د سوډان ولسمشر عمر البشیر تر دېرش کلنه واکمنۍ وروسته د اپرېل پر ۱۱مه له واکه لرې کړل شو. هغه په ۱۹۸۹م کال کې کودتا کړې وه او واک یې ترلاسه کړی وو. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز اژانس پر ویډیو ولاړ رپوټ وړاندې کوي
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي افغان حکومت د سولې په خبرو کې مرکزي رول لري.
په هند کې د ۹۰۰ میلیونه خلکو په ګډون نن پارلماني انتخابات پیل شول.
او د کرکټ د ملي ټیم نوی کپټان ګلبدین نایب وايي د ټیم د بریا لپاره به ډېر زیار وباسي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالف متحده مجلس عمل غړې مولانا لطف الرحمان وايي چې دارالعلوم حقانیې ته د دې مالي مرستو ورکول مدرسو له وده ورکول نه بلکې سیاسي ګټې ترلاسه کول دي.
له سوډان څخه تازه راپورونه وايي چې د دغه هېواد پوځ نن پنجشنبه ولسمشر عمر البشیر له واک لېرې کړی او دفاع وزیر د هېواد د چارو د اداره کولو لپاره پوځي شورا اعلان کړه.
سوډاني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بشیر په خپل کور کې د وسله والو ځواکونو له لوري محاصره دی.
همدا راز له محبسونو څخه بندیان خوشې کړای شوي دي.
د بادغیس ولایت چارواکي وايي چې پهدې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله څه باندې زرو تنو زیانمن شویو ته یې خوراکي مواد وېشلي دي.
په بادغیس کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې سرپرست محمداختر وايي چې د څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت دا مرستې یې د حکومت له بودجې برابرې کړي دي.
د بادغیس د تېرې میاشتې په سېلابونو کې ۱۰ تنه مړه او یو شمېر نور ژوبل شول.
همدا راز زرګونه جریبه ځمکه او یو شمېر کورونه ویجاړ شول.
د خبریال مطلوب حسین علوي کورنۍ وايي، د مارچ پر۳۰مه په درېوو ګاډو کې د پولیس په ملتیا ځینې خلک راغلل، مخونه يي پټ ول او علوي يې له خپله کوره بوتلو. د هغه ورور منهاج وايي چې پر سوشل میډیا د علوي څرګندونو کیدای شي ځینې خلک ناراضه کړي وي.
د افغانستان له حرکته ډکې رسنۍ چې په وروستیو ۱۸کلونو کې د هېواد لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، خو اوس له طالبانو سره د سولې بحث...
شوکت محمود وايي، غزل يې زيات خوښيږي خو د ولس لپاره کله نه کله مستې سندرې هم جوړوي.
د سوډان ولسمشر عمرالبشیر وروسته له ۳۰ کلنې واکمنۍ نن د پوځ لهخوا اړ ایستل شو چې له واکه لېرې شي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سوډان په دارفور کې حکومتي سرچینو او د اقتصاد او تولید وزیر عبدالمحجوب حسېن په دبۍ کې مېشتې الحدث ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې عمرالبشیر له دندې ګوښه شو.
د سوډان د پخواني صدراعظم صادق المهدي زوی نن وويل چې عمر البشیر او همکاران يې په خپلو کورو کې نظربند دي.
د دولتي ټلوېزیون راپور وايي چې پوځ به ژر یوه مهمه اعلامیه خپره کړي.
د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د دفاع... Читать дальше...
د فاریاب ولایت اوسېدونکي چې پهدې وروستیو کې ناامنیو او سیلابونو سخت ځپلی د حکومت مرستو ته په تمه وو.
کابل، هغه ښار چې د بېسارې ګڼه ګوڼې، بېنظمیو، بېکارۍ او داسې نورو تر څنګ د پوستي خدمتونو نشتوالی یې بله ...
د مصر په قاهره کې د روسیې د سفارت د قونسلګرۍ څانګه وايي، د روسانو یوه ډله چې مصر د ۲۰۱۸ میلادي کال په اګسټ مياشت کې نيولې وه، په سخت دريځۍ تورنه شوه.
د قونسلګرۍ څانګې مشر یوسف اباکاروف وايي چې په قاهره کې يوې محکمې له اينګوشيتیا څخه د پنځو روسانو پر وړاندې د دې قضيې لومړۍ غونډه د اپرېل په نهمه جوړه کړه.
اباکاروف وايي، روسي ډپلوماتانو او د یوه مشکوک کس پلار ته چې له اینګوشيتیا څخه راغلی و، محکمې ته د ورتګ اجازه ورنهکړل شوه.
ده وویل چې مصري چارواکو ورته ويلي چې د محکمې غونډې د بندو دروازو تر شا کېږي. Читать дальше...
په پاکستان کې خبريالانو د برېښنايي رسنیو سمبالولو پر نوې حکومتي ادارې (پیمرا)انديښنه ښودلې. په لاهور کې مشر خبريال امتياز عالم د شورو پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پېمرا دا نوې اداره به ټولې رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د بریتانیا پولیسو د ويکيلیکس جوړوونکی جولیان اسانج نیولی دی.
اسانج د اکواډور په سفارت کې نیول شوی دی.
مټروپول پولیسو نن وويل چې اسانج به په وېسټ مېنسټر کې ژر تر ژره محکمې ته وړاندې شي.
اسانج وروسته له هغه ونیول شو چې د اکواډور حکومت د ده د پناه غوښتونه رد کړه.
دی له ۲۰۱۲ میلادي کال راهيسې په لندن کې د اکواډور په سفارت کې اوسېده.
هغه مهال ده د اکواډور په سفارت کې پناه واخیسته او نهیې غوښتل چې سويډن ته بېرته واستول شي.
پر ده د جنسي ځورونې او جنسي تېري تورونه وو.
د اکواډور ولسمشر ویلي... Читать дальше...
د فوټبال د نړۍ وتلی لوبغاړی لیونل مسي تېره شپه د یوې سیالۍ پر مهال ټپي شو.
د بارسلونا او منچسټر یونایټېد په لوبه کې چې تېره شپه وشوه، لیونل مسي د یوه ارجنټایني لوبغاړي د شوټ مخه کوله چې پزه او سترګهیې ژول شول.
ویل کېږي چې د مسي د پزې ټپونه شدید دي، خو کره صدمه بهیې له طبي معایناتو وروسته څرګنده شي.
په نیمروز ولایت کې د فوټبال کلنۍ سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون مشر وحیدالله عزیزي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ هر کال د ملي لوبډلې د انتخاب پروسې لپاره د نویو ځوانانو د پیدا کولو په هدف ترسره کېږي.
دا سیالۍ نن پیل شوې او نږدې ۲۰ ورځې به دوام ولري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټسال د اتلولۍ په سیالیو کې افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره ځوانانو د فوټسال لوبډله د قرعهکشۍ په نتیجه کې د ایران او هانګ کانګ له لوبډلو سره په ګروپي لوبو کې سیالۍ کوي.
د دې فدراسیون د رسنیو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې دا قرعهکشي نن د مالیزیا په مرکز کوالا لامپور کې وشوه.
افغانستان له ایران او هانګ کانګ سره یو ګروپ کې راغی.
دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د روان میلادي کال له ۱۴مې تر ۲۴مې د ایران په تبریز ښار کې ترسره کېږي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "IOM" په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال...
د پاکستان پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) ویاند جنرل اصف غفور د اپرېل پر ۱۰مه بهرني خبریالان او ډېپلوماټان د خیبر پښتونخوا بالاکوټ هغې سیمې ته بیولي ول چې هند ورباندې د فبرورۍ پر ۲۶مه پکې بمباري کړې وه. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
افغان ولسمشر د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته د اوبو رسولو د پروژې د کار پیل افتتاح کړ.
محمد اشرف غني نن تر غرمې مخکې میمنې ښار ته ورسېد.
د افغانستان جمهوري ریاست په يوه اعلامیه کې وايي چې میمنې ښار ته د اوبو رسولو پروژه ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري او په یو نیم کال کې به بشپړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې له لارې به په میمنه کې شااوخوا اتو زرو کورنيو ته د څښلو اوبه ورسېږي.
د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د صفر درې قطعې ځانګړو ځواکونو پرون ماخوستن د پنجوايي د یوه ابتدائیه ښوونځي سرمعلم وواژه.
د کندهار د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي ازادي راديو ته وویل چې سرمعلم محمد ګل خان په خپل کور کې وژل شوی دی.
د پېښې انګېزه او لامل تر اوسه نهده معلوم او د کندهار امنیتي ځواکونو هم تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نهدي ويلي.
د هند پارلماني انتخابات په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او لومړی دور یې نن پيل شو. په لومړي دور کې ۱۴۲ میلیونه هندیان ...
په دې انتخاباتو کې د اوسني وزیراعظم نریندر مودي ګوند بهارتیه جنته پارټۍ او د راهول ګاندهي په مشرۍ کانګریس ترمنځ د سختې مقابلې امکان ښودل شوی دی.
چارواکي وایي د شمالي وزیرستان سپین وام کې بېګا ماښام د ماړيپټرولیم کمپنۍ پر کارمندانو په وسله وال برید کې د کمپنۍ دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
Спорт в России и мире
Москва
Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Алсу
Алсу ире белән аерылышканмы?
Москва
В Приютном прошел митинг памяти, посвященный 38-й годовщине со дня аварии на Чернобыльской АЭС
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net