د اپرېل پر ۲۹مه، د سوات په سیدو شریف کې ګڼو ډاکترانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ. دا هغه ډاکتران دي چې د ۲۰۱۱ز کال او ۲۰۱۷ز تر منځ په موده کې یې زده کړې بشپړې کړې دي خو د ناامنیو له کبله یې د فراغت مراسم نه ول شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اپرېل پر ۲۹مه، افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې ګډونوال به درې ورځې له طالبانو سره د سولې پر اړخونو غږېږي او بیا به حکومت ته مشوره ورکوي. د رویټرز اژانس ویډیو.
نن دوشنبه په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیستل شوه. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی. په اندونیزیا کې د انتخاباتو ۲۹۶ کارکوونکي له زیات کاره مړه شوي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانیستې د مراسمو پر مهال وویل، که د پردي خبره نهشته، ولې طالبان د افغانستان له ملت او دولت سره له مذاکرو وېره لري.
هغه زیاته کړه چې خلک او حکومت کولای شي طالبان د نورو له ذهني ګروه او ستراتېژيکې قبضې وژغوري.
ایډیټ: تمیم اخګر
په کابل ښار کې د یوې اوونۍ رخصتۍ د خلکو په ورځنیو فعالیتونو او کاروبار منفي اثر کړی.
د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي په کابل کې د یوې ورځې رخصتي تصویر کړی ده.
ویډیو او تدوین: شفیع کریمي
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين ويلي چې پاکستان په لسګونه جاسوسي ادارې لري، که د دوی په اړه ورسره ثبوتونه وي نو ولې یې نه وړاندې کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته د خپل اووم سفر په ترڅ کې نن اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې د خلیلزاد دا سفر د کابل او اسلام اباد د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې په اړه د منظمو سلامشورو یوه برخه ده.
تر دې مخکې زلمي خلیلزاد د افغانستان له یوه سیمه ییز ټلویزیون طلوع نیوز سره په مرکه کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دریځ کې پر بدلون نسبي خوشبیني څرګنده کړې وه.
د جنوبي او مرکزي اسیا... Читать дальше...
په سریلانکا کې دغلته د سخت دریځو اسلامپالو د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته چارواکو پر ښځو په عامه ځایونو کې د مخ پټولو بندیز لګولی.
په دې هېواد کې تېره اوونۍ یو لړ هغو بریدونو چې مسؤلیت یې د داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، لږترلږه ۲۵۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
د ولسمشر مایتریپالا سیریسینا دفتر نن وویل، نوموړی د دوشنبې له ورځې د دې بندیز د لګولو لپاره له بېړني قانونه کار اخلي.
روېټرز خبري اژانس د حکومت د یوه ویاند له خولې ویلي:
"دا د ولسمشر امر دی چې د هر ډول ټوکر په وسیله... Читать дальше...
د هسپانیا واکمنو سوسیالېستانو د دې هېواد پارلماني انتخابات ګتلي، خو د دې لپاره چې واک کې پاتې شي، د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو نږدې ټولې رأیې شمېرل شوي، د صدراعظم پیدرو شان چیز سوسیالېستانو نږدې په سلو کې ۲۹ رأیې ګټلي دي.
دوی د هسپانیا د پارلمان له ۳۵۰ څوکیو ۱۲۲ څوکۍ ترلاسه کړي.
د هسپانیا سوسیال ګوند به اوس د حکومت جوړولو هڅه کوي، خو دوی به د قوانینو د تصویب لپاره اړ وي چې له خپلو رقیبو وړو ګوندونو سره مذاکرات وکړي.
د قزاقستان د ولسمشرۍ د هغو انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د جون په میاشت کې ترسره شي، اتو تنو کاندیدانو نومونه لیکلي دي.
دا خبره د قزاقستان د انتخاباتو کمېسيون د دوشنبې په ورځ کړې.
په دې اتو کاندیدانو کې موقت ولسمشر قاسم ژومارت توقاییف چې تمه کېږي د انتخاباتو ګټونکی به وي، هم شامل دی.
راپورونه وايي چې د تلغت ایرغالیف په نوم نهم کاندید د دوشنبې په ورځ له خپلې کاندیدۍ تېر شوی دی.
د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره د غوښتنلیکونو د سپارلو موده د یکشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.
ګومان نه کېږي چې د واکمن... Читать дальше...
د پیسو نړیوال صندوق وايي، داسې تمه ده چې د ایران اقتصادي وده به په دې کال کې په سلو کې شپږ راکمه شي او په دې هېواد کې به د انفلاسیون کچه په سلو کې څلوېښتو ته ورسېږي.
د پیسو نړیوال صندوق دا اټکل په داسې حال کې کړی چې ایران د امریکا د متحدو ایالتونو د سختو بندیزونو له اغېزو سره مخامخ دی.
واشنګټن وروسته له هغې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت، پر دې هېواد یې په تېر نومبر میاشت کې بېرته بندیزونه ولګول.
سپینې ماڼۍ د اپرېل په یویشتمه نېټه وویل، پرېکړه... Читать дальше...
له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو د ټاکلو په هدف د سولې مشورتي لویه جرګه نن په کابل کې پرانیستل ...
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په جنوبي افریقا کې د تمریناتي سیالیو له ترسره کولو وروسته هېواد ته راستون شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د هېواد د کرکټ دغه ډله ۲۴ ورځې په جنوبي افریقا کې په تمریناتو بوخته وه.
ده وویل:
"د افغانستان د کرکټ ټیم خپل تمریناتي کمپ پای ته ورساوه، نن هېواد ته راستون شو او ډېر ژر به د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره اروپا ته لاړ شي."
ده وویل، افغان کرکټ ټیم په جنوبي افریقا کې په یوې سیالۍ کې د کاناډا ټیم ته ماته... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې د فوټبال یوه اکاډمي پرانیستل شوه.
د کندهار ولایت د ورزشي ادارې سرپرست مدیر اغا نن ازادي راډیو ته وویل، د دغې اکاډمۍ کار پیل شو او د علاقمندانو جذبولو ته چمتو ده.
ده زیاته کړه:
"موږ په کندهار ولایت کې له څو کلونو وروسته وتوانېدو چې د لومړي ځل لپاره د فوټبال اکاډمي پرانیزو، وروسته له دې به په کندهار کې فوټبال ته مکتبي بڼه ورکړو."
ده وویل، اوسمهال په دغه اکاډمۍ کې ۷۵ ورزشکاران په تمرین بوخت دي.
د ښاغلي مدیراغا په خبره، د دغې اکاډمۍ د جوړېدو پروسه به درې کاله ونیسي.
ده... Читать дальше...
په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې ته د ورغلو لارو بندښت د لوېدیځ زون اوسېدونکي له ګنو ...
د سولې مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه پیل او درې ورځې به نور هم دوام وکړي.
خلک په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
کابل یو وار بیا سولې د همداسې یوې لويې مشورتې جرګې کوربه دی چې هدف يې د تېرې ۴۰ کلنې جګړې پای ته د حل لارو موندل دی.
د اپرېل پر ۲۶مه د یادې ادارې په خپاره کړي بیان کې راغلي، چین ته د ناویانو د دغه ډول ناوړه ګورېزۍ تورونه په څه نا څه پينځو نورو اسیايي هېوادونو کې هم لګول کېږي.
د بشري حقونو نړیوال او کورني سازمانونه او فعالان وايي، په افغانستان کې اوس هم ګڼې ښځې د کورني تاوتریخوالي ښکارېږي. خدیجه یو له هغو ښځو څخه ده چې مېړه ورباندې تشدد کړی او اوس د ښځو د ساتنې په یوه مرکز کې اوسي. د نوموړې مېړه پر هغې ایشېدلې اوبه پاشلې وې او بیا یې په چاقوګانو وهلې وه. د حقونو فعالان وايي، پر دې هر څه سربېره په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه شوي. دوی له طالبانو سره داسې موافقه غواړي چې پکې د ښځو د حقونو خوندیتوب ضمانت وي. د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د پیسو له نړیوال صندوقه د میلیاردونو ډالرو پور او د نورو مالي اسانتیاوو...
د مسلم ليګ ن د خېبر پښتونخوا صدر امير مقام وايي وزيراعظم عمران خان خو چې په اوله ورځ چين ته ورسيدو نو له هرکلي يې اندازه وشوه
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
د سولې مشورتي لویه جرګه نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا پرانیستل شوه او پخوانی جهادي مشر عبدرب رسول سیافیې د دې جرګې رئیس وټاکه.
ښاغلي غني، د لویې جرګې د پرانیستو په مراسمو کې پر افغان سیاستوالو ټینګار وکړ چې خپلې وړې ګټې دې د لویو ملي ګټو لپاره یوې خوا ته کړي.
نوموړي هغو سیاستوالو ته په خطاب کې چې دا لویه جرګهیې تحریم کړې وویل، د جګړې پیټی د بېوزلو افغانانو پر شا دی، نه د سیاسي څېرو.
ولسمشر غني د ده د سیاسي مخالفانو انتقادونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې مشورتي لویه جرګهیې د انتخاباتي کمپاین هڅه نهده. Читать дальше...
په هرات کې د کورني صنایعو د پنځم نندارتون په جریان کې بېلابېل تړونونه شوي دي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال توریالي غوثي ازادي راډيو ته وویل چې دغه قراردادونه د غیر الکولي مشروباتو، قالینو، مرمر ډبرو او نورو برخو کې شوي دي.
ده وویل:
"په دغه نندارتون کې د بېلابېلو شرکتونو د نماینده ګیو لپاره په کور دننه او بهر بېلابېل هوکړه لیکونه شوي او د خوراکي موادو په برخه کې هر یو قرارداد له سلو زرو ډېر ارزښت لري."
دغه نندارتون د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې د بازار موندنې په هدف... Читать дальше...
افغان صنعتکاران وايي، د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې د برښنا ستونزه هواره شوې ده.
د افغانستان د صنعتکارانو رئیس شېرباز کمینزاده نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ستونزه د برښنا شرکت له مسؤلینو سره د صنعتکارانو له پرلهپسې ناستو وروسته حل شوه.
ده وویل:
"دا یو ښه بدلون و، صنعتکاران لاس په کار شول، یوه اوونۍ کېږي چې د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې ۲۴ ساعته کار روان دی، هیلهمند یوو چې د برښنا د کمښت ستونزه به په ولایتونو هم حل شي."
نوموړي وویل چې د دغې ستونزې د هواري لپاره صنعتکارانو هم همکاري... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вероника Кудерметова завершила выступление на турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках
Путин в России и мире
Москва
Поездам прибавляют ходу // Как может сократиться время пути от Москвы до курортов на Черном море
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Песня
Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов – iTunes, Apple Music, Youtube Music, Яндекс.Музыка, ВК и Boom, Spotify.
Москва
Турнир по самбо в честь Дня Победы пройдет в Петрозаводске
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net