اشرف غني ملت ته د حکومت د حساب ورکولو ملي پروګرام پیل کړ
ولسمشر غني پهدې مناسبت په وینا کې وویل چې ټول وزارتونه، والیان، خپلواک ریاستونه او بودجوي خپلواک واحدونه به ولس ته د خپل فعالیت راپور ورکوي.
ښاغلي غني وویل، د معلوماتو قانونيې توشېح کړ چې هدفیې خلکو ته په ازاد ډول د معلوماتو رسېدل دي.
هغه غوښتنه وکړه چې رسنۍ د حکومت فعالیت په تحقیقي راپورونو کې وڅېړي.
ولسمشر غني وویل، د ملي یووالي حکومت په څلورو کلونو کې دومره بریالی پرمختګ کړی چې په نورو حکومتونو کې ساری نهلري.
