Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 23.04.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ترکیې، روسیې او چین د امریکا له دې پریکړې سره مخالفت کړی چې د ایران تیل دې نه اخلي، سریلانکا بیړنی حالت اعلان کړی او د شمالي کوریا مشر روسیې ته روان دی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

په پېښور پوهنتون کې د امن مېله

Mashaalradio.com 

په پېښور پوهنتون کې د امن پر موضوع د هنري کارونو، نقاشۍ او د لاسي توکو یو نندارتون جوړ شوی وو چې پکې د صوبې یوشمېر زده کونکو ګډون کړی وو. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.

چین د ایران د تېلو په اړه د امریکا په پرېکړه سخت غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د چین حکومت د واشنګټن د دې پرېکړې پر ضد چې له ایرانه د تېلو پر واردوونکو هېوادونو به بندیزونه ولګوي، سخت غبرګون څرګند کړی دی. چین خبرداری ورکړی چې دا کار په منځني ختیځ او د تېلو په نړیوال مارکېټ کې بحران لا زیاتولی شي. سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې د معافیت هغه مهلت به چې د ایران د تېلو یو شمېر واردوونکو ته ورکړ شوی و، نه تمدیدوي. د امریکا حکومت چین، جاپان، جنوبي کوریا، هند او ترکیې ته له ایرانه د تېلو د واردولو لپاره معافیت ورکړی و. خو سپینې ماڼۍ... Читать дальше...



په خوست کې کتاب لوستنه ډېره شوې ده

Mashaalradio.com 

ځوانانو او فعالانو زیاتوله، اوس تر ډېره ځوانان چې په ترکیب کې يې ښځې او نجونې هم شاملې دي، د کتاب لوستنې په اهمیت پوۍ شوي او هڅه کوي، چې لږ تر لږه په یوه برخه کې مسلکي زده کړې ولري.

په کوټه کې د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه وشوه چې په کې د ګډونوالو وینا وه چې کتاب د امن او خوشحالۍ پوهه ورکوي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.

په کندز کې نن په یوه ولسي غونډه کې خلکو د اوربند غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې نن د اپرېل په درویشتمه په یوه ولسي غونډه کې خلکو د اوربند غوښتنه وکړه.  د افغانستان حکومت څو ورځې مخکې د خالد په نوم پوځي عملیات پیل کړل او ورپسې وسله والو طالبانو د الفتح عملیاتو د پیل اعلان وکړ.  په کندز کې په نننۍ غونډه کې خلکو له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې د درناوي لپاره اوربند وکړي.  دا په د اسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او دوحې ته روان دی.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې خلیلزاد به افغانستان،... Читать дальше...



ملګري ملتونه: په افغانستان کې د محتاجو انسانانو ۶۰ سلنه ماشومان دي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د محتاجو انسانانو ۶۰ فیصده ماشومان دي. د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یونسېف نن د اپرېل په درویشتمه د افغانستان له حکومت سره یو ګډ ورکشاپ پیل کړ، څو د کوچنیانو د خونديتوب او مصؤنیت ستراتیژي جوړه کړي. د دې ادارې په وینا، په دې پروګرام کې به پر داسې لارو خبرې کېږي چې د افغانستان د شرایطو مطابق په بېړنیو حالاتونو کې له کوچنیانو سره مرسته وکړي. په افغانستان کې روانه جګړه، کار ته د کوچنیانو مجبوره کول، جبري ودونه، له کوچنیانو سره جنسي تشدد او ناسمه استفاده څو عمده ستونزې دي.

د هند د انتخاباتو دریم پړاو پیل شو

Mashaalradio.com 

په هند کې د پارلماني انتخاباتو دریم پړاو پیل شوی دی. په دې پړاو کې به هم په یو شمېر ریاستونو کې ولس د دې لپاره رایې اچوي چې خپل استازي پارلمان ته ولېږي. بوریوال کاکړ د اېسوشییټډ پریس اژانس پر ویډیو ولاړ راپوټ وړاندې کوي.

د ولسمشرۍ د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزول بشپړ شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي کاندیدانو د اسنادو ارزول‌یې بشپړ کړل او وروستۍ نتیجه‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته واستوله.  د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، د لسمشریزو احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو کمېټې د دولت له اړوندو ارګانونو سره د کاندیدانو اړوند ټول مسایل شریک کړي او د هر یوه په اړه‌یې کره معلومات ترلاسه کړي. ښاغلي الیاسي وویل، د دغو کاندیدانو د نهايي لېست اعلانول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دنده ده. Читать дальше...

کندهار کې د کتاب نړيواله ورځ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وایي چې له کتاب لوستنې سره په دې ولایت کې د ځوانانو لېوالتيا زياته شوې ده. په دې اړه د صادق رښتینی ویډیويي رپورټ لري.

په کندهار کې د کتاب نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Pa.azadiradio.com 

دغه ورځ د نورو کلونو په توپیر ځوانانو د کندهار پر يوه واټ ونمانځله. په عینې وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وایي چې له کتاب لوستنې سره په دې ولایت کې د ځوانانو لېوالتيا زياته شوې ده. ویډيو راپور: صادق رښتینی اېډېټ: تمیم اخګر

د نوي او زړې موسيقۍ تړل دې هنر ته وده ورکولای شي: ظفر اقرار

Mashaalradio.com 

د پښتو ژبې ځوان سندرغاړی ظفر اقرار وايي چې د نوي او زړې موسيقۍ په تړلو سره دې هنر ته نوره وده ورکول کېدای شي. نوموړي د مشال راډيو په خپرونه ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې د خپل ژوند او هنر په اړه تفصيل شريک کړی دی. دا خپرونه د ځلاند يوسفزي په تخنيکي مرسته جوړه شوې ده.

ارزګان کې د کرکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د کرکټ یو میاشتنۍ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د دغه ولایت د کرکټ بورډ مسؤل جماالدین میلاد نن د سې شنبې په ورځ  ازادي راډيو ته وویل، په‌دغه ټورنمنټ کې ۱۸ لوبډلو برخه اخیستې وه چې هدف‌یې د ځوانانو ترمنځ یووالی او کرکټ لوبو ته وده ورکول ښودل شوي. په ورته وخت کې یو شمېر لوبغاړي بیا له افغان حکومته غواړي چې د لوبو کولو لپاره دې ورته معیاري لوبغالی جوړ شي.

د کابل د نجونو فوټ‌سال: استقلال د کابل کلپ پر وړاندې بری وموند

Pa.azadiradio.com 

د کابل د نجونو د فوټ‌سال لیګ د سیالیو په لړ کې پرون د دوشنبې په ورځ هم درې لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسنیو د برخې مرستیال شمس امیني نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د نجونو له تعلیم څخه د ملاتړ په نوم درېیو ټيمونو ترمنځ ترسره شوې. دی وايي: "استقلال ټيم د کابل کلپ پر وړاندې ۲ صفر بریا ته ورسېد، عدالت ټيم ۸ د ۲ په مقابل کې سنګر ټيم ته ماتې ورکړه او هدیه ټيم ۱۰ د صفر په وړاندې د اشیانې پر ټيم بری ترلاسه کړ." نوموړي وویل چې دغه لوبې د نجونو... Читать дальше...


Музыкальные новости
НОПРИЗ

Подмосковные проекты победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023





Персональные новости
Сергей Трофимов

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ





د سریلانکا په خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

په سریلانکا کې په وروستیو خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی دی. د پولیسو په وینا، ۵۰۰ تنه زخمیان دي.  د یکشنبې په ورځ چې د نړۍ عیسویانو د ایستر مذهبي مراسم ترسره کول، د سریلانکا په پلازمېنه، کلمبو کې پر کلیساوو او لُکسو هوټلونو نهه چاودنې وشوې. د سریلانکا پولیسو نن د اپرېل په ۲۳مه وویل چې سلګونه زخمیان لا هم په روغتونونو کې بستر دي. پولیسو ویلي چې د حملو په تړاو یې تر اوسه ۴۰ مشکوک کسان نیولي دي. په سریلانکا کې نن د قربانیانو د درناوي لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی. د هغه هېواد ټول ولس نن درې دقیقې سکوت وکړ. Читать дальше...

پوتین او کېم جونګ اون په ولادي واستوک ښار کې سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن د اپرېل په ۲۳مه وویل چې د کمونېست رژیم مشر کېم جونګ اون به ډېر ژر روسیې ته ولاړ شي. د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس په وینا، کېم جونګ اون د روسیې د ولسمشر په بلنه هغه هېواد ته ځي.  دې خبري اژانس ویلي چې کېم به په نږدې وخت کې روسیې ته ولاړ شي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.  کرملېن د اپرېل په ۱۸مه ویلي و چې د شمالي کوریا د رژیم مشر به د اپرېل میاشتې په دوهمه نیمايي کې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته ورشي. د روسیې ورځپاڼې کومېر سانټ نن ویلي... Читать дальше...

ایرلنډ کې د «لېرا مک‌کې» د قتل په تړاو یوه مشکوکه ښځه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

په شمالي ایرلنډ کې پولیسو یوه مشکوکه ښځه د ژورنالېستې «لېرا مک‌کې» د قتل سره په تړاو نیولې ده. «لېرا مک‌کې» تېره اوونۍ په لندن دیري ښار کې په یوه مظاهره کې ووژل شوه. د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي چې له دې پېښې سره په تړاو یوه ۵۷ کلنه ښځه نیول شوې، خو نوم‌یې نه‌دی خپور کړی. د پولیسو په بیان کې چې نن د اپرېل په ۲۳مه خپور شو، ویل شوي چې دا ښځه د ترورېزم پر ضد د مبارزې د قانون له مخې نیول شوې ده. تر دې وړاندې دوه نارینه هم پولیسو نیولي و، خو وروسته‌یې خوشې کړل. د ایرلنډ د جمهوريت پوځ له ډلې «IRA» یوې راجلا شوي ګروپ چې ځان ته نوې «ای. Читать дальше...

"IPL": راشد خان په ۹ سیالیو کې ۹ او نبي په ۴ کې ۷ لوبغاړي سوځولي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره‌لیګ سیالیو د نن شپې په لوبه کې سنرایزر حیدراباد او چنای سوپرکېنګز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي. دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي په سنرایزر لوبډله کې لوبېږي، راشد خان تر دې دمه په نهه سیالیو کې نهه او محمد نبي بیا په څلورو سیالیو کې ۷ مقابل لوبغاړي سوځولي دي. دا په روانو سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم ځل مخامخېدل دي. په تېره لوبه کې سنرایزر لوبډلې چنای لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه. بل‌خوا د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Шествие трубачей и уроки танцев: что ждет посетителей парков Москвы в майские праздники


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Учения по ликвидации лесных пожаров прошли в Богородском округе





Путин в России и мире
Москва

Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Ивлеева

Блогер Ивлеева не явилась в суд на заседание по делу о дискредитации ВС России



Москва

Дебошира с самолета Сургут – Москва приговорили к штрафу в 600 тыс. рублей

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net