د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې چاودنې ٥ تنه ټپيان کړي
د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ازادي راډيو ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار په جهان خصوصي پوهنتون کې وشوه.
دغه پوهنتون د کابل په کارته نو سيمه کې چې په اتمې امنتيي حوزې پورې مربوطېږي، پروت دى.
مجاهد وايي، حمله کوونکي غوښتل چې منفجره مواد د پوهنتون په تشناب کې ځاى پر ځاى کړي چې خپله پر ده وچاودېدل.
د دې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې تبصره نه ده کړې.
