خلیلزاد نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وکتل
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وکتل.
که څه هم تر اوسه پورې له پاکستاني مشرانو سره د خلیلزاد د خبرو جزئیات نهدي خپاره شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې نوموړي د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې کړي دي.
خلیلزاد پاکستان ته له سفر مخکې په کابل کې له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس، د سیاسي ډلو له مشرانو او د مدني ټولنې له استازو سره خبرې وکړې او ټینګار يې وکړ چې د افغانستان ټولې خواوې باید د سولې په بینالافغاني مذاکراتو کې ونډه واخلي.
ټاکل شوې ده چې زلمی خلیلزاد په راتلونکو څو ورځو کې په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو اترو شپږم دور پیل کړي.