په خوست کې پخوانیو مجاهدینو د اوربند غوښتنه وکړه
دوی زیاتوله، که چېرې د اوربند غوښتنه يې ومنل شي، نو دوی باور لري چې وروسته به بین الافغاني خبرو اترو او یوې دایمي سولې ته هم لاره پرانیستل شي.
په یاده غونډه کې چې نن د جمعې په ورځ د لسګونو پخوانیو مجاهدینو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه، ویناوالو په دې خواشیني څرګنده کړه چې لا هم جګړې هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند او د وجود غړي اخلي او د افغانانو احتیاجۍ پسې ډېرېږي.
په هېواد کې د تلپاتې سولې تامین، د جګړې پای او د هېواد د پرمختګ لپاره د ټولو ګډ کار د افغانانو هغه هیلې دي چې له افغانستانه د شوروي لښکرو تر وتلو درې لسیزې وروسته هم نیمګړې پاتې شوې دي.
