123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 16.04.2019

د سولې د خبرو په اړه د رسنیو اندېښنې او خوشبیني

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې بحثونه ګرم دي او رسنۍ هم په دې اړه خپلې اندېښنې او خوشبینې لري. د خبریالانو یوه ډله د خپلو فعالیتونو د محدودېدو په اړه اندېښمن دي خو ځینې یې بیا سوله یو فرصت ګڼي. ویډیو: لیمه هادي

په کابل ښار کې سیلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

وروستیو ورښتونو د نور ولایتونو په څېر په پلازمېنې کابل کې هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. د ازادي راډيو خبریاله لېمه هادي د کابل ښار بېلابېلو سیمو ته تللې او دغه ویډیويي راپور یې پرې چمتو کړی دی.



د عبدالصمدخان اڅکزي ژوندلیک اوکراینیو کتابتونو ته وسپارل شو

Mashaalradio.com 

د پښتنو سیاسي مبارز عبدالصمدخان اڅکزي ژوندلیک (زما ژوند او ژوندون) چې ۲۰۱۸ ز کال په اوکراینۍ ژبه ژباړل شوی دی، د اوکراین هېواد ملي کتابتونونو ته د دغه کتاب د سپارلو مراسم د اپرېل پر ۱۵مه نېټه په پلازمېنه کیف کې ترسره شول. اڅکزي د پښتون ولس د انساني او ایني حقونو لپاره د خپل ژوند تر نیمايي زیاته برخه د بریتانوي هند او پاکستان په زندانو کې تېره کړې وه. په کیف کې له ډاکټر سرور مندوخېل سره خبرې کوو چې د دغه مراسمو چارې یې سمبالولې.

غني: د کابل سیند پر غاړه به استنادي دېوالونه جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د قلعه واحد په سیمه کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو ژمنه وکړه. غني نن د اپرېل په ۱۶مه د خلکو یوې غونډې ته وویل، د هغو کسانو سره به چې په‌دې سیمه کې یې د کابل سیند غاړې غصب کړي، قانوني چلند وشي. ولسمشر له خلکو سره ژمنه وکړه چې د کابل سیند پر غاړه به استنادي دېوالونه جوړ شي. ولسمشر ویلي چې د ښار په پنځمه او شپږمه ناحیه کې ۱۲۰ کورنۍ به چې کورونه‌یې سېل وړي، په نورو سیمو کې ځای پر ځای کېږي.

پېښور کې پر یوه کور په چاپه کې څلور وسله وال وژل شوي

Mashaalradio.com 

د پېښور په حيات اباد کې د مشکوکو وسلوالو پرضد کاروايي نن سېشنبه لږ شېبه مخکې سرته رسېدلې ده چې پکې د چارواکیو په وینا څلور وسلوال او يو پوليس واله وژل شوي دي. رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې تحریک طالبان پاکستان ویلي چې وژل شوي کسان د دوی د تحریک غړي ول او زیاتوي چې د دوی شپږ تنه وژل شوي دي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.



په روسیه کې د ناروې یو وګړی په ۱۴ کاله بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوې محکمې د ناروې یو وګړی په ۱۴ کاله بند محکوم کړ. ناروېژۍ فورد برګ به په‌داسې زندان کې وخت تېروي چې شدیده امنیتي څارنه یې کېږي. فورد برګ د ۶۳ کلونو دی او د روسیې او ناروې د سرحدي څارونکي په توګه یې دنده ترسره کړې وه. هغه د روسیې د امنیت فدرالي ادارې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ونیو. پر فورد برګ تور لګېدلی و چې د روسیې د اټمي اوبتلونو په اړه یې د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوله. د روسیې محکمې هغه نن د اپرېل په ۱۶مه، د بندو دروازو شاته محاکمه کړ او مجرم یې وپېژاند.  فورد برګ د بې... Читать дальше...

«WHO»: د طرابلس د نیولو لپاره په جګړه کې ۱۴۷ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان «World Health Organization» ویلي چې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس د نیولو لپاره په جګړه کې ۱۴۷ تنه وژل شوي دي. د دې سازمان په وینا، د رقیبو وسله‌والو ډلو په جنګ کې ۷۵۸ تنه زخمیان شوي دي. د لیبیا ملي پوځ په نوم د وسله‌والو ډلې چې د خلیفه حفتر په نوم قوماندان یې مشري کوي، د اپرېل په ۵مه نېټه د طرابلس د نیولو لپاره عملیات پېل کړل. په طرابلس کې ملېشه ډلې چې هلته د ملګرو ملتونو د ملاتړ کوونکي حکومت سره تر یوه حده تړاو لري، مقاومت کوي. د روغتیا نړیوال سازمان نن د اپرېل په شپاړسمه،... Читать дальше...

د ایټالیا پولیسو د فوټبال د ۵۴ وسله‌والو نندارچیانو مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا پولیسو د اروپا د فوټبال د اتلولۍ لیګ د نن شپې د سیالۍ لپاره د هغه ۵۴ نندارچیانو مخه نیولې چې د فوټبال لوبغالي ته‌يې وسلې له ځانونو سره لېږدولې. دغه سیالي نن شپه د ایټالیا په تورین ښار کې د یوونټوس او اژاکس فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. پولیسو ویلي، فکر کوي دغه وسله‌والو کسانو غوښتل چې د یادې سیالۍ نظم ګډوډ کړي. د ایټالیا د تورین ښار پولیسو له یو شمېر بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې د دغې سترې فوټبال سیالۍ امنیت‌یې نیولی.

افغان کرکټ بورډ: د احمد شاه ابدالي کرکټ سیالۍ وځنډېدې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ  فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ د بارانونو له امله وځنډېدې. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې وه چې نن د ننګرهار د غازي امان‌الله خان په لوبغالي کې بند امير او بُست لوبډلې د کونړ په لوبغالي کې مس عینک او سپين‌غر او د کابل په ایوبي لوبغالي کې د کابل او امو زون لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي، خو د سختو ورښتونو له امله دا سیالۍ تر نامعلومې مودې وځنډول شوې. ښاغلي هوتک وویل، دغه سیالۍ ۱۰ ورځې وړاندې پیل شوې چې د افغانستان د شپږو زونونو لوبډلې په‌کې برخه لري. Читать дальше...

کراچۍ کې توپان درې تنه وژلي ۲۰ ژوبل

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د اتوار په ورځ سخت توپان لږ تر لږه درې کسان وژلي او شل تنه نور ژوبل دي. د موسمیاتو محکمه وايي د توپان رفتار په ګنټه کې ۵۶ کلومیټره وو. په لوی شمېر ونې او د بریښنايي لیکې ستنې چپه شوې دي چې له وجې یې د ټریفک نظام ګډوډ شوی دی. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په دې رپورټ کې وګورئ.

حمید مبارز: په هرات کې سېلابونو ۵ تنه مړه کړي او ۱۷ بې‌درکه دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طبیعي افتونو او بشري چارو د ادارې مشر حمید مبارز اسوشیټېډ پرس ته ویلي چې په هرات کې هم د نویو سېلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۱۷ بې‌درکه دي. دا کسان د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ سېل وړي دي. د افغانستان حکومت ویلي چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۶ ولایتونو کې سېلونه راغلي دي. په میدان وردګ ولایت کې هم چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوه تنه د سېل له امله مړه شوي او ګڼ شمېر کورونه تخریب شوي. په میدان وردګ کې د نرخ او جلرېز ولسوالۍ خلک سېل ځپلي دي. د پکتیا... Читать дальше...

پېښور کې پر یوه کور په چاپه کې څلور مشکوکه 'وسله وال' وژل شوي

Mashaalradio.com 

د پېښور په حيات اباد کې د مشکوکو وسلوالو پرضد کاروايي نن سېشنبه لږ شېبه مخکې سرته رسېدلې ده چې پکې د چارواکیو په وینا څلور مشکوکه وسلوال او يو پوليس واله وژل شوي دي. په سيمه کې موجود د مشال رېډيو خبريال د چارواکیو له خولې وايي چې په پېښه کې يوه ښځه او ماشومه هم ژوبل شوي دي. د وسلوالو پرضد د پوليسو او کمانډو ځواکونو کاروايي بېګا ماښام اووه بجې تر هغه ورسوته پیل شوه، کله چې پوليسو د خفيه اطلاعاتو پر اساس پر يوه کور چاپه وهله او هلته موجودو وسله والو ډزې ورباندې وکړې. تر اوسه هېڅ نه دي ویل شوي دا مشکوک وسلوال څوک ول او له کومې ډلې سره یې تړاو وو.


Музыкальные новости
Тимати

«Двое из ларца»: Анастасия Решетова поделилась фото с сыном от Тимати





Персональные новости
Олимпиада

Финал всероссийского студенческого трека Олимпиады Кружкового движения НТО «Летающая робототехника» 2024





د سیاسي اپوزېسیون زیاتې ډلې په لویه جرګه کې برخه نه‌اخلي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون زیاتو ډلو ویلي چې د سولې په اړه په مشورتي لویه جرګه کې برخه نه‌اخلي. د افغانستان حکومت ویلي چې جرګه د ثور په نهمه جوړوي. ټاکل شوې چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې دوه نیم زره قومي مشران، سیاسي رهبران او د خلکو استازي ګډون وکړي، خو د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر، د استخباراتو د ادارې پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل او احمد ولي مسعود پرون وویل چې دوی په‌کې ګډون نه‌کوي. هغوی ویلي چې ولسمشر غني مشوره نه‌ده ورسره کړې. د افغانستان... Читать дальше...

د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان مسکو ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان به نن د اپرېل په ۱۶مه په مسکو کې وي.  روسیې ته د هغه دا رسمي سفر د دوو ورځو لپاره دی. د کرملېن د رسنیو دفتر ویلي چې امام علي رحمان د روسیې د جمهور رئیس، ولادیمیر پوتین په بلنه هغه هېواد ته ورغلی دی. پوتین او رحمان به د کرملېن په وینا، د دواړو هېوادونو لپاره پر مهمو مسئلو لکه سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري همکارۍ خبرې کوي. دواړه به د خبرو په پای کې یو شمېر اسناد هم لاسلیک کړي. په دوشنبه کې د روسیې سفیر ویلي چې د جمهورو رئیسانو، پوتین او رحمان ترمنځ د موافقې... Читать дальше...

د پېښور په حیات‌اباد کې د وسله‌والو پر يوه مرکز حمله روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د پېښور په حیات‌اباد سیمه کې د وسله‌والو پر يوه مرکز حمله روانه ده. په پېښور کې د وسله‌والو پر یوه پټن‌ځای په حمله کې چې ۱۵ ساعته‌یې دوام وکړ، یو پولیس او پنځه وسله‌وال وژل شوي دي. په خېبر پښتونخوا کې د حکومت یوه ویاند شوکت یوسفزي نن د اپرېل په ۱۶مه وویل چې پولیسو او کمانډو ځواکونو پرون د پېښور په حیات‌اباد سیمه کې پر یوه کور عملیات پیل کړل. یوسفزي ویلي چې پولیسو ته له دې ځایه د حملې د پلان خبر ور رسېدلی و. د سیمې اوسېدونکي وایي چې له کورونو وتلي دي. پولیسو ویلي چې دوه یا ښایي تر دوو زیات وسله‌وال لا هم پټ دي، ډزې او مقاومت کوي. Читать дальше...

په فراه کې یوه پولیس پر خپلو همکارانو ډزې کړي او ۴ تنه‌یې وژلي

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې یوه پولیس پر خپلو همکارانو ډزې کړي او څلور تنه‌یې وژلي دي. د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند، محب‌الله محب نن د اپرېل په ۱۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شوې ده. محب وویل چې حمله کوونکی د وسله‌والو طالبانو لور ته تښتېدلی دی. د هغه په وینا، حمله کوونکی د فراه اوسېدونکی دی او تېر کال له ملي پولیسو سره یوځای شوی و. امنیتي ځواکونو دوه تنه چې د هغه ضمانت‌یې کړی و، د څېړنو لپاره نیولي دي.

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Татьяна Марчук выпустила альбом «Экопесенки» на лейбле Riki Music





Путин в России и мире
Москва

Мособлдума выступила за присвоение Красноармейску высокого звания


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Борис

Ритуальный агент Борис Свистунов: комплексная поддержка в организации похоронных услуг в Санкт-Петербурге и Ленинградской области



Москва

Тысячи уникальных изданий: архивно-библиотечный центр появится в Музее транспорта Москвы

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net