو د حملو د مخنیوي په مقصد امنیتي پلان د تطبیق په حال کې دی.
ښاغلي کلیمزي زیاته کړه چې غزني ته ۳ کنډکه اضافي ځواکونه رسېدلي او د امنیتي پلان لومړۍ برخه په خواجه عمري ولسوالۍ کې د تطبیق په حال کې ده.
د والي ویاند محمد عارف نوري بیا په یوه جلا پیغام کې ویلي چې له مرکزه استول شوي مرستندوی ځواکونه... Читать дальше...
د بدخشان چارواکي وايي چې د دې ولایت پر یو شمېر ولسوالیو د طالبانو له ډله ییزو تهاجمي حملو وروسته د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې پنځلس تنه طالبان وژل شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ له لوري پر زیباک، کران او منجان او جرم ولسوالیو تهاجمي حملې پیل کړې چې د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د دوی ۱۵ وسله وال ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
د ښاغلي نظري په وینا، په وژل شویو کې د طالبانو یو قوماندان او دوه بهرني اتباع هم شامل دي.
ده وویل:
... Читать дальше...
د کندز ولایت د عامي روغتیا چارواکي وايي، په کندز کې د تېرو دوو ورځو جګړو له کبله حوزوي روغتون ته د ۱۲ مړي او ۷۰ ټپیان ور وړل شوي دي.
د کندز د عامې روغتیا رئیس احسان الله فضلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
"د پنجشنبې په ورځ موږ ته ټول ۲۸ نفره زخمیان او لس نفره شهیدان راوړل شوي وو او له پرون ورځې تر نن پورې ۳۵ نفره نور ټپیان راوړل شوي چې دوو تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ."
د کندز د عامې روغتیا رئیس زیاته کړه چې یو شمېر ټپیان له علاج وروسته خپلو کورونو ته تللي او یو شمېر نور لاهم بستر دي. Читать дальше...
د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او) وايي د لیبیا د سرښار طرابلس د کنټرول لپاره د مخالفو ډلو ترمنځ جګړه کې لږ تر لږه ۱۲۱ کسان وژل شوي دي.
د نیپال په ایوریست Everest سیمه کې نن د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شول.
دا الوتکه د ایوریست سیمې په یوازني هوايي ډګر کې له یوه ولاړ هلیکوپټر سره هغه مهال ولګېده چې د نیپال د پلازمېنې کتمندو پر لور الوتنې ته د تیارۍ په حال کې وه.
په وژل شویو کسانو کې یو د الوتکې پیلوټ او دوه پولیس افسران وو چې پارک شوې هلیکوپټر ته نږدې ولاړ وو.
دواړه الوتکې د هغه خصوصي هوايي شرکت وې چې د نیپال په لېرې پرتو سیمو کې سېلانیانو ته خواړه رسوي.
چارواکو ویلي دي چې د الوتکې څلور... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په لیبیا کې د سیالو ډلو ترمنځ په وروستیو جګړو کې لږترلږه ۱۲۱ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې نن وویل، په هغو جګړو کې چې د خلیفه حفتر په مشرۍ د لیبیا د ملي پوځ په نوم ملېشو د اپرېل په پنځمه پر پلازمېنې طرابلس د ولکې په هدف پیل کړي، ۵۶۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
په لیبیا کې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO دفتر نن پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې دا اداره طرابلس ته د نورو صحي تجهیزاتو او کارکوونکو د استولو په حال کې ده او په عین حال کې پر صحي کارکوونکو او د هغو پر موټرو حملې هم غندي. Читать дальше...
فضل اکبر راهي پښتون سندرغاړی او د پېښور اوسیدونکی دی. نوموړی له تېرو ښایسته وو ډېرو کلونو راهېسې سندرې وايي او په ژوندۍ بڼه پر سټیج د سندرو ویلو لپاره مشهور دی.
د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د سولې له مشورتي لویې جرګې سره پرېکون...
ښاغلي حکمتیار د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو تر...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسوالیو شوراګانو انتخابات له جمهوري ریاست او ولایتي ...
د اپریل پر ۱۴مه، په مندوزیو سیمه کې د اولس په خپل مالي ملاتړ او بسپنو د یو لوی فرهنګي مرکز د جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عراق یو ځوان د دې له کبله مشهور شوی دی چې څهره یې د پرتګال نومیالي فوټبالر کرېسټیانو رونالډو ته ورته دی. دا عراقی ځوان خپله هم فوټبال کوي او ګڼ خلک ورسره انځورونه اخلي. دی وايي، غواړي یوه ورځ له رونالډو سره وویني. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شا محمود قرېشي وايي، د امريکا او افغان طالبانو ترمينځ د قطر په سرښار دوحه کې د مذاکراتو راتلونکی پړاو ډېر زر کېدونکی دی او دوی هيلمن دي چې د دې ناستو به ګټورې نتيجې راووځي.
په بلوچستان صوبه کې د بد امنیو د پرله پسې دوو پېښو وروسته په چمن کې مظاهره شوې او په کوټه کې هزاره ګانو په درېمه ورځ هم پرلت غځولی دی.
Спорт в России и мире
Москва
Депутат Московской областной Думы провела осмотр ФОКа в Волоколамске
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Москвичам назвали пять мест, где можно полюбоваться цветущей сакурой
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Эдвард Григ
«В путешествие с Григом»: в Свердловской филармонии стартовала вузовская неделя музыки
Москва
ЦСКА и «Спартак» сыграли вничью в перенесённом матче 21-го тура РПЛ
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net