123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 10.04.2019

د نجي سکولو فیسونه ولې زیات دي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان ستر عدالت مشر قاضي اصف سعید کوسه د اپرېل پر نهمه نېټه د سپریم کورټ په مشرۍ د نجي سکولونو فیسونو د یوې مقدمې اورېدنه کې وویل چې تعلیم یو بنیادي حق دی او رسول یې د ریاست ذمه داري ده خو ریاست یې په دې چاره کې ناکامه شوی دی. په دغه اورېدنه کې دا هم وویل شول چې نجي سکولونه په یوه نه بله پلمه خپل فیسونه زیاتوي. خو د نجي سکولونو مالکان بیا شکایت کوي چې د ټېکس ټولولو سرکاري ادارې یې بیا بیا تنګوي او دا تتنګونه تر هغه وروسته لا زیاته شوې کله چې پخواني چیف جسټس ثاقب نثار د نجي سکولونو د زیاتو فیسونو... Читать дальше...

مسؤلین: په بدخشان کې ۶ زره کوچنیان د پولیو له واکسینه محروم دي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د عامې روغتیا ریاست وايي چې ۶ زره کوچنیان د پولیو یا د کوچنیانو د فلج پر ضد له واکسینه محروم شوي دي. د دې ادارې چارواکي وايي چې وسله‌وال طالبان په مختلفو سیمو کې د پولیو ضد د واکسین د کمپاین مخنیوی کوي. دې ریاست خبرداری ورکړی چې که محرومو کوچنیانو ته واکسین ونه‌رسېږي، په بدخشان کې د ګوزن یا فلج ویروس په چټکۍ خورېدلای شي. د پولیو ویروس ساري او حتی وژونکی دی، خو واکسین‌یې مخنیوی کولای شي. ټول هغه ماشومان چې تر پنځو کلونو کوچني وي، باید دا واکسین وخوري.



د ایران حکومت په احواز کې خلکو ته له سیمې د وتلو ویلي

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت د هغه هېواد په جنوب لوېدیځ ښار احواز کې خلکو ته خبر ورکړی چې له دې سیمې ووځي. د ایران حکومت ویلي چې د شدیدو بارانونو له امله سېلابونه د احواز مرکز خوزستان ته رسېدلي دي. د احواز والي غلام رضا شریعتي نن د اپرېل په لسمه وویل چې د احتیاط له مخې دا ولایت خالي کوی. په احواز کې چې پنځه ولسوالۍ لري، تقریباً اویا زره وګړي اوسي. د ایران د دولتي رسنیو په حواله، په احواز کې خلکو ته ویل شوي چې په ابتدا کې ماشومان امن سیمو ته وباسي.

آزادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۱۹م کال په لومړيو درو مياشتو کې تر یو نیم لک زیات افغان کډوال له ايران او پاکستانه بيرته هيواد ته ستانه شوي دي. د اسرایل په انتخاباتو کې د دې هیواد اوسني صدراعظم تر ټولو زياتې رايې وړي دي.دا او نور خبرونه، له ازادي ستوډيو.

په روسیه کې څېړونکو د امریکایي مایکل کالوي د نظربندۍ غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې څېړونکو غوښتنه کړې چې امریکايي پانګوال مایکل کالوي دې له قسمي توقیفه خلاص او په کور کې نظر بند شي. د څېړونکو کمېټې نن د اپرېل په لسمه د مسکو محکمې ته غوښتنلیک استولی دی. د روسیې د رسنیو په حواله، د مسکو محکمه به سبا په دې اړه غوڼډه پیل کړي. مایکل کالوي په مسکو کې د بارنګ وسټوک په نوم خصوصي شرکت درلود. هغه او همکاران یې د فبرورۍ په میاشت کې په مسکو کې د مالي درغلۍ په تور ونیول شول.



په چین کې د پسرلي رنګونه

Mashaalradio.com 

د چین هیواد ختیځه برخه د خپل قدرتي ښایست له کبله د خلکو د دلچسپۍ وړ ده. بوریوال کاکړ د رویټرز اژانس ویډیو وړاندې کوي.

اردوغان: ترکیې ته به د هوایي دفاع روسی سېستم له وخته مخکې راشي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې د روسیې حکومت ښايي د هوايي دفاع د میزائیلو سېستم تر هغه وخته چې مخکې ورته ټاکل شوی و، وړاندې ورته وسپاري. ترکیه د ناټو تړون غړې ده. له روسیې د ميزائیلو د دفاعي سېستم اخیستلو د ترکیې او واشنګټن په اړیکو کې عجیب حالت را منځته کړی دی. رجب طیب اردغان له روسیې خپل وطن ته ستون شو او نن د اپرېل په لسمه یې خبریالانو ته وویل: "د اېس ۴۰۰ سېسټم د را لېږدلو لپاره د جولای میاشت ټاکل شوې وه، خو ښايي دا نېټه رامخکې شي." د امریکا متحدو ایالاتو له ترکیې غوښتي وو چې له روسیې سره دا معامله لغوه کړي. Читать дальше...

په کندز کې لسګونو ځایي اوسېدونکو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې لسګونه اوسېدونکو او ورزشکارانو د استاد کامل کریمي د وژل کېدو په تړاو لاریون وکړ. دغه لاریون پرون د سې شنبې په ورځ تر سره شو. دغو لاریون کوونکو د کندز سیمه ییزې ادارې ته درې ورځې وخت ورکړ چې د دغې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګُلو ته یې وسپاري. ویډیو: اجمل ارین اېډېټ:لېمه هادي

مشهور اختطاف کوونکی عمران له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

کابل پولیسو هغه مشهور غیر مسؤله وسله‌وال وژلی چې په کابل کې يې د یوې بهرنۍ ادارې د افغاني کارکوونکې په اختطاف کې لاس درلود. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل د عمران په نوم دغه وژل شوي غیر مسؤله وسله‌وال په زیات شمېر وژنو او اختطافونو کې لاس درلود چې تېره شپه د کابل د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له پولیسو سره په وسله‌واله نښته کې ووژل شو. نوموړي وویل چې د دې کس نوم د کورنیو چارو وزارت له لوري د مجرمینو په خپور شوي لېست کې هم شامل شوی وو. ښاغلي رحیمي... Читать дальше...

هغه افغانان چې د بې‌وزلۍ له امله په ورځ کې یو ځل خواړه خوري.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د سازمان د شمېرو له مخې، ۱۳،۵ میلیونه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ دي. د بې‌وزلۍ د کرښې د نړیوالو معیارونو له مخې، هر هغه څوک چې په ورځ کې تر یو ډالر کم عاید ولري بې‌وزله شمېرل کېږي. تمیم اخګر د بې‌ځایه شویو کمپ ته ورغلی او د دوی ژوندیې په دې راپور کې انځور کړی، لېمه هادي یې وراندې کوي.

اشرف غني ملت ته د حکومت د حساب ورکولو ملي پروګرام پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د اپرېل په ۱۰مه، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو ملي پروګرام پیل کړ. ولسمشر غني په‌دې مناسبت په وینا کې وویل چې ټول وزارتونه، والیان، خپلواک ریاستونه او بودجوي خپلواک واحدونه به ولس ته د خپل فعالیت راپور ورکوي. ښاغلي غني وویل، د معلوماتو قانون‌يې توشېح کړ چې هدف‌یې خلکو ته په ازاد ډول د معلوماتو رسېدل دي.  هغه غوښتنه وکړه چې رسنۍ د حکومت فعالیت په تحقیقي راپورونو کې وڅېړي.   ولسمشر غني وویل، د ملي یووالي حکومت په څلورو کلونو کې دومره بریالی پرمختګ کړی چې په نورو حکومتونو کې ساری نه‌لري.

په کندهار کې د ملي اردو یوې هليکوپټرې سقوط کړی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ملي اردو یوې هليکوپټرې سقوط کړی دی.  په پېښه کې د هليکوپټرې دواړه پيلوټان زخمیان شوي دي.  په کندهار کې امنیتي چارواکو نن د اپرېل په ۱۰مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې هليکوپټر د تمریني پرواز په وخت کې رالوېدلې ده.


Музыкальные новости
Comedy Club

Турбо из «Слова пацана» раскрыл правду о личной жизни на съёмках Comedy Club





Персональные новости
Алексей Воробьёв

Генерал-полковник Алексей Воробьев принял участие в заседании Военного совета Северо-Западного округа Росгвардии и вручил награды росгвардейцам





چارواکي: د ارزګان-کندهار لاره د وسله‌والو له شتونه پاکه شوه

Pa.azadiradio.com 

ځایي چارواکي وایي، د ارزګان-کندهار لویه لاره د وسله‌والو طالبانو له شتونه یو ځل بیا پاکه شوه. د دغه ولایت امنیتي چارواکو نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې اوس د یادې لارې پر سر د امنیتي پوستو په جوړولو بوخت دي. بل‌خوا بیا پر یادې لارې موټر چلوونکي وايي، لاره لاهم تړلې ده او دوی پر نورو فرعي لارو تګ راتګ کوي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې افغان ګډو ځواکونو د دغې لارې د خلاصون په هدف پوځي عملیات پیل کړي دي.

"IPL" کې ممبی انډینز او کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ «ای. پي. اېل» سیالیو په ۲۴مه لوبه کې به نن ماښام ممبی انډینز او کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي. افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ په پنجاب لوبډله کې لوبېږي چې په تېره سیالۍ کې يې یوه وېکټ اخیستې وه. دا سیالۍ په ممبی کې د افغانستان پر وخت ماښام اوه بجې پیلېږي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز لوبډلې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د جدول لومړی ځای يې خپل کړ. په‌دې سیالۍ کې د کلکتې لوبډلې... Читать дальше...

د افغانستان د جوجیتسو ټیم له ۷ مډالونو سره هېواد ته ستانه شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جوجیتسو ټیم په جنوبي اسیا سیالیو کې د سرو زرو له ۷ مډالونو سره تېره ورځ ناوخته هېواد ته ستون شو. د بدني روزنې عمومي ریاست نن په خپل رسمي وېب‌پاڼه کې ویلي چې دغه لوبې د هندوستان په چنای کې ترسره شوې. په‌دغو لوبو کې د جنوبي هېوادونو ۷ ټيمونو برخه لرله. افغانستان له یادو لوبو ۷ د سرو زرو مډالونه، ۱ د نقرې او ۴ د بُرونزو مډالونه خپل کړل.

چارواکي: تېره شپه د سانچارک ولسوالۍ یوه امنیتي پوسته طالبانو ونیوه

Pa.azadiradio.com 

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ والسوال نقیب الله دقیق وایي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ یوه امنیتي پوسته وسله والو طالبانو ونیوه.  دقیق نن د اپرېل په لسمه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا امنیتي پوسته د ولسوالۍ په ختیځ کې پرته وه او بېګا وسله والو طالبانو نیولې ده.  د سانچارک ولسوال وویل چې په دې امنیتي پوسته کې د امنیتي ځواکونو ۷۰ تنه ځای پرځای وو، خو تېره شپه له هغه ځایه ووتل او پوسته یې طالبانو ته ور پرېښوده. هغه خبرداری ورکړی چې که اضافي ځواکونه ور وانه ستول شي، د سانچارک ولسوالي سقوط کولای شي.

Спорт в России и мире
Москва

Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Сафиуллин не смог выйти во второй круг турнира ATP в Барселоне


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае





Путин в России и мире
Москва

Путин 22 апреля проведет в Москве переговоры с президентом Азербайджана Алиевым


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое


Навальный в России и мире
Москва

В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Желдорреммаш

В АО "Желдорреммаш" введен единый Стандарт системы неразрушающего контроля на производстве



Москва

Всероссийские боевые игры впервые пройдут в Минводах 21 апреля

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net