مسؤلین: په بدخشان کې ۶ زره کوچنیان د پولیو له واکسینه محروم دي
د دې ادارې چارواکي وايي چې وسلهوال طالبان په مختلفو سیمو کې د پولیو ضد د واکسین د کمپاین مخنیوی کوي.
دې ریاست خبرداری ورکړی چې که محرومو کوچنیانو ته واکسین ونهرسېږي، په بدخشان کې د ګوزن یا فلج ویروس په چټکۍ خورېدلای شي.
د پولیو ویروس ساري او حتی وژونکی دی، خو واکسینیې مخنیوی کولای شي.
ټول هغه ماشومان چې تر پنځو کلونو کوچني وي، باید دا واکسین وخوري.
