لویه څارنوالي: د ۶کلنې مهسا د قتل دوسیه سترې محکمې ته وسپارل شوه
د افغانستان لویه څارنوالي په هېواد کې د تښتونو او قتل پېښو ته په اشارې سره ګواښ کوي چې نور د دغه شان قضیو ...
د افغانستان لویه څارنوالي په هېواد کې د تښتونو او قتل پېښو ته په اشارې سره ګواښ کوي چې نور د دغه شان قضیو ...
د وزیرستان د ځوانانو اتحادیې په سیمه کې د وجیري ګلونو نندارې په نامه میله پیل کړې ده. دوي وايي د دې پخواني دود بیا ژوندۍ کولو هدف په سیمه کې د ویرې احساس ختمول او د امن پېغام خپرول دي.
د پاکستان صدراعظم وايي، د هندوستان هغه ادعا غلطه ثابته شوې چې ويلي يې وو، د پاکستان يوه جنګي الوتکه يې ويشتلې وه. ويل شوي وو چې هندوستان دغه F-16 ډوله الوتکه په فبرورۍ مياشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پر مهال ويشتلې ده. په امريکا کې فارين پالېسۍ مجلې وړمه ورځ د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړى و چې د پاکستان دغه ډول ټولې جنګي الوتکې شمېرل شوي دي. د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په ټوېټر کې ليکلي: "حقيقت هر وخت بريالى کېږي او دا تل تر ټولو غوره پالېسي ده." د هندوستان هوايي ځواک... Читать дальше...
د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، حکومت اداري اصلاحاتو، پايدارې سولې او ثبات ته ژمن دى. عبدالله عبدالله دا خبره نن شنبه په اردن کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوترش سره د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د کتنې پر مهال وکړه. اجرائيه رئيس د منځني ختيځ او د شمالي افريقا لپاره د نړيوالې اقتصادي غونډې د پرانيستې په مراسمو کې برخه واخيسته. د اجرائيه رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي عبدالله ته ويلي چې دغه سازمان به د افغانانو تر څنګ وي. د اعلاميې په حواله، انتونيو ګوترش... Читать дальше...
لويه څارنوالي والي وايي، د شپږ کلنې مهسا د قتل دوسيه يې نن سترې محکمې ته ولېږله. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، دوى په تېرو ٢٠ ورځو کې د دې قضيې ټول اړخونه څېړلي او تحقيقات بشپړ شوي دي. دی وایي: "دوسيه نن محکمې ته وسپارل شوه، تر ټولو سخت مجازات چې د افغانستان په جزايي کوډ کې په پام کې نيول شوي، دوى ته ورکول کېږي، دغه مجازات د عمدي قتل لپاره دي، داسې قتل چې په لوى لاس شوى وي." شپږکلنه مهسا د کب د مياشتې په ١٩مه په کابل کې وتښتول شوه چې مړى يې وروسته وموندل شو. Читать дальше...
د بادغيس ولايت چارواکي وايي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې له پرون راهيسې جګړه شديده شوې ده. د والي وياند وايي، امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له ودانۍ تاکتيکي شاتګ کړى دى. جمشېد شهابي نن مازيګر ازادي راډيو ته وويل: "زموږ امنيتي ځواکونو د امنيې قوماندانۍ له ودانۍ تاکتيکي شاتګ کړى، د ودانۍ په څو مترۍ کې يې غوره موقعيت خپل کړى چې وکړاى شي، له دې سيمې وسله وال مخالفان تر ګواښ لاندې ونيسي." په بالامرغاب کې د چهارشنبې له ورځې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.... Читать дальше...
د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي په دوه ورځني سفر په ګاونډي هېواد ايران کې دى. دغه دوه هېوادونه هڅه کوي چې په خپلو کې تجارتي اړيکې پراخې کړي. ښاغلي مهدي نن د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره په تهران کې وکتل. د ايران ولسمشر ويلي چې په دې کتنه کې يې د ګازو او برښنا د تجارت د پراختيا په اړه خبرې وکړې او د رېلګاډو په مرسته د خپلو هېوادونو د اتصال لپاره يې د پلانونو پر عملي کولو بحث وکړ. تر دې مخکې په مارچ مياشت کې روحاني خپل لومړى رسمي سفر عراق ته کړى و. تهران هڅه کوي چې په ګاونډي هېواد عراق کې... Читать дальше...
د افغانستان د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې ۵۳۵ ځوانانو د کمپیوټر او انګریزی ژبې شپږ میاشتنۍ وړیا زده کړې بشپړ کړې او د اپرېل پر شپږمه یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د افغانستان د کرنې وزارت په بلخ ولایت کې۱۵۰ بېوزلو کلیوالو ښځو ته د چرګانو د ساتلو کڅوړې وېشلي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د کرنې ریاست له لوري دغه مرستې د بېوزلو ښځو د اقتصادي ملاتړ لپاره شوي دي. ښاغلی رستمي وایي چې د دغو مرستو لګښت ۲۲۵۰۰ امریکایي ډالره دی چې ښځې به یې د چرګانو د ساتلو او فارمونو په برخه کې ترې ګټه واخلي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د ټول افغانستان په کچه سلګونه ښځې د چرګانو په ساتلو بوختې دي او له همدې درکه خپل ورځنی ژوند مخته وړي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د اوسپنې سوداګر د دغه صنعت په برخه کې د اسانتیاو غوښتونکي دي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې د مالیې وزارت د اوسپنې په راواردونکو شرکتونو تعرفې لوړې کړي چې یاد سوداګر یې مخالف دي. د نوموړي په خبره، هر ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ موټره اوسپنې له نورو هېوادونو افغانستان ته راواردېږي. ښاغلی حاجي اغا وايي، په ورته وخت کې تولیدي شرکتونه بیا له دولته غواړي چې دوی ته د پروسس زمینه برابره او نورو هېوادونو ته دې د اوسپنو د قاچاق مخنیوی وکړي. Читать дальше...
د جوزجان چارواکي وايي، د فیض اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو په حمله کې د سیمه ییزو پولیسو درې قوماندانان وژل شوي او ۷ سیمه ییز پولیس ټپیان دي. د فیض اباد ولسوال انجنیر الف شاه نن ازادي راډيو ته وویل چې حمله تېره شپه ناوخته شوې او اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده. فیض اباد ولسوالۍ د جوزجان ـــ بلخ د لارې په اوږدو کې پرته هغه ولسوالۍ ده چې وخت ناوخت په کې طالبان پر افغان ځواکونو حملې کوي.
د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او پرمختايي وضعیت په اړه د سیګار تازه راپور ښيې چې په افغانستان کې اوس هم تر نورو هېوادونو ...
د کندهار چارواکي وايي، په ژړۍ ولسوالۍ کې ٣ وسله وال طالبان د ماين د ښخولو پر مهال وژل شوي دي. د والي وياند وايي، افغان ځواکونه له وسله والو سره چې غوښتل يې ماينونه ښخ کړي، په ماکوان کلي کې په جګړه واوښتل. عزيز احمد عزيزي وایي، په پېښه کې ٣ پوليس ټپيان شوي هم دي. دی وایي: "وسله والو مخالفانو غوښتل چې د ژړۍ ولسوالۍ اړوند پر لويو لارو او ځينو پلچکونو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي چې امنيتي ځواکونه سمدستي سيمې ته ورغلي او جګړه شوې، په جګړه کې ٣ وسله وال مخالفان وژل شوي او ٣ تنه يې ټپيان شوي دي، په... Читать дальше...
د بلوچستان په زیاترو روغتونونو کې د دوایانو د نیشتوالي او پر ډاکټرانو د تشدد د پېښو پرضد د اپرېل پر شپږمه هم د کوټې په ګډون د صوبې په زیاترو سرکاري روغتونو کې کاربندیز شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکترانو او لابراتوارونو ته خبرداری ورکوي چې د ناسم تشخیص په صورت کې به...
وروستیو سېلابونو په بلخ کې پنځه تنه وژلي او ګن شمېر نور یې ټپيان کړي، چمتال او دهدادي د بلخ له هغه ولسوالیو څخه...
د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس وايي چې طالبان باید د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ...
په کابل کې د ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې. د تکواندو ملي لوبډلې سر روزونکي بشیر ترکي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ به څلور ورځې دوام کوي چې په کې د هېواد د ۲۸ ولایتونو د ځوانانو تکواندو کارانو ترڅنګ په ایران او پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان لوبغاړي هم ګډون لري. په ټوله کې د ۲۲ تکواندو لوبډلو په ترکیب کې به شااوخوا ۲۰۰ لوبغاړي د يو بل پر وړاندې ولوبېږي. د تکواندو د دغو سیالیو په پای کې به ۴۰ تنه د افغانستان د ځوانانو تکواندو ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا هېواد به هغه ۳۶۰ هندوستاني بندیان خوشې کړي چې د عرب سمندر په پاکستاني...
په داسې حال کې چې په ځینو افریقایي هېوادونو کې د جنسي ځوروني پېښې ډېرې شوي، یوه افریقایي مشر...
په روان شمسي کال کې د ننګرهار ولایت څه د پاسه لسو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي او څو ورځې وروسته به د کوکنارو نېښ وهل او تریاکو را ټولول پیل شي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړ چې متحده ایالات به ډېر ژر د ایران سپاه پاسداران انقلاب یو بهرنی ترورېستي...
په هند کې پارليماني انتخابات د اپريل پر ۱۱مه کېږي چې د مې تر ۱۹مې پورې به دوام ولري. د ۱۷ لوک سبها ټاکنې به په اوو پړاونو کې ترسر کېږي.
د اپرېل څلورمه د ځمکلاندې بمونو يا ماينونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ وه. د دې اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې راسره د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ فريد اصغر په دې اړه خبرې کړي چې ماين چاودنو د قبايلي ځوانانو ژوند څومره اغېزمن کړی او له دې چاودنو دوی څنګه ځان او نور انسانان ژغورلی شي. اصغر وايي په قبايلي سیمو کې ماينونو لسګونه جينکۍ او هلکان معذوره کړل او د نورو د معذوه کېدو خطر هم شته ځکه چې اوس هم په يوه غټه اندازه تر ځمکې لاندې ماينونه ښخ دي. دا خپرونه چې کوربه يې اسرار عالم مومند دی، لاندېاورېدلای شئ... Читать дальше...
د زابل چارواکي وايي، د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د وسله والو طالبانو پر يوه موټر هوايي بريد وکړ. د زابل د والي ویاند وایي، بريد تېره شپه د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى. ګل اسلام سيال يې د تلفاتو په اړه وويل: "تېره شپه د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د هوايي ځواک د بريد په پايله کې چې پر يوه کرولا يې کړى، دوه وسله وال طالبان وژل شوي او ٢ نور شديد ټپيان دي، په دغه کرولا کې وسلې او مهمات هم بار وو چې هغه هم له منځه تللي دي." وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.