بریتانیايي شهزاده ویلیم د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې النور او لینووډ جوماتونو ته لاړ او د دې هېواد مسلمانان یې وستایل.
په دې جوماتونو کې تېره میاشت وسله والو کسانو ۵۰ تنه لمونځ کوونکي ووژل.
شهزاده ویلیم نن جمعه په النور جومات کې چې د مارچ په ۱۵مه نېټه ۴۲ تنه لمونځ کوونکي پکې ووژل شول، وینا وکړه.
ده له حملې ۱۶۰ تنو روغ وتلیو ته وویل چې تاسو په تېرو څو اوونیو کې ولیدل چې نړۍ له تاسو سره ده.
د بریتانیا په یارک شایر کې د کویلې وړلو هغه نړیواله سیالي ترسره شوه چې نیمه پېړۍ وړاندې د چاغوالي له پېغوره پیل شوې وه. بوریوال کاکړ په دې اړه د اې پي اژانس پر ویډیو ولاړ رپوټ وړاندې کوي.
امریکا،روسیې او چین طالبان هڅولي چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره خبروته کښیني.
د سریلانکا ځینې مسلمانان وايي چې د تېرې یکشنبې له بریدونو وروسته ګواښل کیږي.
د میانمار او چین په سرحدي سیمو کې د وحشي ژویو خرڅلاو فعالان اندېښمن کړي.
ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو یې په لوګر کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو یوه ډیپو ویجاړه کړه.
د ملي امنیت د ریاست له خبرپاڼې سره سم، دا عملیات د لوګر په خروار ولسوالۍ کې وشول او په ترڅ کې یې ۶ مشکوک طالبان نیول شوي او یوزرو شپږ سوه پنځوس کیلو چاودېدونکي مواد له یو شمېر مخابرو او موبایلونو سره د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ځواکونو یې په زابل ولایت کې د طالبانو له بنده ۵۳ بندیان خوشې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وویل چې دا عملیات د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې شوي دي.
د ښاغلي رحیمي په وینا، په دې عملیاتو کې لږترلږه ۸ طالبان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې په ۵۳ خوشې شویو کسانو کې د ملي اردو ۴ کومانډو او۴ پولیس هم شامل دي.
تر دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو په یو لو عملیاتو کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د سلوزرو قوم ۲۴ سپینږیري... Читать дальше...
روغتیايي چارواکو د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس د ۲ پوهنتونونو سلګونه کارکوونکي او محصلان د دې لپاره قرنطین کړل چې ممکن د شري په ناروغۍ اخته شوي وي.
دوی دا نه شي تاییدولی چې ایا دا کسان واکسین شوي او که نه دي.
قرنطین شوي کسان باید له کوره ونه وځي، له نورو خلکو سره تماس ونه نیسي او که د شري د ناروغۍ نښو پکې وده وکړه، باید سمدستي روغتیايي مسؤلانو ته خبر ورکړي.
د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې دا ناروغي د هغو کسانو په منځ کې په چټکه خپرېږي چې واکسین شوي نه دي.
په سریلانکا کې د تېرې یکشنبې تر خونړیو بریدونو وروسته یو شمېر مسلمانان د قهرجنو کلیوالو له...
د خلکو پر روابطو او اساسي تاسیساتو باندې ټینګار د چین د ولسمشر د نننۍ وینا اصلي ټکي ...
بالاخره د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې له انتخاباتو شپږ میاشتې وروسته د دغې جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې لومړۍ غونډه ...
په کوټه کې د یوې غیر حکومتي ادارې لخوا بېوزلو میرمنو ته نه یوازې هنري زده کړې ورکول کېږي بلکې د دوی د کار او روزګار لپاره د کار شیان هم ورکول کېږي. ایوب ترین پرې ویډیويي رپورټ لري
په افغانستان کې د مجاهدینو د بریالیتوب د ۲۷ مې کالیزې په پار هغه غونډه چې په خوست کې جوړه شوې وه، ګډونوالو يې له افغان دولت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې په میاشت کې دې دواړه لوري اوربند اعلان وکړي، تر څو خلکو ته په ارامه فضا کې د عبادتونو زمینه برابره شي.
دوی زیاتوله، که چېرې د اوربند غوښتنه يې ومنل شي، نو دوی باور لري چې وروسته به بین الافغاني خبرو اترو او یوې دایمي سولې ته هم لاره پرانیستل شي.
په یاده غونډه کې چې نن د جمعې په ورځ د لسګونو پخوانیو مجاهدینو، دیني عالمانو او ځوانانو... Читать дальше...
د اپرېل پر ۲۵مه ماسپښین مهال د خوست ګڼو قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوې غونډې له لارې د مشورتي لويې جرګې د ملاتړ تر څنګ هیله وښوده چې د جرګې ګډونوال به په خپلو کې د بحثونو او سلا مشورو له لارې تلپاتې او باعزته سولې ته لارې چارې ومومي.
د تن فروشۍ، مخدره موادو او قماربازیو تر څنګ په سرحدي سیمو کې اوس وحشي ژوي هم په ناقانونه...
چارواکي وایي چې په ارزګان کې یې ۵۳ تنه افغان سرتېري د وسله والو طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.
د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، دغه سرتېري یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال تېره شپه د وسله والو طالبانو له زندان ازاد کړي.
دوی زیاتوي چې د یادو عملیاتو پرمهال يې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوړلې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسینو څه نه دي ویلي.
ولسمشر پوتین به د شمالي کوریا له مشر کم جونګ اون سره د خپل د اپرېل پر ۲۵مه ملاقات چینایي مشران خبروي او دا یې هم ویلي دي چې امریکا ته په دې اړه تفصیل ورکولو ته تیار دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي په “ یوه کړه یوه لاره پروژه “ کې شامل هیوادونه دې له یو بل سره تجارت ازاد کړي.
د ملي امنیت سلاکار د اپرېل پر ۲۵مه په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي او له هندي سفیر وېنې کمار سره خبرې وکړې.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پولیو ناروغۍ پرضدماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپاین د اپرېل پر ۲۶مه بیرته پیل شو.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو غواړي چې په کابل کې د امریکا سفارت د کارکوونکو شمېر د بلې میاشتې له پای نیمايي ته راکم کړي.
په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت د اړیکو او روابطو رئیس ذاکرالله فرزهیي ازادي راډيو ته وویل، د دغې دورې د پرانیستې ...
طالبان وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د پنجشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د مرکچي هیئت له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د روېټرز خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې وايي، په دوحه کې د دوی د مرکچي هیئت د مشر ملا برادر او نورو غړو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرونۍ خبرې د سولې په روانو هڅو، ولسي مرګ ژوبلې او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې په بشري مرستو متمرکزې وې.
روېټرز خبري اژانس د یوناما د چارواکو له خولې وايي چې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو غواړي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو شمېر د بلې میاشتې له پای نیمايي ته راکم کړي.
روېټرز وايي، د درې امریکايي چارواکو په شمول څلورو سرچینو ورته ویلي، امریکا پلان لري چې په کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو شمېر نیمايي ته راکم کړي.
د کانګرس یوې سرچینې روېټرز ته ویلي، په کابل کې به د امریکا د سفارت د کارکوونکو کمول د مې له ۳۱مې نېټې پیل شي.
په راپور کې د امریکايي چارواکو او د کانګرس د سرچینو له قوله ویل شوي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما تازه راپور د وال سټریټ ژورنال...
په سرپل ولایت کې تالندې او برښنا یوه ځوانه نجلۍ وژلې او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل، پېښه د سرپل په مرکز کې شوې، چېرې چې له دوو ورځو راهېسې اورښتونو زور اخیستی دی.
تر دې مخکې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو هم پر یو کور د تندر د غورځېدو په پېښه کې د یوې ځوانې نجلۍ د مړینې خبر ورکړل و.
په سرپل کې پرون، د اپرېل په پنځه ویشتمه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولسي غونډه وشوه.
سرپل په وروستیو کې د افغانستان له ډېرو نا امنو ولایتونو ګڼل کېږي.
په پرونۍ غونډه کې د سرپل د علماوو د شورا مشر مولوي نقیب الله پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې اور بند او له حکومت سره د روغې جوړې لپاره خبرې وکړي.
ده وویل:
"زموږ اردو، پولیس او امنیت زموږ د ویاړ وړ دي، هغوی زموږ ځان او عزت خوندي کړی دی."
په سرپل کې د غونډې نورو ګډونوالو هم مذاکرې په افغانستان د روان بحران د حل یوازنۍ لار وبلله.
وسله والو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net