ملګري ملتونه: په افغانستان کې د محتاجو انسانانو ۶۰ سلنه ماشومان دي
د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یونسېف نن د اپرېل په درویشتمه د افغانستان له حکومت سره یو ګډ ورکشاپ پیل کړ، څو د کوچنیانو د خونديتوب او مصؤنیت ستراتیژي جوړه کړي.
د دې ادارې په وینا، په دې پروګرام کې به پر داسې لارو خبرې کېږي چې د افغانستان د شرایطو مطابق په بېړنیو حالاتونو کې له کوچنیانو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې روانه جګړه، کار ته د کوچنیانو مجبوره کول، جبري ودونه، له کوچنیانو سره جنسي تشدد او ناسمه استفاده څو عمده ستونزې دي.
