اردوغان: ترکیې ته به د هوایي دفاع روسی سېستم له وخته مخکې راشي
ترکیه د ناټو تړون غړې ده.
له روسیې د ميزائیلو د دفاعي سېستم اخیستلو د ترکیې او واشنګټن په اړیکو کې عجیب حالت را منځته کړی دی.
رجب طیب اردغان له روسیې خپل وطن ته ستون شو او نن د اپرېل په لسمه یې خبریالانو ته وویل:
"د اېس ۴۰۰ سېسټم د را لېږدلو لپاره د جولای میاشت ټاکل شوې وه، خو ښايي دا نېټه رامخکې شي."
د امریکا متحدو ایالاتو له ترکیې غوښتي وو چې له روسیې سره دا معامله لغوه کړي.
د روسیې رسنیو په وینا، انقره غواړي چې د اېس ۴۰۰ څلور دستګاوې په دوه نیم ميلیاردو ډالرو واخلي.
