په ايران کې د پارلمان وکيلان وايي، که واشنګټن سپاه پاسداران انقلاب ځواک د ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړي، ايران به متقابل اقدام وکړي.
د ايرنا دولتي خبري اژانس د ننني راپور په حواله، د ايران د پارلمان د ٢٩٠ غړو له ډلې ٢٥٥ يې په يوې لاسليک کړې اعلاميې کې وويل:
"د سپاه پاسداران انقلاب پرضد که هر اقدام کېږي، موږ به يې په متقابل عمل ځواب وايوو."
تر دې مخکې امريکايي رسنيو راپور ورکړى و چې واشنګټن به ډېر ژر د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د بهرنيو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړي.... Читать дальше...