د سیند صوبې چارواکي وايي، نرښځيان کولای شي د صوبې په پوليس څانګه کې د چارواکو په حېث خپله دنده ترسره کړي. د سیند پوليسو مشر سيد کليم امام د اپرېل پر ۲۴مه رويټرز خبري اژانس ته وويل:"موږ به نرښځيانو ته د هغو د تعليم مطابق څوکۍ ورکوو." نرښځیانو د نوموړي د اعلان هرکلی کړی. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د ازادي راډیو په اوونیزه خپرونه «حقیقت څه دی؟» کې د افغانستان پر اساسي قانون د څار خپلواک کمېسیون منشي ډاکټر عبدالرؤف...
د اپرېل پر ۲۵مه مسکو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، روسې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه دی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر
زلمي خلیلزاد طالبان چلنج کړل چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او سږ دې د سولې کال کړي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره نننۍ لیدنه ګټوره وبلله او په ممبۍ کې فلمي لوبغاړو د اوارډونو په یوه محفل کې ګډون وکړ.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په داسې حال کې چې نن پنجشنبه مسکو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، روسې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه دی...
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې د چاودنې په نتيجه کې ٥ کسان ټپيان شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ازادي راډيو ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار په جهان خصوصي پوهنتون کې وشوه.
دغه پوهنتون د کابل په کارته نو سيمه کې چې په اتمې امنتيي حوزې پورې مربوطېږي، پروت دى.
مجاهد وايي، حمله کوونکي غوښتل چې منفجره مواد د پوهنتون په تشناب کې ځاى پر ځاى کړي چې خپله پر ده وچاودېدل.
د دې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې تبصره نه ده کړې.
د امريکا متحدو ايالاتونو د ولسمشر پخواني مرستيال جو بايډن د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کانديداتورۍ اعلان وکړ.
شپږاويا کلن بايډن ته د ډموکرات ګوند د مخکښ کانديد په سترګه کتل کېږي.
جوبايډن نن په ټويټر کې د متن تر څنګ په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د امريکا د ملت ماهيت کاملاً بدل کړي، دى بې تفاوته نه شي پاتې کېدلاى:
"د دې ملت اساسي ارزښتونه، په نړۍ کې زموږ دريځ، زموږ ډموکراسۍ او هرڅه چې سبب شوي، امريکا- امريکا شي په خطر کې دي. ځکه نو... Читать дальше...
د اپرېل پر ۲۵مه د پېښور خبریالانو په مرکز کې غونډې ته په وینا کې جلیل اپریدي وویل: "ټول زما رښته دار ول او امجد اپریدی زما د تره زوی وو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې ورکولو په پاڼه کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ځای مشخص کړ.
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين وايي، مخکې تردې چې شمالي کوريا خپل اټمي پروګرام ختم کړي، دغه هېواد نړيوالو امنيتي تضمينونو ته اړتيا لري.
ولسمشر پوتين دا خبره په روسيه کې د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره تر لومړۍ مخامخ کتنې وروسته وکړه.
پوتين زياته کړه، اړتيا ده دا ډول تضمينونه په هغه چوکاټ کې چې څو هېوادونه پهکې شامل وي، پېشنهاد شي.
ولسمشر پوتين نن د پنجشنبې په ورځ د روسيې په لېرې ختيځ ښار ولادي واستوک کې له کېم جونګ اون سره د غونډې په پاى کې دا څرګندونې وکړې.
د شمالي کوريا رهبر کېم... Читать дальше...
اسفنديار مومند وايي، د خپلو سندرو لپاره هغه شعرونو انتخابوي چې د پښتنو لپاره ښه پيغام پکې وي.
د هندوستان د کرکټ په غورهلیګ یا د «ای.پي.اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
دا په روانو سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم ځل مخامخېدل دي، په تېره لوبه کې کلکتې لوبډلې راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې کنګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.
بنګلور لوبډلې په لومړۍ توپ وهنۍ سره مقابلې لوبډلې ته ۲۰۳ منډې هدف ورکړ چې پنجاب لوبډلې ونهشو کړای یاد هدف پوره کړي.
د کابل ښار د ووشو کلپونو تر منځ د غورهلیګ سیالۍ پیل شوې.
د ووشو فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سیالۍ د ۶۲ کلپونو ترمنځ په دوه ګروپونو کې پیل شوي دي چې د هرې پنجشنبې په ورځ يې یوه لوبه کېږي.
دی وايي:
"د کابل د کلپونو ووشو لیګ سیالۍ هره پنجشنبه جوړېږي، دا سیالۍ د ۳ میاشتو لپاره دوام کوي او د کابل ۶۲ کلپونو برخه پهکې اخېستې. "
نوموړی وایي چې د دغه لیګ سیالیو د جوړولو هدف په ووشو ورزش کې د غوره څېرو پیاوړتیا ده.
د ووشو فدراسیون مشر وویل، همدا شان... Читать дальше...
افغان فوټبالر محمد سلیم کوهستاني د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د تل لپاره د فوټبال له لوبو محروم شوی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو مسؤل شفیع شاداب دا خبره مني او وایي چې ښاغلی کوهستاني د افغانستان د فوټبال پخوانی غړی و.
فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د سلیم کوهستاني تر څنګ له نورو هېوادونو شپږ نور فوټبالران هم د تل لپاره له دغې لوبې محروم شوي دي.
دا کسان د پیسو د لاسته راوړلو لپاره په شرط تړلو پهدغه برخلیک اخته شوي دي.
په مسکو کې د امریکا، چین او روسیې د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ...
د افغانستان دفاع وزارت مني، د پسرلي په راتګ سره پهدې هېواد کې جګړه تېزه شوې ده. د افغانستان دفاع وزارت ...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي وسلهوالو طالبانو ته بلنه ورکړې چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او دا کال د سولې کال کړي.
خلیلزاد نن د پنجشنبې په ورځ په ټويټر کې ليکلي، افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي او نور د جنګ بندیدل غواړي.
ښاغلي خليلزاد ليکلي:
"طالبان وايي چې اوربند يې په اجنډا کې نهشته، خو زموږ اجنډا سوله ده. افغانانو کافي تاوتریخوالی ولید او د جنګ خاتمه غواړي. متحده ایالاتونه ورسره ولاړ دي."
زلمي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو... Читать дальше...
په کابل کې ناامنیو د دغه ښار د اوسېدونکو پر ژوند او کاروبار اغېز کړی دی. په دغه راپور کې د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي له څو ښاریانو سره خبرې کړې دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو دا یو ترهګر برید بللی او د وزیراعلا جام کمال ویلي دي چې پر ښځو برید د اسلامي او قبایلي روایاتو خلاف کار دی.
په ليبيا کې د پوځي قومندان جنرال خليفه حفتر ځواکونو د پلازمېنې طرابلس پر لور خپل پرمختگ ته دوام ورکړى.طرابلس ته نېږدې د حکومتي او د حفتر وفادارو ترمنځ درنه جګړه روانه ده. د اژانس فرانس پرېس ویډیو.
د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په هلمند ولايت کې د وسلهوالو طالبانو ١٢٠٠ کيلوګرامه مخدره مواد نيول شوي دي.
دغه رياست نن په خپله اعلاميه کې ويلي چې ځانګړو قطعاتو يې په مارجې ولسوالۍ کې د انارګل په نوم د طالبانو د يوه قوماندان پر مرکز عمليات کړي دي.
ويل شوي چې پهدغو عملياتو کې ٥ عرادې وسايط، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
د ملي امنيت په اعلاميه کې ويل شوي چې لاسته راغلي مواد د تخنيکي ډلې لهخوا په ساحه کې سوځول شوي دي.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ايالات کې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين يوه کارکوونکې په ډزو وژل شوې ده.
پوليس وايي، دوو موټرسايکل سپرو کسان نن په چمن کې د پوليو کمپاين پر ټيم حمله وکړه.
پوليسو ويلي چې وژل شوې ښځينه کار کوونکې ٣٥ کلنه وه او نسرين نومېدله.
چارواکي وايي، د پوليو ضد کمپاين يوه بله کارکوونکې رشيده په پېښه کې سخته ټپي شوې ده.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکولو کمپاين تېره سې شنبې پيل شو.
په خېبر پښتونخوا ايالات کې يو پوليس چې د... Читать дальше...
په کندهار کې د سولې تر سرلیک لاندې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د پیوند مدني ټولنې لهخوا د خېبر لېسې، باور خصوصي ښوونځۍ او بایسکل ځغلونې فدراسیون په همکارۍ جوړه شوې وه چي پهکې د ۱ څخه بیا تر ۳ مقام ګټونکو ته د المپیک بایسکلان او د ۴ څخه تر ۱۰ مقام پورې بېلابېلې جایزې ورکول شوې.
د ازادي راډیو خبریال محمد صادق ریښتیني پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د افغانستان د ښځو د شبکو ګڼو فعالانو پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د جنګي عملیاتو پر ځای دې اوربند وکړي. دغه مېرمنې ...
د نړۍ د لسګونه هېوادونو رهبران چين ته په رسېدو دي چې د «یو کمربند، یو لارې» د پروژې په غونډه کې برخه واخلي.
په پام کې ده په پلازمېنه پيکېنګ کې دغه غونډه نن د پنجشنبې په ورځ پيل او تر شنبې پورې دوام وکړي.
د "یو کمربند، یو لارې" په نوم د چين د دې پروژې هدف چې ارزښتيې يو ټريلیون ډالرو ته رسېږي، د رېللارو، سړکونو، بندرونو او د انرژۍ د زېربناوو ايجاد دى.
دغه پروژه به چين له اروپا، افريقا او د اسيا له نورو برخو سره وتړي.
د امريکا متحده ايالاتو او د اروپايي ټولنې ګڼو غړو هېوادونو د چين پر دغې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Московские школьники стали победителями всероссийской олимпиады по математике
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках
Путин в России и мире
Москва
Politico: Россия проиграет войну с НАТО, предупреждает Польша (Topmember)
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Басманный суд Москвы арестовал продюсера Reuters Константина Габова за помощь ФБК в подготовке материалов
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Анастасия Ивлеева
Суд рассмотрит 25 апреля протокол на Ивлееву за дискредитацию ВС России
Москва
Нижний Новгород может стать городом, где выступят певцы «Новой «Фабрики звёзд»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net