د سې شنبې په شپه د یوې سترې اور لګېدنې له کبله د پاریس د ښار په منځ کې د یوې تاریخي ودانۍ د نوتردام کلیسا یوه برخه ویجاړه شوه.
د اور لمبو د دې ۸۵۰ کلنې کلیسا چې د نړۍ له فرهنګي میراثونو ګڼل کېږي، چت وسوځاوه او د کلیسا یو مهم څلی یې ونړاوه.
په کوټه کې شيعه هزاره وايي که وزیراعظم عمران خان ورنه شي او د دوی د خوندېتوب ضمانت ورنه کړي، دوی به خپل احتجاج اسلام اباد ته پراخه کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي له طالبانوسره په خبرو کې په اوربند زیات ټینګارکوي.
پرون په میرانشاه کې د پي ټي ایم په نوښت لسګونه زره پښتنو اعتراضي غونډه وکړه.
او نیپالیانو د خپل نوي کال جشن ولمانځه.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د شمالي وزیرستان د میرلي ځېنو اوسېدونکو په پېښور کې مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتي چې په سیمه کې ورته یو ثانوي ښوونځی (های سکول) جوړ کړي. دوی د اپرېل پر ۱۵مه د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې په بړوخېلو کلي کې هلکان تر اتم ټولګي وروسته له تعلیمه بې برخې پاتې کېږي. حکومت د دوی د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په قبایلي سیمو کې د ښوونځیو جوړولو او رغولو ژمنې کړې دي. ویډیو وګورئ.
د امریکا د کانګرس د هغه پلاوي چې له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی، یوه مخکښه ډموکراټه سناتوره...
جان اغا له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د زاڼو (بته یا ډینګ هم بلل کېږي) ښکار کوي. دی اوسمهال له ۱۰۰ زیاتې زاڼې لري. دی وايي، کله چې مارغان په دام کې ونیسي، خوشالېږي خو کله یې چې ولي نو خپه شي. د جان اغا د ښکار شوق په اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
اپوزیشن ګوندونو مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ په پاکستان کې د تحريک انصاف حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې پکې ويل شوي، د دغو ګوندونو سياستوال په مني لانډرينګ يا تورو پېسو مينځلو کې ښکېل دي.
د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، په زابل کې یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحیی علوي وایي، دا عملیات د یکشنبې له ورځې راهېسې د زابل په درېیو ولسوالیو میزانې، دایچوپان او شاجوی کې ترسره شوي دي.
علوي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ د سقوط پلان شنډ کړ او په سیمه کې یې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ وسله وال وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د معروف ولسوالۍ د يوسف نيکه په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي او وروسته دغه ولسوالۍ ونیسي چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي.
ده وویل:
"دښمن غوښتل چې د یوسف نیکه پوسته او معروف ولسوالۍ سقوط کړي چې په دې نتیجه کې افغان ځواکونو... Читать дальше...
د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي په ایران کې د وروستیو سېلابونو له ځپل شویو سیمو سره د مرستې او بیارغونې په ترڅ کې له ملي پراختیایي صندوقه د دوو ميلیاردو ډالرو ایستل منظور کړي دي.
د ایران د دولتي رسنۍ د راپور له مخې، حکومت پرون وویل چې وروستیو سېلابونو لارو، سړکونو، کورونو او کرنیزو ځمکو ته شااوخوا دونیمو میلیاردو ډالرو په ارزښت تاوان رسولی دی.
دا په اویا کلونو کې په ایران کې تر ټولو سخت سېلابونه وو چې د ځاني تلفاتو شمېر یې ایراني چارواکو اویا تنه ښودلی دی.
سېلابونو همداراز له ۲۲۰ زرو زیات کسان... Читать дальше...
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یکشنبې له ورځې راهېسې راغلو سېلابونو لږترلږه دوه کسان وژلي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، تازه سېلابونو په ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو کې د کرنې ځمکې او د استوګنې سیمې هم زیانمنې کړې دي.
ده وویل:
"له بده مرغه په هرات کې وروستیو سېلابونو زیانونه اړولي، په ادرسکن ولسوالۍ کې یې لږترلږه دوه کسان وژلي او همدارنګه یې د کرنې او استوګنې زیاتې سیمې زیانمنې کړي دي."
ښاغلي فرهاد زیاته کړه، سختو سېلابونو د هرات ... Читать дальше...
کابل ښاروالۍ وايي، په کابل ښار کې چې په تېرو کلونو کې دغه ستونزه موجوده وه، اوس د کانالونو په جوړېدو له ...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په متحده عربي اماراتو کې ۴۳ بېلا بېلې پروژې د پانګونې لپاره داوطلبۍ...
د خوست د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د یوه خصوصي ټلویزیون د کارکوونکي سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور ۴ کسان نیولي دي.
نن د دوشنبې په ورځ د خوست د ملي امنیت رئیس ډګروال محمد اشرف صافي د خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د خیرخواه په وژنه کې د پاتې تورنو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.
ده زیاته کړه:
"د خیرخواه صیب د وژنې په تور ۴ عاملین نیول شوي او دوه نفره پاتې دي، دوی اعتراف لري، په دې اړه چې دا کار موږ کړی، نو ان شاالله په دې ارتباط زموږ نور کار هم جریان... Читать дальше...
د خوست ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، چې د یوه خصوصي تلویزیون د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د هند د کرکټ غورهلیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه د ممبی انډينز لوبډله د رایل چیلنجرز بنګلور پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.
دا دواړه لوبډلې پهداسې حال کې سره مخ کېږي چې ممبی د «ای. پي. اېل» په روانو سیالیو کې ۷ لوبې کړي چې څلور یې ګتلي، خو بنګلور بیا پهخپلو ۷ لوبو کې يوه بریا خپله کړې ده.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې ډېلي کپیټلز لوبډلې حیدراباد لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه.
د حیدراباد لوبډلې په ترکیب کې راشد خان ولوبېد چې په څلورو اورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړې او يوه وېکټهیې واخیسته.
د بلخ ورزشي مسؤلین وایي، پهدغه ولایت کې درې ورځنۍ رزمي سیالۍ پیل شوې.
د بلخ ولایت د بدني روزنې مشر محمد ابراهیم عثماني نن ازادي راډيو ته وویل، د فول رزم په نوم دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او سبا سې شنبې پای ته رسېږي.
نوموړی وایي، پهدغو رزمي سیالیو کې ۱۶۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰یې نجونې دي چې له دې شمېره به د ملي ټیم لپاره یو شمېر کسان غوره شي.
ښاغلی عثماني وایي، فول رزم سیالۍ یې د ګل سرخ «نوي کال مېلې» په مناسبت چې ډېر کله د حمل لومړۍ نېټې نه د ثور تر ۱۰مې وي، پیل کړي او د هېواد له ۹ ولایتونو پهکې لوبغاړو ګډون کړی دی.
۱۰ افغان لامبو وهونکي د ګڼو اسیايي هېوادونو ترمنځ د لامبو وهنې په سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون وایي، دغه سیالۍ د روانې لمریزې میاشتې په پای کې په عربي اماراتو کې جوړېږي.
د دغه فدراسیون مشر قاسم حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل، پهدې سیالیو کې د ۱۰ افغان لوبغاړو تر څنګ یو روزونکی هم برخه اخلي.
ښاغلی حمیدي وایي، د لامبو وهنې دا سیالۍ د اسیاسي کلپ جام ته د رسېدنې لپاره دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د قومي سپین ږیرو او له ښوونځیو د ملاتړ شوراګانو د غړو په همکارۍ له طالبانو سره داسې ...
د مصالحې د رهبرۍ شورا یو غړي عزیزالله دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې ۱۵۰ تنه په دغه پلاوي کې شامل دي.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لاره اوربند دی.
ښاغلي خلیلزاد تېره شپه د ټویټر په څو پرلهپسې پیغامونو کې ویلي، طالب مشران باید خپل مرکچي استازو ته اجازه ورکړي چې پهدې اړه د بحث لپاره د خبرو اترو مېز ته راشي او زیاته کړې یې ده چې خپله به پرې ټینګار وکړي.
خلیلزاد وايي، افغانان د یو پراخ اوربند مستحق او غوښتونکي دي او امریکا د دوی د دې غوښتنې ملاتړ کوي.
د امریکا د ځانګړي استازي په وینا امریکا ځکه د سولې خبرې پیل کړي چې نوره جګړه د حل لاره نهده. Читать дальше...
افغان حکومت وايي، هڅه کوي چې د چین له لارې هند ته هوايي دهلېز پرانیزي. په داسې حال کې چې هند ته د پاکستان د ...
په لغمان ولایت کې په بمي چاودنه کې اووه ماشومان وژل شوي دي. چارواکي وايي، دا پېښه د یکشنبې یا اتوار پر ماښام شوې ده او وايي چې ماشومان په لوبو اخته ول چې ناچاودې مرمۍ وچاودېده. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
ښاغلي حکمتیار د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو تر...
په سوډان کې اعتراص کوونکي له پوځي واکمنانو غواړي چې سمدستي دې واک یوه ملکي حکومت ته وسپاري چې هغه به ...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net