داودزی: روانه اوونۍ د سولې د مرکچي هيئت د ترکيب او صلاحيت پرېکړه کېږي
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، قطر ته د سولې د تلونکي مرکچي هيئت د ترکيب او صلاحيتونو په اړه روانه اوونۍ پرېکړه کېږي.
د دې شورا د دارالانشا او د سولې مشورتي لويې جرګې د دايرېدو د کمېسيون رئيس محمد عمر داودزي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل:
"د چهارشبنې په ورځ د سرو کرښو، قطر ته د تلونکي هيئت ترکيب، د مرکچي ټيم ترکيب او د دغه ټيم صلاحيتونه او مسؤليتونه د مسودې په توګه پېشنهاد کېږي او په همدې ورځ چې د وري ٢١مه ده، که خداى کول تصويبېږي."
ښاغلي دوادزي وويل چې يو لوى پلاوى قطر ته ځي چې د سولې د موضوع په اړه د طالبانو له استازو سره نظرونه تبادله کړي.
عمر داودزى وايي، د سولې اصلي مذاکرې چې د پراخ مرکچي ټيم غړي به يې له وسله والو طالبانو سره کوي، ښايي په نورو هېوادونو کې وشي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د روغې جوړې د عالي شورا د رهبرۍ په لومړۍ غونډه کې د مرکچي ټيم د غړو په ټاکلو کې د پوره دقت غوښتنه وکړه.
وسله والو طالبانو چې تر اوسه یې د افغانستان له حکومت سره د سولې له مخامخ خبرو انکار کړى، د حکومت په ګډون د ټولنې له بېلابېلو قشرونو جوړ ټيم سره خبرو ته يې لېوالتيا ښوولې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ټينګار هم د دغسې يوه پراخ ټيم پر تشکيل و.