په سرپل کې تالندې او برښنا یوه ځوانه نجلۍ وژلې
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل، پېښه د سرپل په مرکز کې شوې، چېرې چې له دوو ورځو راهېسې اورښتونو زور اخیستی دی.
تر دې مخکې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو هم پر یو کور د تندر د غورځېدو په پېښه کې د یوې ځوانې نجلۍ د مړینې خبر ورکړل و.
