منظور پښتین د بلوچستان د حکومت بندیز رد کړ
د بلوچستان حکومت یو ځل بیا پر منظور پښتین بندیز لګولی دی چې تر راتلونکو ۹۰ ورځو به یادې صوبې ته نه ننوځي.
د بلوچستان حکومت یو ځل بیا پر منظور پښتین بندیز لګولی دی چې تر راتلونکو ۹۰ ورځو به یادې صوبې ته نه ننوځي.
د اپريل پر څلورمه نېټه به د ځمکني ماينونو په اړه د پوهاوې د خپراوي نړيواله ورځ وي. ملګري ملتونه وايي چې ځمکني ماينونو لاهم د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. د دوی په وينا د ۲۰۱۲ م او ۲۰۱۷ م کال په موده کې په افغانستان کې د ماينونو د قربانيانو شمېر پنځه چنده زيات شوی دی.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون وايي، پلان لري چې د روان لمریز کال تر پایه پورې، د هېواد په ټولو ملکي ارګانونو کې د ښځو ونډه درې فیصده زیاته کړي. د دغه کمېسیون رئيس نادر نادري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د یاد کمېسیون د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په تېر کال کې په ټولو ملکي ارګانونو کې د ښځو ونډه ۲۷.۳۳ فیصده وه، خو تصمیم نیول شوی چې د دغې فیصدي اندازه ۳۰ فیصدو ته لوړه شي. ښاغلي نادرې وویل، تېر کال د بروکسل په ناسته کې افغان حکومت مکلف شوی و چې په اداري... Читать дальше...
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي وايي، د کونړ ولایت د چپې درې په ګاونډ ماڼوګي ولسوالۍ کې د پیل شوېو عملیاتو په لړ کې ۲۵ دولت ضد وسلهوال وژل شوي او ۱۱ تنه يې ټپیان دي. جنرال ساپي ویلي دي چې پهدغې سیمه کې د طالبانو او داعش په وروستۍ جګړه کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم وژل شوي دي. نوموړي وویل، پهدې عملیاتو کې يې د داعش دوه مهم کسان نیولي دي. دی وايي: "نن شپه په دريیو بجو مو دوه تنه داعشیان د یو میل کلاشینکوف، دوه لاسي بمونو او د دوو مارکوړو سره نیولي... Читать дальше...
خلیلزاد وایي د سولې خبرې له افغان حکومت سره شریکوي، د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې وګورئ چې د هند او پاکستان ځواکونو بیا پر یوه بل ډزې کړې، په ایران کې د سیلونو ویره لاهم شته او د کاغذي ګلانو یوه هنرمنده درښکاروو
رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پر اڼترنیټ د جعلي خبرونو خورېدو سره په جمهوري عمل او انتخاباتو اغېز پرېوځي او د فېسبوک او ټويټر غوندې د ټولنیزې مېډیا چلونکیو اوس د داسې رقم جعلي خبرونو او اکاونټونو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د وزیرستان ځوانانو اتحادیې یوتهـ اف وزیرستان د اپرېل په دویمه په میرعلي کې احتجاجي لاریون وکړ او په سیمه کې د هدفي وژنو او بدامنۍ ضد یې شعارونه ورکړل.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره د سولې هڅې کوي، له افغان حکومت سره په اړیکو کې وروستۍ ترینګلتیا کم اهمیته بللې ده. خلیلزاد له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې هیله ښودلې ده چې ۲۰۱۹ میلادي کال به په افغانستان کې د سولې کال وي. افغان حکومت شکایت کړی دی چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو له بهیره بهر پاتی دی. طالبان چې افغان حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي، تراوسه ورسره له خبرو انکار کړی دی. د افغان حکومت او خلیلزاد ترمنځ وروسته له هغې اختلافات... Читать дальше...
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، تصمیم یې نیولی د امنیتي او دفاعي ارګانونو هغه منسوبین چې د دندو...
د اوکراین پخوانۍ صدراعظمه ادعا کوي چې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې درغلي شوې ده، خو یولیا تیموشنکو وايي، هغه به د دې پروسې پایلې چیلنج نهکړي. د اوکراین د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تيموشنکو درېیم ځای ګټلی او له دوهم دور ټاکنو پاتې شوې ده. نوموړې نن په کیف کې خبریالانو ته وویل، په انتخاباتو کې درغلي شوې، خو دا بهيې د پایلو په اړه محکمې ته مخه نهکړي. د مارچ د ۳۱مې په انتخاباتو کومېډین او سیاستوال ولودیمر زلنسکي د ۳۰ عشاریه ۲۶ رأیو په لرلو سره په اول او اوسنۍ ولسمشر پترو پروشنکو د ۱۵ عشاریه ۹۲ رأیو په ترلاسه کولو سره په دوهم مقام کې دي.
په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې تراوسه د سولې په برخه کې د پام وړنتیجه نه ترسترګو کېږي...
د هندوستان د کرکټ د غورهلیګ «ای پي.اېل» سیالیو په لړ کې به نن رایل چلېنجر بنګلور او راجسټان رایلز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. دواړو لوبډلې په روانو سیالیو کې تر دې دمه هېڅ بریا نهده خپله کړې. د دغه سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا پنجاب لوبډلې لوبډلې ته په یوه په زړه پورې لوبه کې ماتې ورکړه. د سیالۍ ټاس ډیلي لوبډلې وګاټه او توپ اچونه يې غوره کړه. پنجاب په ټاکلو شلو اوورنو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۶ منډې وکړې، خو ډیلي لوبډلې یاد هدف پوره نهشو کړای او په شلم اوور کې يې ټول لوبغاړي وسوځېدل. Читать дальше...
د افغانستان د اشي کراټې فدراسیون وايي چې په څو ورځو کې به په کابل کې د دغه لوبې د روزونکو لپاره د روزنې دوهمه دوره پیل شي. د دې فدراسیون رئیس غلام جیلاني غروب نن ازادي راډيو ته وویل چې د روزنې په دوره کې به د ولایتونو او کابل نږدې ۷۰ روزونکي برخه واخلي. ښاغلي غروب وویل چې د دې روزنې لومړۍ دوه کاله وړاندې ترسره شوې وه.
په عدلي او قضايي ارګانونو کې شته ستونزې، د مدافع وکیلانو او څارنوالانو کمښت د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې خلک اندېښمن کړي دي.
که څه هم افغانان په هېواد کې د سولې راتګ ته هیلهمند دي، خو تر دې دمه ظاهراً د دغې پروسې پېچلتیا نهده هواره شوې.
د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د ۵۵ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار پیل شو. د لوګر د پوهنې د ریاست ویاند شاهپور عرب ازادي راډیو ته وویل، د نویو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو سربېره په ۲۶ مکتبونو کې د څښلو د اوبو څاګانې هم کېندل کېږي. د نوموړي په خبره د دې پروژې لګښت ۳۲۸ میلیونه افغانۍ دی چې د کلیوالي پیوستون د پروګرام لهخوا ورکول کېږي. د لوګر چارواکي وايي، دا مهال د دې ولایت له ۳۰۷ ښوونځیو څخه ۱۱۴يې ودانۍ نهلري.
له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو یا «برګزېټ» د پروسې لپاره د دې ټولنې مرکچي مایکل بارنر وايي، احتمال لري چې بریتانیا راتلونکې اوونۍ د وتلو له یوې موافقې پرته له اروپايي اتحاديې څخه ووځي. نوموړي نن په بروکسل کې وویل، ورځ تر بلې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو معامله سختېږي. د اروپايي ټولنې مرکچي دا خبرې وروسته تر هغې وکړې چې د بریتانيا پارلمان د صدراعظمې ترزا مې لهخوا له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو د موافقې بدیل پېشنهادونه رد کړل. د مایکل بارنر په وینا اوس چې له اروپايي... Читать дальше...
د افغانستان کونړ ولايت مرستيال والي ډاکتر ګل محمد بېدار د اپرېل په دوهمه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان سره د اوږد سرحد له کبله کونړ د داعش د خوښې سيمه ده خو دوی به يې پرېنږدي چې دغلته مرکزونه جوړ کړي.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وايي، د وروستیو سېلابونو له امله نږدې ۱۴۱ کسان وژل شوي او ۲۷ زره کورونه ویجاړ شوي دي. نجیب اقا فهیم نن د اوبو پنځم ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د سېلابونو د راوتلو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي. ښاغلی فهیم زیاتوي: "د دغو سېلابونو له امله ۲۷ زره کورونه تخریب شوي، همدارنګه نږدې ۱۴۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی." نوموړي وویل چي دغو سېلابونو په فاریاب، فراه، کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې سخت زیانونه اړولي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه... Читать дальше...
د ملکي خلکو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله وايي، د جګړې د ښکېلو غاړو لهخوا د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي په اړه غوښتنو ته پاملرنه نهده شوې.
د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د دفاع وزارت ویاند قیس منګل نن ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه د ملي اردو پر یوې اډې برید وکړ چې له املهيې درې سرتېري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي. د ښاغلي منګل په وینا، د ملي اردو په ځوابي برید کې ۳۴ طالب وسلهوال ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه پورې د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ د جګړې په اړه څه نهدي ویلي.
د تاجکستان مشهوره ممثله مشرفه قاسموا چې د تاجک تیاتر مور بلل کېده، د سلو کلونو په عمر تېره شپه وفات شوه. د قاسموا لمسۍ ژورنالېستې شمسیه قاسم نن ازادي راډیو ته د خپلې نیا د مړینې خبر تأیید کړ. د تاجکستان د فرهنګ وزیر د قاسموا مړینه د تاجک کلتور او خلکو لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده. مشرفه قاسموا په ۱۹۱۸ میلادي کال کې په ثمرقند کې زېږېدلې وه او په ۱۹۳۷ کال کې يې د تیاتر د ممثلې په توګه کار پیل کړی و. قاسموا چې د جنازې مراسميې نن ترسره کېږي، په مشهورو تیاترونو او یو شمېر فلمونو کې یې تمثیل کړی و.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، که د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره اساسي کار ونهشي افغانستان به راتلونکي کې پهدې برخه ...
د لوبو له میدانه د دې اوونۍ په خپرونه کې دا مطالب ځای لري: د اوونۍ مهم ورزشي خبرونه د کرکټ د يوې نوې بڼې ...
د پاکستان حکومت د پیټرولو او ډیزولو نرخونه زیات کړي دي. په د مارچ پر ۳۱مه د وفاقي حکومت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پيټرول او ډیزل ۶ روپۍ او د خاورو تېل درې روپۍ پر یوه لیټر ګران شوي دي. د تیلو د نرخونو زیاتیدو په اړه په اسلام اباد کې د یو شمېر خلکو نظرونه په دې ویډیويي رپورټ کې واوړې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.