د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فېشن ننداره شوې چې پکې د ګڼو جامو جوړوونکو کالي نندارې
ته وړاندې کړل شو. په دې کې روایتي او کلتوري کالیو ته د نوی دور بڼه ورکړل شوې وه.
انیسه اجمل په دې اړه د ایسوشيېټد پرېس ویډیو پښتو کړې ده.
پاکستان له ایرانه غوښتي چې د هغو ترورېستي ډلو په ضد دې اقدام وکړي چې د دوی په باور په دې اوونۍ کې د ۱۴ پاکستاني سرتېرو د وژنې په پېښه کې لاس لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:
"موږ هیله لرو چې ایران به په دې برخه کې څرګند اقدامات وکړي."
قریشي وویل، ۱۵ وسله وال چې پوځي یونیفورم یې په تن و، د اپرېل په اتلسمه نېټه یې په بلوچستان ایالت کې پر یوه بس موټر برید وکړ او د پاکستان د پوځ ۱۴ تنه پروسونل یې وواژه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان ولسمشر د زوکړې په ولایت لوګر کې د پاکستان د ۱۶ ميلیونو امریکايي ډالرو ...
په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت سلګونو غړو د یوې مظاهرې له لارې د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه...
د افغان ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ وایي، په میدان وردګ، غزني او خوست کې یې ۴۵ تنه د دولت وسله وال مخالفان وژلي دي.
د دې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوې خبرپانې کې وویل، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د صدمرده په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د کمېسیون رئیس مولوي حبیب الله په ګډون ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.
ملي اردو همدارنګه زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د پناه په سیمه کې د دولت وسله والو مخالفینو... Читать дальше...
په زابل کې چارواکي وايي، تېره شپه د نوبهار ولسوالۍ په څپلې غره او شهاب سیمو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال ازادي راډيو ته وويل، په وژل شویو کې بهرني اتباع هم شامل دي.
ده وویل:
"د بهرنیو ترهګرو په شمول چې د بېلابېلو هېوادونو اتباع په کې شامل دي، ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي."
د ښاغلي سیال په وینا، دې عملیاتو کې اووه وسله وال ټپیان شوي هم دي.
طالب وسله والو تر اوسه د حکومتي لوري د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
تر... Читать дальше...
نن شنبه د حمل په ۳۱مه ګڼ شمېر مدني فعالان د پکتیا پوهنتون په ادیتوریم کې سره راټول او له دولته...
هغه دوه سعودي خویندې چې وايي، له خپل هېواده د زور زیاتي له کبله تښتېدلي، په ګورجستان کې یې د پناه غوښتنه کړې، خو لا هم وېره لري چې ښايي د کورنیو لاس یې ور ورسېږي او بېرته یې سعودي عربستان ته ستنې کړي.
۲۵ کلنې وفا السُبیعي او ۲۸ کلنې مها السُبیعي ته وروسته له هغې چې پر خپل ټوېټر یې د مرستې غوښتنه وکړه، د اپرېل په ۱۸ مه نېټه د ګرجستان د حکومت له خوا ورته د مصؤنیت په برخه کې د همکارۍ وړاندیز وشو.
ګرجستاني چارواکو ویلي، دې خویندو ته یې دا مهال په یو پټ ځای کې سرپناه ورکړې ده، خو دې دواړو خویندو د... Читать дальше...
د سولې د هڅو له تېزېدو سره هم مهاله کابل په دغه پروسه کې د بل هر هېواد په پرتله د اسلام اباد رول ...
په پنځو ولايتونو کې د نشهيي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور ۱۴تنه ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او تخار ولايتونو کې د نظامي عملياتو په نتيجه کې د نشهيي موادو ۱۴ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نيولي چې له دوی سره ۶۵ کېلو ګرامه نشهيي مواد لکه شيشه، هيروئين، ترياک او چرس هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده چې پهدې وروستيو وختونو کې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نيولو لپاره د ځانګړو پولیسو عمليات ډېر شوي دي.
په هلمند ولايت کې تر زر کېلو ګرامو ډېر نشهيي مواد ونيول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د هلمند امنيه قوماندانۍ لهخوا خپره شوې راغلي چې د هلمند ولايت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ګرمسېر ولسوالۍ کې د نظامي عملياتو په نتيجه کې ۱۲۱۸ کېلوګرامه چرس ونيول.
دا چرس په دوو موټرو کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې د دې ولايت شمالي ولسواليو ته يې قاچاق کړي.
د يادولو وړ ده چې پهدې تور درې تنه له وسلو سره نيول شوي دي.
سعودي عربستان ته تر لسو کېلو ګرامو ډېرو نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ۱۴ کېلوګرامه هيروئين چې د ځان وچولو دسمال او رویجايي کې رانغاړل شوي وو او په پام کې وه چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې يې سعودي عربستان ته قاچاق کړي، د سرحدي پوليسو لهخوا ونيول شول.
پهدې تور څلور تنه نيول شوي او د نورو څېړنو لپاره له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
د افغانستان په مرکز کابل کې وسله والو نن غرمه د مخابراتو وزارت پر ودانۍ بريد کړی چې تر دې دمه افغان امنيتي ځواونو دوه بريدګر وژلي خو جګړه لا هم روانه ده.
د امریکا د پراختیايي ادارې يوسیډ، پروموټ څانګې په ننګرهار کې په۱۳۹ نجونې د يوه کال په دوران کې په دولتي چوکاټ کې د کار کولو په موخه وروزلې او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د فراغت سندونه يې ورکړل.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۳ تنه تورن کسان وسپارل شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل، دا ۲۳ تنه تورن کسان چې د ۲۲ قاچاقي پېښو په تړاو نيول شوي، سل کېلوګرامه نشهيي مواد هم ورسره نيول شوي دي.
ښاغلی مؤحد زياتوي چې دې مرکز په تېره اوونۍ کې د څو تورنو کسانو دوسيې څېړلې او پر څو تورنو کسانو د محکمو لهخوا حکمونه هم صادر شوي دي.
پهدې ۲۳ کسانو کې څلورو يې غوښتل چې له حامد کرزي هوايي ډګره هند ته چرس او هيروئين قاچاق کړي.
د کابل د جنايي تحقیقاتو مشر محمد سالم الماس وايي، امنیتي ځواکونونو د مخابراتو وزارت ته د حمله کوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر وايي، په وروستیو سېلابونو کې شااوخوا ۲۵۰ کسان ...
له ۲۵ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په فاریاب ولایت کې د تیاتر لوبغاړي پر سټېج راڅرګند شول.
د فاریاب د تیاتر د ټیم د غړو په وینا، د مسؤلینو د نه پاملرنې له امله دوی په تېرو پنځو کلونو کې فعالیت نه درلود.
ویډیو: اکرام کرم
اېډېټ: لېمه هادي
په کندهار کې د پنجشنبې په ورځ د سولې د هڅو په ملاتړ ستر لايون ترسره شو.
په دې لاريون کې چې د کندهار سلګونه اوسېدونکو ګډون کړی و، ګډونوالو یې وویل چې د سولې د هڅو په وړاندې دې خنډونه نه رامنځته کېږي او نور دې په هېواد کې د شخړي د پای ته رسېدو لپاره عملي ګامونه واخيستل شي.
ویډیو : صادق رښتینی
اېډېټ:لېمه هادي
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، ټاکل شوې چې سبا د ثور لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې د کورنیو صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شي.
د دغې خونې مشر سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل، په دغه نندارتون کې چې د کورنیو صنایعو او د هرات د پیاوړي صنعت د پېژندنې او بازار موندې په هدف جوړېږي، کورني صنایع له ۱۰۰ په زیاتو غرفو کې نندارې ته کېښودل شي.
ده وویل:
"هر کال د ثور لومړۍ اوونۍ د صنعت اوونۍ په نوم نومول کېږي چې په دې اوونۍ کې د کورنیو صنایعو نندارتون جوړېږي او کورني تولیدات په کې نندارې ته ایښودل... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په فراه او بادغیس ولایتونو کې د پیازو د ساتنې لپاره ۴۵ بابه صفر انرژي سړې خونې جوړوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه سړې خونې به د روان کال په ترڅ کې د پیازو د ساتلو، کښت ته د بزګرو د هڅونې او په بازار کې د خرڅلاو د نرخ د کنټرول په هدف جوړې شي.
ښاغلی رستمي وایي، دغه وزارت په پام کې لري چې په نورو ولایتونو کې هم لکه کابل، پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ او غزني کې ورته سړې خونې جوړې کړي.
ملي اردو وايي، په زابل او ارزګان کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات د جمعې د ورځې راهېسې د زابل په نوبهار او د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې شوي دي.
ملي اردو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
بل خوا په کاپیسا کې د امنیې قوماندانۍ ویلي چې یو پولیس سرتېری یې تېر ماښام کور ته په لاره د نامعلومو موټرسایکل سپرو په ډزو وژل شوی دی.
د کاپیسا... Читать дальше...
دوی وايي، د روانې جګړې له کبله ډېر وخت له زده کړو بې برخې شوي وو او زیات وخت يې ښوونځي په ...
امریکايي څارنوالان د خپل هېواد له یوه قاضي غواړي چې روسۍ وګړې ماریا بوتینا ته دې د اتلس میاشتو بند سزا ورکړي.
نوموړې تېر کال د ناراجسټر شوې بهرنۍ ایجنټې په توګه د توطیې تور ومانه.
امریکايي څارنوالانو محکمې ته په یوه یاداښت کې لیکلي:
"په دې قضیه کې ترسره شوي فعالیتونه د روسیې د هغې لویې توطیې برخه ده چې غواړي معلومات راټول کړي او د اړیکو او ارتباطاتو داسې چینلونه رامنځته کړي چې د روسیې د فدراسیون په ګټه ترې کار واخیستل شي."
بوتینا په تېر ډېسمبر کې خپل جرم ومانه او توافق یې وکړ چې له پلټونکو... Читать дальше...
د قطر د غونډې له لغوه کېدو وروسته د سولې عالي شورا وایي چې له ځینو هېوادونو سره په همغږۍ د بین الافغاني مذاکراتو ...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об эффективности программ по формированию здорового образа жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Полина Кудерметова проиграла Плишковой в первом круге турнира WTA в Руане
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Швеция хочет ограничить доступ в Балтийское море российским танкерам
Путин в России и мире
Москва
На окружном полуфинале конкурса «Это у нас семейное» Калмыкию представляют четыре семьи
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Карина Кокс
«Накинулись на нас как голодные собаки на кусок мяса!» Участники шоу «Сокровища императора»обвинили Карину Кокс и Женю Искандарову в беспринципной игре ради победы
Москва
«Вакуум легитимности» Зеленского как способ обнулить победу в СВО
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net