مایکل بارنر: ښايي بریتانیا راتلونکې اوونۍ له اروپايي اتحاديې ووځي
نوموړي نن په بروکسل کې وویل، ورځ تر بلې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو معامله سختېږي.
د اروپايي ټولنې مرکچي دا خبرې وروسته تر هغې وکړې چې د بریتانيا پارلمان د صدراعظمې ترزا مې لهخوا له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو د موافقې بدیل پېشنهادونه رد کړل.
د مایکل بارنر په وینا اوس چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا وتلو ته ۱۰ ورځې پاتي، لندن دوه انتخابه په مخکې لري؛
لومړی دا چې پرته له کومې موافقې باید ووځي. او یا دې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره نور وخت پېشنهاد کړي.
