دفاع وزارت: د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.
د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو خبره تکرار کړې ده .
د افغانستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ ګلبدین نایب د یو ورځنیو، راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټیسټ لوبو لپاره کپټانان ټاکلي خو له دې پرېکړې سره ځینو لوبغاړو مخالفت کړی.
زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرشاه محمودقریشي سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. کرکټ بورډ ګلبدین نایب د یو ورځنیو، راشدخان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټیسټ کپټانان کړل. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د نویو تري ډي جېټ جامو د خلکو پر وړاندې خپل ړومبی الوت د چارشنبې پر ورځ وکړ. اسرار عالم مومند د رويټرز پر ويډيو راپور جوړ کړی چې دلته يې کتلای شئ:
د احتساب قامي ادارې نېب چارواکو په پنجاب اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر حمزه شهباز د ګرفتاري لپاره د اپریل پر پنځمه په لاهور کې د هغه په کور چاپه ووهله خو نوموړي يې ګرفتاره نه کړې شو.
د بادغیس چارواکي وايي، د دې ولایت د مرکز قلعهنو او د هرات ترمنځ لویه لاره کې سیلابونو ۷ کسان وژلي او لس نور يې وړي دي. د غرب زون د طبیعي پیښو ریاست ویلي چې د لادرکه شوېو کسانو د جسدونو په لټه کې دي. په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو جسدونه د دې ولایت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي. د نوموړي په خبره په مړو کې کوچنیان، ښځې او د زاړه عمر کسان شامل دي.
پاکستاني وزیر اعظم یوځل بیا په افغانستان کې د یوه بې-پلوه لنډمهالي حکومت وړاندیز وکړ چې هلته انتخابات وکړي او سوله راشي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د وزارت له سېکرټرې تهمینې جنجوعه سره لیدلي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د افغان هوايي ځواکونو د پیلوټانو د روزنې او د ساتنې د چارو لپاره د ۴۲ عشاریه ۷ میلیونو ډالرو نوی قرارداد کړی دی. پنټاګون په یوه بیان کې ویلي چې د دې قرارداد له مخې به د «اې ۲۹» سوپرټوکانو جنګي الوتکو لپاره افغان پیلوټانو ته روزنه ورکوي او د دې الوتکو ساتنه به کېږي. د افغان پیلوټانو د روزنې دوره به د جورجیا ایالت په موډي پوځي اډه کې پیلېږي او تمه ده چې د ۲۰۲۳میلادي کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه بشپړه شي. په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو ویلي چې تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې... Читать дальше...
د بادغیس چارواکي وايي، د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ جګړې ته کمانډو ځواکونو رسیدلي دي. د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي نن ازادي راډیو ته وویل، د دفاع د وزارت مرستیال محمد یاسین ضیاء او د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان نورالله قادري د بالامرغاب د جګړې د څارولو په هدف په بادغیس کې دي. ښاغلي شهابي وویل، د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. تردې مخکې دفاع وزارت وویل چې په بالامرغاب کې د جګړې شدت کم شوی دی. د افغان مقاماتو په خبره د بالامرغاب په جګړه کې تر اوسه ۳۲ افغان سرتیري وژل شوي دي.
د سرينګر غاټول په سیمه کې شهرت لري او هرکال د پسرلي په پېل کې غوړېږي. په دې اړه د رویټرز ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
پاکستان ته د افغانستان د سولې په تړاو له خبرداري وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلاماباد ته...
نن د جمعې په ورځ د خوست لسګونو پیغلو او مېرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې پهدې هېواد کې د سولې له یوې دایمي هوکړې مخکې اوربند ته غاړه کېږدي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي، په افغانستان کې به د ناټو د تېرو ١٨ کلونو قربانۍ نه ضايع کېږي.
پاکستاني چارواکي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد نن په اسلاماباد کې د افغانستان د سولې پر روان بهیر خبرې کوي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د جګړې شدت کم شوی دی. د دفاع د وزارت ویاند قیس منګل نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د ځپلو لپاره اضافي ځواکونه بالامرغاب ته رسیدلي دي. په همدې حال کې اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس نن د بادغیس د سیمهییزو مقاماتو په حواله ویلي چې د بالامرغاب په جګړه کې ۱۲ نور افغان سرتیري هم وژل شوي دي. پهدې سره تراوسه پورې د بادغیس د بالامرغاب په جګړه کې د وژل شوېو افغان سرتیرو شمېره ۳۲ ته لوړه ده.
د بریتانيې صدراعظمې ټرزا مې په یوه لیک کې د اروپايي شورا له مشر ډونالډ ټوسک څخه غوښتي چې له اروپايي اتحاديې د بریتانيې د وتلو معامله یا برګزیټ د را روانې جون میاشت تر ۳۰مې پورې وځنډوي. پهداسې حال کې چې له اروپايي ټولنې د بریتانيې د وتلو لپاره کومه معامله لا نهده تصویب، د اوسني مهالویش له مخې دا پروسه باید د روانې اپریل میاشت پر ۱۲مه نېټه عملي شي. راپورونه وايي، د اروپايي شورا مشر د دې اتحادي له غړو هېوادونو غواړي چې د بریتانيې صدراعظمې ته یو کال وخت ورکړي. ډونالډ ټوسک اروپايي هېوادونو ته... Читать дальше...
ترکيې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر هغو بيانونو سخت انتقاد کړى چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پامپيو او د ترکيې د بهرنيو چارو ....
د بلوچستان په ژوب ضلع کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې لخوا د امن په موضوع ګڼ ګوندیزه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند،پاکستان مسلیم لیګ ق او نورو ګوندونو سیاستوالو ګډون وکړو.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، امریکا د دفاع وزارت لهخوا چې کوم يونیفورم افغان ځواکونو ته ورکول کېږي، په ځینو ځایونو کې مؤثر نهدي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پر مهال د کرکټ لوبې د درې واړو فارمټونو یا جوړښتونو لپاره نوي لوبډلمشران او مرستیال لوبډلمشران معرفي کړل. د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نائب د لوبډلمشر او ورسره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوورېزو لوبو لوبډلمشر راشد خان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ سیالیو لپاره رحمت شاه او حشمت الله شهیدي د مرستیال کپتان په توګه ټاکل شوي دي. غوراوي کمېټې سربېره پردې پهدغه خبري ناسته کې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وکتل. که څه هم تر اوسه پورې له پاکستاني مشرانو سره د خلیلزاد د خبرو جزئیات نهدي خپاره شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې نوموړي د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې کړي دي. خلیلزاد پاکستان ته له سفر مخکې په کابل کې له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس، د سیاسي ډلو له مشرانو او د مدني ټولنې له استازو سره خبرې وکړې او ټینګار يې وکړ چې د افغانستان ټولې خواوې... Читать дальше...
د ناټو، متحده ایالاتو او ترکيې ترمنځ لفظي جګړې زور اخېستی دی. دا لفظي شخړې له روسيې څخه د ترکيې د «اېس ۴۰۰» دافع هوا سیسټم د پیرولو او د سوريې په اړه د دې درې اړخونو په دریځونو کې د اختلاف له امله پورته شوي دي. امریکا او ناټو تړون د ترکيې لهخوا د روسيې د دافع هوا سیسټم له پیرولو سره مخالفت ښيې. ترکيې بیا د دې هېواد او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو د پرونۍ غونډې په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت څرګندونې غندلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالات پینځو نورو هېوادونو ته د «اېف ۳۵» ډوله جټ الوتکو په پلورولو غور کوي. د رویترز خبري اژانس وايي، پهدې هېوادونو کې رومانیا، پولنډ او یونان هم شامل دي. بلجیم لومړنۍ هېواد و چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې يې د ۴ عشاریه ۵۵ میلیاردو ډالرو په قیمت د «اېف ۳۵» جېټ الوتکو د پیرولو موافقه وکړه. د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو بریتانيې،اسټرالیا، هالنډ، اسرائیل،جاپان، جنوبي کوریا او ترکیه هغه هېوادونه دي چې د «اېف ۳۵» الوتکو د پیرولو لپاره يې خپلې غوښتنې وړاندې کړي. امریکا ترکیه ته د دې لپاره... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.