په روسیه کې څېړونکو د امریکایي مایکل کالوي د نظربندۍ غوښتنه کړې
د څېړونکو کمېټې نن د اپرېل په لسمه د مسکو محکمې ته غوښتنلیک استولی دی.
د روسیې د رسنیو په حواله، د مسکو محکمه به سبا په دې اړه غوڼډه پیل کړي.
مایکل کالوي په مسکو کې د بارنګ وسټوک په نوم خصوصي شرکت درلود.
هغه او همکاران یې د فبرورۍ په میاشت کې په مسکو کې د مالي درغلۍ په تور ونیول شول.
